د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د صادراتي محصولاتو د اسنادو د پروسس یو واحد مرکز پرانېستل شو. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا مرکز د افغانستان د پراختیايي بودجې د څه د پاڅه ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هېواد د صادراتي توکو د اسنادو د پروسس لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړ شوی دی. ښاغلي احمدي وویل چې په هرات ولایت کې د دغه مرکز جوړول د هېواد د محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي لپاره لازمې اسانتیاوې برابرولی شي. ... Читать дальше...
د فاریاب چارواکي وایي، د ولایت مرکز میمنې په ځینو برخو او پښتون کوټ ولسوالۍ باندې یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي. د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یوروش ازادي راډيو راډیو ته وویل، تېره شپه طالبانو د امام صاحب پر سبز سیمه بریدونه پیل کړل، خو د امنیتي ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول. د یوروش په خبره په دې نښتو کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي. یوروش زیاتوي چې یو امنیتي سرتیری وژل شوی او درې نور ټپیان دي. طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د پنځمې امنیتي حوزې امر له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو. د پکتیا د پولیسو ویاند حیات الله نظامي پرون سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) ماښام ازادي راډیو ته ویلي و چې وسله والو طالبانو د دې ولایت په مرکز ګردېز کې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په مهلن سیمه کې د افغان سرتېرو په یوه پوسته برید وکړ. نظامي وایي، په دې نښته کې ۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول او په وینا یې په دې مخامخ جګړه کې د پنځمې حوزې امر هم وژل شوی دی. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
مسیر مسیر ورځپاڼې پوښتلې چې تبلیغاتي جګړه، د رسنیو که د حکومت دنده؟ ورځپاڼې لیکلي، په دې وروستیو کې حکومتي چارواکي پرله پسې وايي چې طالبانو دومره پرمختګ نه دی کړی، لکه څومره چې ورته تبلیغات کېږي. وړاندې د حکومتي چارواکو هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې رسنۍ، ژورنالېستان، په ټولنیزو رسنیو کې ځیني فعالین او ان ځیني سیاستوال د طالبانو په ګټه په تبلیغ تورنې کړي دي. د لېکوال په اند لومړی خو د طالبانو په ګټه د تبلیغاتو په تړاو د حکومتي چارواکو ادعا سمه نه ده، خو که سمه هم وي، بیا هم مسوول حکومتي چارواکي... Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیز ' ژوند په شېبو کې' پروګرام د ماشوم له پاره د شپږمې شپې محفل ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې: د ماشوم له پاره شب شش له څه وخت راپه دې خوا نیول کېږي ؟ او څه ارزښت لري؟ دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
د بالیووډ نامتو فلمي لوبغاړی دلیپ کومار د ۹۸ کلونو په عمر په حق ورسېد. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دلیپ کومار چې د عمر د زیاتوالي له کبله له ډېرې مودې راهیسې ناروغه و، نن سهار چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) ساه ورکړه. د دلیپ کومار خپل رسمي ټویټر هم د نوموړي مرینه تایید کړې ده. دلیپ کومار په بالیووډ سینما کې د تراژیدۍ د پاچا لقب ګټلی و او فلمونو یې په افغانستان کې هم ډېر مینه وال درلودل. د دلیپ کومار اصلي نوم یوسف خان و. هغه د پېښور ښار په قصه خوانۍ بازار کې زېږېدلی و. پلار یې لالا غلام سرور خان او مور یې عایشه بېګم نومېدله. Читать дальше...
د ناټو سرمنشي وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه یې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان سره خبرې وکړې. ینس سټولټنبرګ پرون سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) ناوخته په بروکسل کې له جنرال سکاټ مېلر سره پر دې موضوع بحث کړی دی. ښاغلي سټولټنبرګ په یوه ټویټ کې ویلي، دوی د افغانستان پر امنیتي وضعیت، له افغانانو د ملاتړ پر دوام او نورو مسایلو په خپلو کې خبرې کړي دي. له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د سېپټمبر پر ۱۱مه بشپړېږي، خو له دې سره په افغانستان کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوي دي.
د نړیوالو ۵۰ اووره مسابقو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دویم تمریناتي کمپ پرون په کابل کې پیل شو. په دغه کمپ کې د کرکټ شااوخوا ۲۸ لوبغاړي د داخلي او بهرنیو روزونکو تر څار لاندې په بېلابېلو برخو کې تمرینات کوي. د کرکټ بورډ ویاند، فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "په دې تمریناتي کمپ کې به لوبغاړي په توپوهنه، توپ اچونه، ډګر ساتنه او فزیکي پیاوړتیا په برخه کې تمرینات کوي. د نړیوالو او کورنیو روزونکو تر څارنې لاندې تمرینات وکړي." د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو خپل لومړی تمریناتي کمپ تېره اوونۍ پای ته ورساوه. Читать дальше...
د سولې په چارو کې د دولت د وزارت یوه سلاکار، هیله وښوده چې د دولت او طالبانو مذاکراتي ډلې د سولې خبرو ته دوام ورکړي. عزیز الله فضلي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د بامفهومه مذاکرو د دوام لپاره له نړیوالو سازمانونو او ځینو هېوادونو د منځګړیتوب غوښتنه وکړه: "که چېرې ثالث بالخیر ته اړتیا وي، دلته ملګري ملتونه او نور اسلامي هېوادونه شته. له هغوی مو هیله ده چې په اوسنیو ستونزو کې مداخله وکړي د درېیمګړي په توګه. ترڅو داسې نتیجې ته ورسېږو چې د ټول ملت په خیر وي." د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په کندهار کې د ناامنیو وروستۍ څپه لنډمهاله ده. عبدالستار میرزکوال چې د پوځ له لوی درستیز جنرال محمد ولي احمدزي او نورو چارواکو سره یو ځای کندهار ته تللی و، پرون سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) په یوه کنفرانس کې د کندهار ولس ته ډاډ ورکړ. نوموړي وویل: "د کندهار زړور، باتور او مېړني ولس ته ډاډ ورکوم چې تاسې په وېره کې مه اوسئ. هغه څه چې رامنځته شوي دي، موږ ورباندې جدي کار کوو. دا ستونزې لنډمهاله دي." په کندهار کې د ملي اردو چارواکو منلې چې تېره یکشنبه... Читать дальше...
د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړو شدت، د دې سبب شوی چې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه په ګڼو ولسوالیو کې خپل فعالیتونه وځنډوي. د سوېډن کمېټې د پروګرامونو مشر، ډاکټر خالد فهیم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی د خپلو ځنډول شوېو فعالیتونو د بیا پیل اراده لري. دی وايي: "د وروستیو ناامنیو د زیاتېدو په پایله کې زموږ فعالیتونه په بېلابېلو هغو ولسوالیو کې د لنډ وخت لپاره درېدلي یا متاثره شوي چې ناامني په کې زیاته شوې ده. بیا هم حالاتو او وضعیت ته په کتو او د حالاتو په ارزونې سره ژمن یو چې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړو. Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار خبر ورکړ، په سلګونو هغه سرتېري چې د جګړو د شدت له کبله تاجکستان ته اوښتي وو، بېرته د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته ستانه شوي دي. حمد الله محب چې پرون سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، زیاته کړه چې دغه ستانه شوي سرتېري د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد د امنیت لپاره ګمارل شوي دي. محب زیاته کړه: "د دغو ځواکونو ۲۳۰۰ تنه یې راستانه شوي او د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یوځای شوي دي. ځینې یې چې له ولسوالیو وتلي وو، اوس د... Читать дальше...
بلومبرګ بلومبرګ خپرونې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې وايي د طالبانو له پرمختګ سره ځیني خلک له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي. د بلومبرګ د مقالې لیکوال وايي، د افغانستان په شمال کې د طالبانو د چټک پرمختګ له کبله ځايي خلک د تېښتې په حال کې دي. په دې مقاله کې لولو چې له خپلو کورو د خلکو تېښته ښايي د پناه غوښتونکو د یوه بل بحران برخه وي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره مخ پر زیاتېدو دی. بلومبرګ د جمهوري ریاست، ارګ د ویاند مرستیال محمد امیري له قوله لیکلي چې د دوشنبې... Читать дальше...