د اذربایجان حکومت وايي، په کسپین سمندرګي کې د اورلګېدو د یوې پېښې په اړه څېړنه کوي. خو دغه حکومت وايي، د ګازو او تېلو سمندري زېرمو تهیې په دې اورلګېدنه کې د زیان اوښتو څرګ نهدی لګولی. پرون دغه سیمه یوې زورورې چاودنې ولړزوله چې وروسته په ټولنیزو شبکو کې د اورلګېدو تصویرونه خپاره شول. د اذربایجان د بېړنیو پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت به اعلامیه کې راغلي، د ورځې په بهیر کې یې د تېلو په سمندري تأسیساتو یا هم صنعتي بنسټونو کې د عاجل حالت په باب خبرداری ترلاسه نهکړ. په وېډیويي تصایرو کې د اور... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وایي، نوي کمانډو ځواکونه پرون ناوخته د بدخشان په مرکز فیضاباد کې ځای پر ځای شول. د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغه ځواکونه به د ولسي پاڅون کوونکو په ملاتړ پراخ عملیات پیل کړي. ښاغلی امان زیاتوي: "د دغو ځواکونو هدف د بدخشان د خلکو د سرومال ساتنه ده او طالبانو ته به اجازه ورنهکړي چې خلکو ته زیان ورسوي." ښاغلی امان دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې وسلهوالو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بدخشان لږترلږه پنځه ولسوالۍ، شهدا، زیباک، کوهستان،... Читать дальше...
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلونو د کم عمره ماشومانو د حضور په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له بدنام فهرست څخه د افغانستان د ملي پولیسو د ایستلو هرکلی وکړ. دې وزارت پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې د ماشومانو او جګړو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش د ۲۰۲۰ کال راپور ته په اشاره ویلي چې د ماشومانو د ګمارنې او د هغوی په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د ملي پولیسو د عمل د پلان تطبیق بریالی بلل شوی دی. د خبرپاڼې له مخې دغه پرمختګ د دې ښکارندوي... Читать дальше...
په فیلیپین کې د ۵ نورو مړو له موندل کېدو سره د یوې پوځي ترانسپورټي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۵۰ ته ورسېد. دا پېښه پرون یکشنبه د مانیلا په جنوب زر کیلومترۍ کې په جولو ټاپو کې هغه مهال رامنځته شوه چې «سي-۱۳۰» هرکولیس ترانسپورټي الوتکه د پورته کېدو په مهال له الوت لیکې ووته او راوغورځېده. په الوتکه کې ۹۶ تنه سپاره و چې د فیلپیین جنوب ته د اسلامپالو سختدریځو په وړاندې ځواکونو سره د یوځای کېدو لپاره سیمې ته لېږدول کېدل. درې ملکي وګړي د پېښې په ځای کې وژل شوي دي. یوه سیمهییز قوماندان... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د جولای په څلورمه د امریکا د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو په ترڅ کې په سپینه ماڼۍ کې شاوخوا زر تنه د کباب او اورلوبو لپاره مېلمه کړي و. د خپلواکۍ دغه سمبولیک لمانځل داسې مهال دي چې متحده ایالات د کرونا له امله لګول شویو سختو محدودیتونو څخه د راوتلو په حال کې دی. د دغې وبا له امله چې تېر کال ملیونونه امریکایان پرې اخته شوي و، د دې ورځې د لمانځلو نږدې ټول جشنونه لغوه شوي وو. دغې وبا د امریکا پر اقتصاد هم ناوړه اغېز کړی و. په امریکا کې د کرونا ضد واکسین د پراخ کمپاین... Читать дальше...
چینایي ستورمزلو (فضانوردانو) د لومړي ځل لپاره د نوې فضایي اډې تیانګونګ بهر ګامونه واخیستل. د چین دولتي ټلوېزیون وویل چې د لیوبومینګ (Liu Boming) او تانګ هونګبو (Tang Hongbo) دغه مأموریت پرون یکشنبه اووه ساعته وخت ونیو. دوی په دې موده کې د دې اډې بهر نوي وسایل نصب او هغهیې وازمویل. د چین فضایي ادارې وویل، د دواړو فضانوردانو دغه مأموریت د دې هېواد د فضایي اډې د نصبولو په چارو کې لومړنۍ بریالی مأموریت دی. د چین درې فضانوردان په جون میاشت کې د درې میاشتو لپاره دې فضایي اډې ته استول شوي و. د... Читать дальше...
افغان چارواکي وايي يو مشترک پلاوی له دفاع وزارت څخه د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظيم ادارې ته د بګرام زندان د سپارلو مسئله ارزوي او دغه اداره بهیې مسؤلیت په خپله غاړه واخلي. د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظيم ادارې ته د بګرام زندان د سپارلو مسئله وروسته له هغې راپورته کېږي چې بګرام نظامي اډه دا مهال په بشپړه توګه د افغان ملي اردو په کنټرول کې ده او ټول بهرني سرتېري ترې وتلي دي. د بګرام په پوځي اډه کې د دې زندان مسؤلیت لا په ۲۰۱۳ م کال کې په بشپړه توګه د افغانستان دفاع وزارت ته سپارل شوی و. Читать дальше...