د اوکراین پر پلازمېنه کیف د روسیې د تیرې شپې په پراخ برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۷ ته پورته شو. دغو بریدونو کې چې په وروستیو اونیو کې تر ټولو پراخ بللی شوی ۴۸ تنه ټپیان شوي دي. پر ځاني زیان سربیره د تیرې شپې بریدونو کې د کیف په مرکزي سیمه کې د اروپایي ټولنې ډیپلوماتیک دفترونه او دغه راز د ازادۍ راډیو د اوکرایني څانګې دفتر زیانمن شوی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش، اروپایي کمیسیون او یوشمیر اروپایي مشرانو پر کیف د تیرې شپې بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. دا بریدونه داسې مهال کیږي چې... Читать дальше...
په افغانستان کې پر مذهبي ازادیو د طالبانو حکومت له خوا د محدودیتونو په اړه د نیوکو په دوام، د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون (USCIRF) اعلان کړی چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې مذهبي ازادي په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
یو شمیر افغان نجونو او میرمنو ازادي راډیو ته وویل، د نارینه وو کارونکو له خوا ښه کمنټونه نه اخلي او په مسنجر کې هم ځورول کېږي. له دې ډلې ځینو ښځو خپل پاڼې هم بندې کړې دي.
د افغانستان په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د ځايي خلکو او طالب چارواکو په خبره ۳ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي برید د پاکستان پوځ کړی او په غبرګون کې یې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی.
د افغانستان، پاکستان او د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ درې اړخیزه ۲۰ اووره سیالۍ پیلېږي.په دې لړ کې لومړۍ سیالي د اګست پر ۲۹مه د شارجې په لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ کېږي. ټاکل شوې چې هغه سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیل شي. د اي اېس پي اېن کرېک انفو ووبپاڼې د سیالیو مهالوېش خپور کړی دی چې له مخې یې ټاکل شوې چې دویمه سیالي د اګست پر ۳۰مه د پاکستان او متحده عربي اماراتو د لوبډلو ترمینځ وشي. د افغانستان د کرکټ بورډ د اګست پر لومړۍ نېټه... Читать дальше...
د طالبانو حکومت پر خوست او ننګرهار ولایتونو د پاکستان د پوځ د تیرې شپې بریدونه غندلي او په غبرګون کې یې کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی. پاکستاني لوري تر دې دمه پر پیښې رسمي تبصره نه ده کړې.
چارواکي وايي، په پنجاب کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي، خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي او په درو سیندونو کې د اوبو کچه خورا لوړه شوې ده.د پنجاب حکومت لوړپوړې یا سینییر وزیرې مریم اورنګزېب د اګست پر ۲۸مه په لاهور کې پر راوي سیند د شاهدرې له پله سره نېږدې له صوبايي وزیرانو او چارواکو سره یوځای خبري غونډې ته وویل، هغه کسان د صوبې په بېلابېلو برخو کې وژل شوي دي. هغې د صوبې په راوي، ستلج او چناب کې سېلاب "بېساری" وباله خو ټینګار یې وکړ چې ملکي ادارو او د پوځ سرتېرو د خلکو د ژغورلو او ورسره د مرستو هڅو ته دوام ورکړی دی. Читать дальше...
د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د ازاې اروپا/ازادۍ راډیو د اوکرایني څانګې دفتر د روسیې په یوه هوایي برید کې زیانمن شوی دی. د تیرې شپې په دغه برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د دفتر د ځینو خونو کړکۍ ماتې شوي او د راډیو ځینې تجهیزات زیانمن شوي دي. د امنیتي کمرو ویډیوګانې ښيي چې د راډیو دفتر ته نژدې دوه چاودنې د دوو توغندیو له کبله شوي چې په مستقیم ډول پر دې سیمې توغول شوي دي. د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو مشر سټیف کاپوس ډاډ ورکړی چې دا برید به د راډیو پر ماموریت اغیز ونه کړي او په خبره یې ژورنالستان به خپل کار ته دوم ورکوي. Читать дальше...
د افغانستان او پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې سبا جمعه شل اوریزه لوبه لري. دا لوبه د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې ترسره کیږي چې د افغانستان په وخت ماښام ۷ نیمې بجې پیلیږي. دا لوبلړۍ د متحده عربي امارتو په کوربه توب اسیایي جام ته د چمتوالي په هدف ترسره کیږي او دغه جام راتلونکې میاشت ته پلان شوی دی. لوبلړۍ لس ورځې دوام کوي او دوه غوره لوبډلې به د سپټمبر په ۷مه پایلوبه کوي.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون راتلونکې اونۍ چین ته ځي او د هغه هېواد د پوځي نندارو په مراسمو کې برخه اخلي.
په خوست کې د نیمه لوړو روغتیايي زده کړو یو شمېر فارغان وايي، شاوخوا درې کاله کیږي چې له دوی د فراغت وروستۍ (اېګزېټ) ازموینه نه ده اخیستل شوې. د افغانستان په ګډون د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې له طب پوهنځي فارغان باید د عملي کار د اجازتنامې ترلاسه کولو لپاره یوه دولتي ازموینه ورکړي چې اېګزېټ ورته ویل کېږي. په خوست کې د روغتیا د انسټیټيوټونو مسوولین وايي پخوا به د اېګزېټ ازموینه د خصوصي انسټیټیوټونو د ریاست لخوا اخیستل کېده خو اوس دا د ازموینو د ملي ادارې لخوا اخیستل کېږي نو ځکه پرې زیات وخت لګېږي. د مشال راډیو ویډیويي راپور وګورئ.
بیان وايي، د طالبانو حکومت "د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان د هوايي حریم نقض او ډېورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وگړو بمباري په کلکو ټکو غندي" او دا د هېواد د "ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکی عمل گڼي."
د پنجاب د میاوالۍ په کوټ چاندنا کیمپ کې د افغان کډوالو یو مشر قدا علي خان ځدراڼ وايي، د پاکستان حکومت، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او په اسلام اباد کې یې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت ته "منت زارۍ" وکړې چې د افغانانو د مهاجرت کارډونو (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) موده دې وغځوي خو هلو ځلو یې نتیجه ور نه کړه. نوموړي د اګست پر ۲۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د پاکستان حکومت ورته سپینه کړې چې د سېپټېمبر له لومړۍ څخه د پي او ار کارډ لرونکو جبري اخراج پیلوي. دی... Читать дальше...
په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د بې پيلوټه الوتکو بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په دواړو ولایتونو کې سرچینې وایي چې بریدونه د عادي افغانانو پر کورونو شوي او مرګ ژوبله یې هم ټوله ملکیانو ته اوښتې ده.
د پنجاب د میاوالۍ په کوټ چاندنا کیمپ کې د افغان کډوالو یو مشر قدا علي خان ځدراڼ وايي، د پاکستان حکومت، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او په اسلام اباد کې یې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت ته "منت زارۍ" وکړې چې د افغانانو د مهاجرت کارډونو (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) موده دې وغځوي خو هلو ځلو یې نتیجه ور نه کړه. نوموړي د اګست پر ۲۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د پاکستان حکومت ورته سپینه کړې چې د سېپټېمبر له لومړۍ څخه د پي او ار کارډ لرونکو جبري اخراج پیلوي. دی... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول افغانستان کې په نشه يي توکو د ۴۲ زره او ۶۸۳ روږدو درملنه شوې ده. دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۲۷ په خپله د ایکس پاڼه لیکلي چې په دوی کې ۹۵۷ ښځې هم شاملې دي. د دغه وزارت په وینا، دا مهال په ټول افغانستان کې نېږدې ۷۰ د درملنې مرکزونه د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې فعال دي چې نږدې درې زره روغتیايي کارکوونکي په کې کار کوي. په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې درملنه یې شوې، دغه شان ټولنیز کارپوهان او ځوانان ټینګار کوي،... Читать дальше...
په امریکا کې، د مینیسوټا ایالت چارواکو ویلي چې یو وسله وال کس د مینیاپولیس په یوه کاتولیک ښوونځي کې پر زده کونکو ډزې وکړې، چې لږترلږه دوه یې ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل. بریدګر، د ټوپک او تفنګچې په کارولو سره، د کلیسا له کړکیو لسګونه مرمۍ واورولې. چارواکو ویلي چې بریدګر وروسته تر حملې د کلیسا د ودانۍ شاته ځان وواژه. "دا د بې ګناه ماشومانو او نورو کسانو پر وړاندې چې عبادت یې کاوه د تاوتریخوالي قصدي عمل و. له کوچنیانو په ډکه کلیسا کې ډزې د ظلم او ډارن عمل دی." د مینیاپولیس د پولیسو مشر برایان اوهارا خبریالانو ته وویل... Читать дальше...
د امریکا د نړیوالې مذهبي آزادۍ کمیسیون (USCIRF) د هغو افغانانو لپاره د نوي خوندیتوب او لارو چارو غوښتنه کړې چې د مذهبي ځورونې سره د مخامخ کیدو خطر یې زیات دی. د دې ادارې د اعلامیې له مخې چې د چارشنبې په ماښام خپره شوه، راغلي چې تر اوسه، طالبانو د اسلام د یوه تعبیر په عملي کولو سره هغه کسان چې مختلف نظرونه یا مذهبي عقیدې لري، تابع او په نښه کړي دي. د دې ادارې رییسې ویکي هارټزلر له قوله راغلي: "په څلورو کلونو کې، طالبانو په افغانستان کې مذهبي ازادۍ په بشپړه توګه له منځه وړې دي. ټول افغانان، د مذهبي... Читать дальше...
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (CPJ) په افغانستان کې له طالبانو غوښتي چې خبریال شکیب احمد نظري سمدلاسه خوشې کړي چې له جولای میاشتې راهیسې په توقیف کې دی. د خبریالانو د ژغورنې کمیټې د اسیا-پاسیفیک رییس بې لي یي په یوه بیان کې غوښتنه کړې: "دوی باید دا خبریال سمدلاسه ازاد کړي، او اعتراف ته د خبریالانو اړ ایستل ودروي. دا له رسنیو سره د دوی ظالمانه چلند په ګوته کوي." CPJ یادونه کړې چې د نظري توقیف د طالبانو د هغو ځپنو د لړۍ وروستۍ بېلګه ده چې د نړیوالو رسنیو سره کارکونکي افغان خبریالان په نښه کوي. د ۲۰۲۱... Читать дальше...
د خوست ولایت په سپیرې ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې ادعا کوي، چې بې پیلوټه الوتکو په دغه ولسوالۍ کې یو شمیر کورونه بمبارد کړي دي. یادو سرچینو چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم او غږ یې په خبر کې خپور شي ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا هم وکړه، چې د چهارشنبې د ورځې د ماخوستن په دې بمبارۍ کې خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. د طالبانو حکومت امنیتي ادارو په دې اړه څه نه دي ویلي. دا معلومه نه ده چې دا بې پیلوټه الوتکې به د کوم هیواد وي. ازادي راډیو نه شي کولای په خپلواک ډول دا معلومات تایید کړي. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل خبرداری عملي کړ چې ویلي یې وه چې د روسیې د تیلو پیرودلو په خاطر به پر نژدې ټولو هندي توکو ۵۰ سلنه تعرفه ولګوي. د اګست د ۲۷مې نېټې اعلان هندي صادروونکي په نړۍ کې د تعرفې له لوړو نرخونو سره مخامخ کوي. د دې اقدام په نتیجه کې له هند سره د امریکا ستراتیژیکې اړیکې د خرابیدو له خطر سره مخامخ دي. هند په سیمه کې د واشنګټن له قوي شریکانو څخه دی او هن د هغه هیواد دی چې د متحده ایالاتو په درو کې دوهمه برخه لوی شرکتونه پکې دباندیني عملیات لري. سپینې ماڼۍ استدلال کړی چې له روسیې... Читать дальше...
د امریکا د فدرال استیناف محکمې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو او د افریقا په سفارتونو کې د ۱۹۹۸ کال د القاعده د بمي چاودنو د قربانیانو د کورنیو هغه هڅې رد کړې چې غوښتل یې د افغانستان بانک له کنګل شوي شتمنۍ څخه ملیاردونو ډالره تاوان ورکړل شي. په مانهاټن کې د استیناف دوهمې محکمې وویل چې د نیویارک په فدرال ریزرف بانک کې ساتل شوي د افغانستان ۳.۵ ملیارد ډالر د بهرني حاکمیت د معافیت تر قانون (FSIA) لاندې خوندي دي. د دې قانون له مخې دولتي شتمنۍ د جریمې په توګه نشي تر لاسه کېدای. محکمې ټینګار کړی چې... Читать дальше...
د ترکمنستان په لویدیځ کې د دولت تر کنټرول لاندې کلتوري سکتور کې هنرمندانو ته د وزن کمولو او د دې هیواد د خپلواکۍ د ورځې لپاره پر وخت د "ښایسته ښکاره" کیدو لپاره سخت ضرب الاجل ورکړل شوی دی. لوبغاړو، سندرغاړو، نڅاګرو او نورو ادعا کړې چې د بالکان ولایت چارواکو هغو کسانو ته چې وزن یې ډیر و، ویلي چې د سپتمبر د ۲۷مې تر عامه جشن مخکې وزن کم کړي یا له پایلو سره مخامخ شي. دوی وايي، چارواکو خبرداری ورکړی، هغه کسان چې وزن یې کم نه کړ خپلې دندې به له لاسه ورکړي او نور به اجازه ورنکړل شي چې په سټیج یا تلویزیون کې راڅرګند شي. Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان وايي: د طالبانو عدلي سیستم د بیرې له لارې پرمخ وړل کیږي - نه د عدالت له لارې. د پنجشنبې په ورځ پر ایکس پاڼه دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي چې پخوانیو قاضیانو، وکیلانو، د بشري حقونو مدافعینو او حقوقي کارپوهانو په دې اړه معلومات شریک کړي چې د بیرې دا سیستم څنګه مخته وړل کیږي. وروسته راغلي چې طالبان باید مسؤل وګڼل شي. په دې اعلامیه کې له خلکو غوښتنه شوې چې پر خپلو حکومتونو فشار راوړي چې د طالبانو د حکومت د دې ادارې په وینا د څلورو کلونو بې عدالتۍ ته د ځواب لپاره بیړني ګامونه پورته کړي. Читать дальше...