Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2025

Новости за 01.08.2025

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه بهر د افغان فرهګیانو او لیکوالانو فعالیتونه د پخوا پرله ډير شوي

افغان فرهنګیان مشال په لاس کډوال په افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته که په دغه هیواد کې فرهنګي فعالیتونو کم شوي، اروپايي هیوادونو، امریکا او کاناډا ته په ډېر شمیر سره د دوی په کډوال کېدو سره یې، د پراخېدو او رنګینۍ خبره کېږي. په دغو هیوادونو کې میشت یو شمیر پخواني فرهنګیان وايي، دا بدلون په کمي او هم په کیفي ډول محسوس دی. په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولتې مشر ډاکټر شیر ولي شیر ازادي راډیو ته وویل، " د دوی په راتګ سره نه یوازې دا چې زمونږ په فرهنګي فعالیتونو کې چټک والی راغلی... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو ته د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو د ایستلو امر کړی دی

د کورنیو چارو وزارت د جولای پر ۳۱مه په یو فرمان کې، چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی دی، ویلي چې په پاکستان کې د پي او ار کارډ لرونکو د "اوسېدو قانوني موده د جون پر ۳۰مه پای ته رسېدلې" چې ورسره سم یې حیثیت "ناقانونه شوی" دی.

Mashaalradio.com 

پي ټي اېم خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ ضد احتجاجونه کړي دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او پلویانو په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پرضد په پېښور او نورو ضلعو کې احتجاجونه کړي دي. د اګست پر لومړۍ په مظاهرو کې د بېلابېلو ګوندونو غړو هم ګډون کړی. د خیبر پښتونخوا حکومت او پوځ وايي، امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو ضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی. لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

سرفراز بګټي په مستونګ کې د "ناموس په نوم" د ښځې او مېړه د وژنې د پلټنو امر کړی دی

جمالدینی وايي، د ښځې پینځو وروڼو په وروستیو کې ورسره راضي نامه هم کړې وه او هغه، مېړه او دوه بچي یې ډوډۍ ته ورغوښتي ول او چې کله هغوی لکپاس ته ستانه شول نو څلورو کسانو ورباندې ډزې وکړې او ښځه او مېړه یې ووژل.

Pa.azadiradio.com 

په کور دننه د افغانانو فرهنګي فعالیتونه کم شوي او په بهر کې غوړیدلي

په افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته که په دغه هیواد کې فرهنګي فعالیتونو کم شوي، بل لور ته اروپايي هیوادونو، امریکا او کاناډا ته په ډېر شمیر سره د افغان فرهنګیانو په کډوال کېدو سره، هلته د مثبت بدلون خبره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

ولسشمر ټرمپ: پر روسیې به نوي بندیزونه ولګوي

د اوکراین په پلازمینه کییف کې د پنجشنبې په ورځ له خونړیو بریدونو وروسته چې یو دیرش کسان پکې ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول، ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر مسکو د نویو بندیزونو د لګیدو خبرداری ورکړ.

Mashaalradio.com 

عدالت د تحریک انصاف څه باندې ۱۰۰ غړو ته د بند سزا اورولې

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر عمر ایوب خان او په سېنېټ کې د مخالفو ګوندونو مشر شبلي فراز په ګډون د پاکستان تحریک انصاف یوشمېر مخکښو سیاستوالانو او پلویانو ته د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه په بلوو کې د ککړتیا په تور د بند سزاګانې اورولې دي. تحريک انصاف ويلي دي چې هغه قضیې بې بنیاده دي او پرضد يې لوړ عدالت ته ځي. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مدني ټولنو ایتلاف د افغان ښځو د حقونو د دفاع لپاره ولسي محکمه جوړه کړې ده

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د څلورمې کلیزې په درشل او په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت لخوا په دغه هیواد کې پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو په پراخېدو، د افغانستان د مدني ټولنو یو ایتلاف د «افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې» د جوړېدو خبره کوي. دا محکمه د بشري حقونو د سازمانونو «رواداري»، «د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان»، «د سیاستونو د مطالعاتو او پراختیا سازمان" او "د بشري حقونو مدافعینو" په همکارۍ جوړېږي. د دغو سازمانونو ايتلاف د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۳۱مه په يوه خبرپاڼه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې او چین ګډ پوځي تمرینات پيل کړل

لکه څنګه چې روسیه او چین د پوځي همکارۍ له لارې اړیکې ژوروي، دواړو هیوادونو د روسیې د ولادي وستوک بندري ښار په ساحل کې ګډ سمندري تمرینونه پیل کړي دي. دا پنځه ورځني تمرینات نن پيل شول چې پکې د روسیې او چین ځواکونو برخه اخیستې ده. د روسیې د ارام سمندر سمندري ځواکونو په یوه بیان کې ویلي دي چې دا تمرینات به د دوه اړخیزو او څو اړخیزو امنیتي اړیکو د پیاوړتیا سبب شي. د واشنګټن میشته د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) په وینا، بیجینګ او مسکو له ۲۰۰۳ راهیسې ۱۱۳ ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا پر افغاني وارداتو تعرفه لوړه کړه

د امریکا متحد ایالتونو له افغانستان څخه په وارداتو تعرفه پنځلس فیصده ته لوړه کړه. د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ پنجشنبه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې په راتلونکو اوو ورځو کې د افغانستان په شمول له لسګونو هیوادونو څخه په وارداتو نوې تعرفې ولګول شي. شاوخوا څلور میاشتې وړاندې، امریکا له افغانستان څخه په وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه اعلان کړې وه چې اوس دا پنځلس فیصدو ته زیاته شوه.




Mashaalradio.com 

باجوړ جرګه وايي له طالبانو سره د سیمې پرېښودو په اړه غږېږي

د باجوړ په بادسیا سیمه کې یوې جرګې ویلي دي چې له طالب وسلوالو سره خپله خبرې کوي او ورڅخه غواړي چې سیمه دې پرېږدي ځکه چې د هغوی او امنیتي ځواکونو ترمینځ په نښتو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اوړي. د اګست پر لومړۍ جرګې ته ګڼ خلک او ولسي مشران ورغلي ول. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ او پولیسو د جولای له ۲۹مې راهیسې د باجوړ په لوی ماموندو کې د مشکوکو وسلوالو ضد درې ورځني عملیات وکړل. ویډيويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو تازه اندېښنه؛ افغانستان لا هم د داعش خراسان څانګې له ګواښونو سره مخ دی

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پر بندیزونو د څار او تحلیل ډلې افغانستان، سیمې او ان نړۍ کې د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې د خراسان څانګې د فعالیتونو د زیاتېدو خبره کړې او اندېښنه یې ښودلې چې دا ډله نړۍ ته تر ټولو ګواښوونکې ده. د ملګرو ملتونو سازمان پر بندیزونو د څار ډلې په خپل تازه (۳۶م) راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د (جولای په ۳۰مه) یې امنیت شورا ته وړاندې کړی زیاته کړې چې طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، له دې جملې القاعده او متحدینو لپاره یې د مناسب چاپېریال برابرولو ته دوام... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د نوښار سمیع الله د ۳ وروڼو تر وژل کېدو وروسته ځان خوندي نه بولي

سمیع الله د مې په پای کې له اېټالیا څخه په نوښار کې خپل پلرني کلي ته ستون شو. هغه وايي، دوه وروڼه یې هم له اېټالیې او قبرصه د سفر ملګري ول. هغه وايي، د جون پر لومړۍ یې واده وکړ او بیا د جولای پر ۱۸مه یې په خپل کلي پلوسۍ کې له تره سره د جایداد پر سر جرګه کوله چې د تره زوی یې ناڅاپه ډزې پیل کړې او درې وروڼه یې وویشتل. سمیع الله وايي، دوه وروڼه ځای پر ځای ووژل شول او درېیم یې د جولای پر ۲۵مه په روغتون کې سا ورکړه. دی وايي، په کلي کې ځان خوندي نه بولي او د پولیسو له کاره هم مطمین نه دی. سمیع الله البته... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د سولې سندره: تاندې هیلې

"تاندې هیلې" د سولې د هغو ۱۰ سندرو له ټولګې څخه ده چې د مشال راډیو په مالي او تخنیکي مرسته تیاره شوې ده. تاسې کولای شئ چې دا ویډیويي سندره وګورئ او له ملګرو سره یې شریکه کړئ. سندرغاړې: ستاره یونس، شاعر: انور مانېروال او کمپوز: هارون باچا.

Mashaalradio.com 

ټرمپ پر کییف د روسیې خونړی برید "کرکجن" بللی او پر مسکو یې د نویو بندیزونو لګولو ژمنه کړې

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا پر کییف د روسیې خونړي برید په غبرګون کې د غصې څرګندونه کړې ده، هغه عمل یې ناوړه بللی او پر مسکو یې د نویو بندیزونو لګولو ژمنه کړې ده.اوکرایني چارواکي وايي، پر سر ښار کییف د جولای پر ۳۰مه شپې مهال د روسیې د توغندیو او ډرون الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۲۸ ته رسېدلی او لسګونه کسان ژوبل دي. ټرمپ د جولای پر ۳۱مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، "روسیه، زه فکر کوم، چې څه کوي ډېر کرکجن دي." ده وویل، "فکر کوم څه چې روسیه کوي خورا خواشینوونکي دي. زښت زیات روسان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خوست کې د څلورو ولایتونو د لوبډلو ترمینځ د فوټبال سیالۍ روانې دي

په خوست کې د لغمان، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو د څلورو فوټبال کلبونو ترمینځ د زون په کچه د اتلولۍ مقام لپاره سیالۍ روانې دي. د افغانستان د فوټبال فېدراسیون په نوښت دا سیالۍ د جولای پر ۲۸مه پیل شوې او پینځه ورځې دوام کوي. د سیالیو بریالۍ لوبډله به د افغانستان د شپږو زونونو ترمینځ سیالیو ته لاره پیدا کړي. د افغانستان د فوټبال فېدراسیون په وینا، د زونونو ترمینځ په سیالیو کې چې کومه لوبډله اتله شي، هغه به بیا د اسیا فوټبال جام کې ګډون کوي. ویډيويي راپور وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ په کیف باندې د مسکو وروستی برید یو "ناوړه" عمل وباله، او د نويو بندیزونو د لګولو ژمنه یې وکړه

ولسمشر ټرمپ په کیف باندې د روسیې وروستی مرګونی برید یو "ناوړه" عمل وباله، او په مسکو باندې یې د نويو بندیزونو د لګولو ژمنه وکړه. بلخوا د اوکراین ولسمشر په روسیه کی د رژیم دبدلون غوښتنه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو

انوش دستګیر دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو. دستګیر پرون پنجشنبې په خپله فیسبوک پانه کی ولیکل چې د هالند د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو د روزونکی قرارداد یی لاس لیک کړی دی . انوش دستګیر له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې دافغانستان د فوټبال د ملی ټیم روزونکی وو.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ : ایران بد چلند غوره کړی او کیدای شي خپل اټومي پروګرام بیا پیل کړي

دامریکا ولسمشر وايي وروسته لدې چې د ایران اټومي تاسیسات په نښه شول دغه هیواد "ډیر بد" چلند غوره کړی دی. دونالد ترمپ تهران سره دخبرو اترو دبیا بیل دامکان په اړه د پنجشنبې په ماښام خبریالانو ته وویل، "ایران ډیر بد چلند غوره کړی دی، "د دوی اټومي وړتیاوې ویجاړې شوې، له منځه تللي دي ... دوی یې بیا پیل کولی شي مګر په نویو ځایونو کې." ښاغلي ټرمپ په خپلو دغو څرګندونو کې دایران د فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو باندې په تیرې جون میاشت کې د متحده ایالاتو هوایی بریدونو ته اشاره وکړه . ایران تایید کړې چې دغو تاسیساتو جدي زیان اوښتی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول

دافغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشبنې په ورځ رپوټ ورکړ چې په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول. د ځوانانو راډیو مرستيال اسلام‌گل توتاخېل او د بیګم راډیو خبریال احمدضیاء امان‌یار، چې شپږ میاشتې مخکې بنديان شوي وو او همداراز په کابل کې د رسنیزې محتوا تولیدوونکي شرکت «پیکسل» کارکوونکي احمد نويد اصغري او مشتاق احمد حليمي، له دوو اونیو بند وروسته له زندانه ازاد شول. د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادو خبریالانو او رسنيزو فعالانو د ازادېدو هرکلی کړی خو وایي چې د دوی ازادي باید له پیله نه وای سلب شوې. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus