Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Август
2025

Новости за 27.08.2025

Pa.azadiradio.com 

مهم خبرونه

د افغانستان ، سیمې او نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

په جمو او کشمیر کې د مځکې ښویېدو په پېښه کې شا او خوا ۳۰ کسان مړه شوي

د جمو او کشمیر په کاترا سیمه کې د ویشنو دیوي مندر ته نژدې د سختو بارانونو په نتیجه کې د مځکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. چارواکو نن وویل چې د ژغورنې عملیات روان دي او د سړک او اورګاډي ترافیک ګډوډ شوی دی. د هند د مون سون موسم د هیواد په شمال کې د مرګونو سیلابونو او مځکې ښویېدو لامل شوی دی، چې د جون راهیسې یې تر ۱۲۰۰ زیات کسان وژلي دي.

Mashaalradio.com 

ملګري ملتونه: پاکستان کې نیمايي وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د اګست له ۲۴مې څخه تر ۲۸مې پورې د اوبو نړیواله اونۍ لمانځل کېږي چې موخه یې د تازه او پاکو اوبو ارزښت په اړه پوهاوی پیدا کول او د اب و هوا بدلون مخنیوي اقدامات کول دي. د سویډن په سټاکولم کې د اوبو نړیوال انسټېټیوټ هر کال د اوبو اونۍ لمانځي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، په نړۍ کې ۲.۱ مېلیارده (اربه) وګړي له پاکو اوبو بې برخې دي. ملګري ملتونه وايي، د پاکستان شاوخوا نیم نفوس یا ابادي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. پاکې اوبه څه ته وايي او ناولې اوبه څنګه پاکېدای شي؟ پر دې موضوع مو د چارسدې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل – کندهار پر لویه لاره بس موټر د چپه کېدو په پېښه کې لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي

د اسلام قعله-هرات په لاره له خونړۍ ټرافیکي پېښې چې لسګونه کسان په کې مړه شول یوه اونۍ وروسته د کابل-کندهار د لوې لارې په اوږدو کې د ارغندې په سیمه کې یوې بلې ټرافیکې پېښې د لږ ترلږه ۲۵ کسانو ژوند واخیست. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، کورنیو رسنیو ته ویلي چې پېښه تېره شپه د اګسټ په ۲۶ مه د ۵۸۰ بس موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې ۲۷ نور کسان په کې ټپیان شوي هم دي. نوموړي د پېښې لامل د موټر چلونکې بې احتاطي بللې ده. په ورته وخت کې د قربانیانو یو شمېر خپلوان او د پېښې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: د روسیې د هوايی حملو له کبله د سل زره کورونو برق قطع شوی دی

اوکرایني چارواکو ویلي چې د هیواد په شپږو سیمو کې د روسیې په هوايي بریدونو کې درې کسان وژل شوي او تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کورونه له بریښنا څخه بې برخې شوي دي. د اوکراین د انرژۍ وزارت دا بریدونه د ملکي زیربناوو د ویجاړولو قصدي هڅه بللي دي. په خیرسون سیمه کې، دوه کروندګر او یوه ۸۱ کلنه ښځه په بریدونو کې وژل شوي دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر امریکا غږ کړی چې د مسکو د بریدونو په وړاندې کلک دریځ غوره کړي. په ورته وخت کې، روسیې ادعا کړې چې په ډونیڅک سیمه کې یې یو بل کلی نیولی دی. د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټلیګراف ورځپاڼه: طالب چارواکي د افغانانو د ستنولو لپاره له "هر چا" سره همکارۍ ته چمتو دي

د برتانیا ټیلیګراف ورځپاڼې د طالب چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وايي: دوی له "هرچا" سره کار ته چمتو دي چې افغانان بیرته افغانستان ته ستانه کړي. دغې ورځپاڼې د یوه طالب چارواکي له قوله چې نوم یې په راپور کې نه دی یاد شوی، لیکلي چې وايي که برتانیا هر څوک افغانستان ته بیرته ستنوي، طالبان به یې ومني. دغه کس ویلي چې د دې کار په بدل کې طالبان له برتانیا پیسې نه غواړي خو افغانستان ته د ستنېدونکو لپاره به د مرستې هرکلی وکړي. دا وروسته له هغه چې د انګلستان د (ریفارم یو کېReform UK) په نوم سیاسي ګوند ښي اړخي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا کروندګر وايي د هندواڼو حاصل یې زیات خو ګټه یې کمه ده

د پکتیا کروندګر وايي، سږ کال یې د هندواڼو حاصل ښه دی خو په کورني بازار کې یې نرخ کم دی نو ځکه یې ګټه هم لږه ده. دوی د پیداوار زیاتېدو لامل د څاڅکو په سېسټم د پټیو اوبه کول بولي. کروندګر وايي، پخوا به یې مېوې او سبزۍ د غلام خان او خرلڅیو له لارې پاکستان ته صادرولې خو سږ کال د لارو بیا بیا بندېدو یې ستونزې زیاتې کړې دي. ویډیويي رپورټ

Mashaalradio.com 

کابل کې د مساپر لېږدوونکي بس اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي دي

د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې د یو مساپر لېږدوونکي بس اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ګډون رسنیو ته ویلي، پېښه د اګست پر ۲۷مه سهار وختي د کابل په ارغندي سیمه کې شوې. دی وايي، بس د افغانستان له جنوبه د کابل پر لوري روان وو او زیاتره مساپر پکې د هېلمند او کندهار ول. قانع اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ویلي، پېښه د ډرېور د بې احتیاطۍ له وجې شوې چې پکې ۲۷ تنه ژوبل شوي هم دي. په افغانستان کې وخت په وخت مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

اورکزی وايي له راډیويي خپرونو یې د پښتو ادب په اړه ډېر څه زده کړي

د کواټ (کوهاټ) اوسېدونکی شاکر اورکزی د خیبر پښتونخوا په ادبي حلقو کې پېژندل شوی نوم دی. نوموړي په پښتو ادبیاتو کې دوکتورا کړې ده، شاعر او لیکوال دی او نثري او شعري کتابونه یې چاپ شوي دي. دی د پښتانه ادبي ملګري (پام) په نوم د ادبي ټولنې مهم غړی دی. موږ له نوموړي سره د هغه پر ژوند او کار مرکه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

له جلال اباد تر کابله پلی سفر، او موټر چلوونکو ته د احتیاط کولو پیغام

په افغانستان کې پر لوړه کچه ترافیکي پېښو په ځانګړي ډول هرات کې ورستۍ مرګونې پېښې چې لسګونو کسان پکې ووژل شول، د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی دې ته اړ ایست چې له جلال اباده تر کابله پلې لار ووهي او موټر چلوونکو ته په احتیاط د موټر چلولو پیغام ورسوي. د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی ناصرخان ناصري وايي، د دې سفر په ترڅ کې یې دا پیغام هم د مخامخ خبرو او هم د زرګونو چاپي پاڼو له لارې تر موټر چلونکو رسولی دی. ناصرخان ناصري وايي، دی مخکې هم ځینو ترافیکي پېښو خواشینی کړی و چې د خپلې کورنۍ غړې یې هم په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د بس چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي

د طالب چارواکو په وینا د چهارشنبې په سهار په کابل کې یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شوي دي. دا پېښه د اګست په ۲۷مه سهار وختي د کابل په ارغندي سیمه کې رامنځته شوې ده. بس د افغانستان له جنوبه د کابل پر خوا روان و او د هلمند او کندهار مسافر پکې سپاره وه. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د بې احتیاطۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ده او په پېښه کې ۲۷ کسان ټپیان دي. دا پېښه یو څو ورځې وروسته له هغه ده چې په هرات ولایت کې د یوې ترافیکي... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

مرکزي اسیا هیوادونو د افغانستان د امنیتي او بشري ننګونو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د مرکزي اسیا د ګاونډي هیوادونو استازو په یوه غونډه کې د افغانستان د امنیتي، سیاسي او بشري ننګونو په اړه خبرې وکړې. د افغانستان لپاره د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړو استازو د سې شنبې په ورځ په تاشکند کې سره ولیدل. د معلوماتو له مخې په استانه کې تر سره شوې د مرکزي اسیا هیوادونو د مشرانو تر شپږمې مشورتي غونډې وروسته د ګډو ګټو پر مسلو د خبرو لپاره د یوه خپلواک سیمه ایز پلایټ فارم پر جوړولو ټینګار وکړ. دوی د افغانستان له خوا رامنځته کېدونکو امنیتي ننګونو، د پولې شا او خوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییل وایي د یمن له خوا توغول شوی یو توغندی یې شنډ کړی

د اسراییل پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د یمن له خوا یو توغول شوی توغندی یې کشف او شنډ کړی دی. حوثي وسله والو چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، د غزې د جګړې له پيله وخت نا وخت د اسراییل په لور توغندي ویشتلي دي. حوثیان وایي، دا ډول بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ په هدف ترسره کوي. اسراییل هم د دغو بریدونو په ځواب کې په یمن کې د حوثیانو سنګرونه ویشتلي دي. د حوثي سرچینو په باور، د تیرې یکشنبې په ورځ پر صنعا د اسراییل په برید کې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل شول او څه باندې ۸۰ نور ټپیان شول.

Pa.azadiradio.com 

استرالیا ایران د یهوادنو ضد دوو بریدونو مسول بللی او د ایران سفیر یې اخراج کړی

استرالیا ایران د یهودانو ضد دوو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی او اعلان یې کړی چې د ایران سفیر یې له کانبرا څخه اخراج کړی دی. د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي پرون سه شنبه ویلي، د هیواد امنیتي ادارو یې معلومه کړې چې ایران په استرالیا کې دیهودانو ضد دوو بریدونو کې لاس لري. یو برید په سیدني کې «لوئیس کانتیننتال کیچن» رستورانت باندې شوی و چې ترڅ کې یې رستورانت ویجاړ او د اور لمبه شوی و. بل هغه ۲۰۲۳ کال کې په ملبورن کې د یهودانو یوې کنیسې باندې شوی و. له دې سره همهاله استرالیا تهران کې خپل سفارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لبنان له خوا د حزب الله د بې وسلې کېدو هڅې، حزب الله یې د اسراییل په ګټه اقدام بولي

په لبنان کې د حزب الله ډلې د بې وسلې کولو هڅې روانې دي. حکومت وایي چې دا طرحه یې تشویقي بڼه لري او اجباري نه ده. حزب الله دا کار د اسراییل په ګټه بولي او ایران هم له وړاندې له دې طرحې سره مخالفت ښودلی دی.

Pa.azadiradio.com 

جرمني هغه افغانان له پاکستانه لیږدوي چې محکمې د پناورکولو وړ بللي دي

جرمني د هغو یوشمیر افغانانو د منلو پروسه پیلوي چې دا مهال په پاکستان کې د ډيپورت له خطر سره مخامخ دي. فرانس پریس دا خبره پرون سه شنبه ( د سنبلې ۴مه) د جرمني د یوې دولتي سرچینې په حواله کړې ده. د جرمني دولتي سرچینې ویلي، هغه افغانان به په تدریجي ډول جرمني ته ولیږدول شي چې محکمې له قانوني پلوه د جرمني د ویزې وړ بللي دي. دا اعلان داسې مهال کیږي چې د جرمني د بشري حقونو یوه کمشنر تازه د کورنیو چارو له وزارته وغوښتل چې پاکستان کې د جرمني په تمه میشتو افغانانو ته ژر تر ژره ویزې ورکړي. شاوخوا دوه زره افغانان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني څارنوالانو یو افغان د دوو کسانو په قتل تورن کړ

د جرمني څارنوالانو یو ۲۴ کلن افغان د دوو کسانو د قتل او ۴۴ نورو د قتل په هڅه تورن کړی دی. د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) لیکلي، تورن کس په تیره فبروري میاشته کې په مونیخ کې د کارګرانو د حقونو په پار راوتلي لاریون باندې موټر خیژولی. څارنوالانو پرون سه شنبه د خپلې پریکړې په اعلامیه کې ویلي چې تورن کس د مذهبي انګیزې له مخې دا کار کړی دی او دوی دا شک هم څرګندوي چې ممکن له اسلامي دولت ډلې یا بلې ترهګریزې ډلې سره به تړاو ولري. تورن کس چې نوم یې اخیستل شوی نه دی دا مهال په توقیف کې د محکمې پریکړې ته په... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus