Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له جلال اباد تر کابله پلی سفر، او موټر چلوونکو ته د احتیاط کولو پیغام

په افغانستان کې پر لوړه کچه ترافیکي پېښو په ځانګړي ډول هرات کې ورستۍ مرګونې پېښې چې لسګونو کسان پکې ووژل شول، د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی دې ته اړ ایست چې له جلال اباده تر کابله پلې لار ووهي او موټر چلوونکو ته په احتیاط د موټر چلولو پیغام ورسوي.

د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی ناصرخان ناصري وايي، د دې سفر په ترڅ کې یې دا پیغام هم د مخامخ خبرو او هم د زرګونو چاپي پاڼو له لارې تر موټر چلونکو رسولی دی.

ناصرخان ناصري وايي، دی مخکې هم ځینو ترافیکي پېښو خواشینی کړی و چې د خپلې کورنۍ غړې یې هم په کې وژل شوي خو د هرات پیښې دومره ودردوو چې نور ځمکې ځای ورنه کړ او دا تصمیم یې ونیوو، چې دې مهمې موضوع ته د موټر چلونکو د پام اړولو په موخه به یاد مدني فعالیت ترسره کوي:

" زما د مورکۍ خور هم په ترافیکي پېښه کې وژل شوې، دغه شان د ماما بچیان مې هم وژل شوي، شپږ میاشتې کېږی چې دې برخه کې مبارزه کوم خو د هرات پیښې سره مې فیصله وکړه چې زه به د افغانستان ولایت په ولایت او ولسوالۍ په ولسوالۍ ګرځمه."

ناصرخان ناصري د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، هغه ۶۰ کلن دی، ښوونځی یې تر اتم ټولګي لوستی، واده یې کړه خو ماشومان نه لري.

دا چې هغه څنګه وکولای شول دا دومره لار پلی ووهي، وايي مخکې یې هم د ورته فعالیت تجربه درلوده، ځکه د سولې د ولسي حرکت غړی و، هغوی چې له یو ولایت تر بل ولایت پورې یې پلې لار وهله او تر خلکو یې د سولې پیغام رسولو.

ناصري وايي، چې د دې سفر په ترڅ کې یې دا پیغام هم د مخامخ خبرو او هم د زرګونو چاپي پاڼو له لارې تر موټر چلونکو رسولی دی او د تبلیغاني پاڼو د چاپ لپاره یې خپلوانو ورسره مرسته کړې ده:

" تر پنځه زرو پورې مې پارچې چاپ کړې وې، چانه پنځوس روپۍ، چانه سل روپۍ، ماما ګان مې دي هغوی ته به ورغلم دکان ته، بیا مې یو غټ پوسټر چاپ کړو چې خلک پوه شي او ویې وګوري."

د ناصري په خبره چې خلکو یې د دې کار هرکلی کړی، د سفر په ترڅ کې هم چې چا لیدو، اوبه او خوراکي توکي به یې ورته راوړل او د ده دا اقدام یې ستایلو.

ناصرخان ناصري زیاتوي چې پخوا به جګړو له افغانانو ډېره قرباني اخیسته خو په خبره یې اوس ترافیکي پېښو کې په لوړه کچه وژل کېږي:

"جګړه خو اوس نشته، اوس دغې بدبختۍ په وړاندې مبارزه پکار ده، په هیواد والو غږ کوم که په بهر کې دي که په کور دننه زما دا غږ دې بدرګه کړي، چې مونږ عامه پوهاوی وکړو په ټول هیواد کې، څو د دغو غمجنو پېښو مخنیوی وکړو."

ناصرخان ناصري وايي، دی به په کابل کې له څو ورځو دمې ورسته د افغانستان نورو ولایتونو په ځانګړي ډول هرات ته چیرې چې ورستۍ مرګونې ترافیکي پېښه رامنځته شوې هم سفر وکړي او د لارې په اوږدو کې به په احتیاط د چلولو پیغام تر موټر چلوونکو ورسوي.

د روان لمریز کال د زمري یا اسد په اته ویشتمه د هرات ښار او اسلام قعله تر منځ د تیلو یو ټانکر موټر سره د یو مسافر وړونکي موټر ټکر چې له ایرانه تازه راستنه شوی په کې سپاره وو، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۷۹ کسان ووژل.

تر دې پېښې دوه ورځې ورسته بیا د زمري یا اسد په دېرشمه د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یو مسافر وړونکي او لارۍ موټر د جنګېدو له امله ۲۴ تنه ټپیان شول.

په افغانستان کې په دې ورستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي، د دې پېښو لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي، د لارو خرابوالی او ترافیکي مقررااتو ته پام نه کول ښودل شوي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د تېر لمریز کال په مرغومي ( جدي) میاشت کې ویلي وو، چې د کال له پیله په دغه هیواد کې په بېلابیلو ترافیکي پېښو کې تر ۲۰۰۰ پورې کسان وژل شوي او ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus