Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Август
2025

Новости за 31.08.2025

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په سیلابونو کې د دوو کوچنیانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي

د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې سیلابونو د دوه ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه کړي دي. د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جان ولي ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې ورځې سیلاب له امله یې دوه ورېرې مړې شوي دي. هغه وویل اوه کلنه کاینات او ۱۳ کلنه سمیه د خونې د چت د راپرېوتو له امله مړې شوې او د کورنۍ درې نور غړي یې ټپیان شول چې لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندي دي: "د شپې څلور بجې وې چې راووتم چې ناوې نه وي بندې شوي، یو ناڅاپه مې د ماشومانو چیغې واورېدې، د کور دروزاه یې بنده وه، ټک ټک مې وکړو خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو د مهلت وروستۍ ورځ ده

په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري په دې هیواد کې د میشتو ۱ عشاریه ۴ میلیونه " پی، اور، ار" کارت لرونکو افغان کډوالو ته له دې هیواده د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت نن وروستۍ ورځ ده، په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا وايي د دغو کډوالو د جبري اېستلو لپاره لا کوم عملیات نه دي پیل شوي. خو د دې شورا مسول بریالي میاخیل ازادي راډيو ته وویل چې د کډوالو ستنېدلو لړۍ چټکه شوې او په خبره یې دا ورځې په اوسط ډول له زرو ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنیږي. نوموړی زیاتوي چې ډیری کډوال د کډو د انتقال لپاره د ټرانسپورټ په برخه کې جدي ستونزو سره مخ دي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان ولسمشر پر مخالفتونو سربېره په ترهګرۍ ضد قانون کې د بدلونونو مسوده لاسلیک کړې

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د مخالفو ګوندونو پر نیوکو سربېره د ترهګرۍ ضد ترمیمي قانون مسوده لاسلیک کړې ده.دولتي راډیو وايي، مسوده د اګست پر ۳۱مه د ولسمشر له لاسلیک سره د قانون په بڼه نافذه شوې ده. راډیو وايي، د قانون موخه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د امنیتي ادارو وړتیا زیاتول او د ملي امنیت خوندي کول دي. سرکاري رسنۍ وايي، په قانون کې د بدلونونو یوه بله موخه په حراستخانو کې د شفافیت او احتساب باوري کول دي. نوي بدلونونه د ۱۹۹۷ز کال په ترهګرۍ ضد قانون کې شوي دي چې روانه میاشت قامي اسمبلۍ او سېنېټ تایید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي د پارلمان د پخواني رئیس د قاتل په لټه کې دي

اوکرایني چارواکو د هغه بریدګر لټون پیل کړی چې د اګست په ۳۰مه یې په لویف ښار کې د پارلمان پخوانی رئیس اندري پاروبي وواژه. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ددغه نړیوال شهرت لرونکي سیاستوال قتل "وحشتناکه وژنه" وبلله او ویې ویل چې "ټول اړین ځواکونه او وسیلې" به د مجرم د نیولو لپاره وکارول شي. زیلینسکي په خپله ویډیو وینا کې وویل: "جرم، له بده مرغه، په زیرکۍ پلان شوی وو. خو د قضیې د حل لپاره ټوله وسه کیږي." هغه وویل چې د امنیتی خدماتو ادارې ته چې په قضیه کې تحقیقات کوي لارښوونه شوې چې دقیق او تایید شوي معلومات په چټکۍ سره خلکو سره شریک شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې افغان کډوال جرمني ته د پناه غوښتونکو د لېږد بهیر د بیا پلېدو هرکلی کوي

جرمني ته د تګ لپاره درې نیم کاله انتظار، دا افغان خبریاله او د بشري حقونو فعاله وايي لا یې دې ته د تګ زیری نه دی ورکړی خو خوښه ده چې هغه هیواد ته له پاکستانه د افغان کډوالو ځنډېدلی بهیر بیل پیلېږي. یاسمین نبي زاده ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، دا اندېښنه لري که پاکستاني پولیس ونیسي او افغانستان ته یې وشړي هلته به ګواښونو سره مخ شي: "موږ د جرمني د دې پرېکړې هرکلی کوو، زه مې دلته شپږ کسیزې کورنۍ سره د ویزې نه شتون، ځای نه لرلو، اقتصادي ستونزو او د پولیسو لخوا نیولو او ډیپورت ګواښ سره مخ یو، زه چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه : په هرو لسو افغانانو کې نهه تنه د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي

ملګري ملتونه وايي له هرو لسو بالغو افغانانو څخه نهه تنه یې د نجونو د زده کړو د حق ملاتړ کوي. ملګرو ملتونو په اکس ټولنیزه شبکه کې خپل یو پوست کې لیکلي دي چې له کومې ورځې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ستانه شوي په تیرو څلورو کلونو کې د ښځو د حقوقو د بحران کچه او شدت مخ په زیاتیدو دي. تردې مخکې ، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشرې سوفیا کالتورپ د جمعې په ورځ په جینیوا کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې دیوې نظرپوښتنې له مخې دافغانستان نوي په سلو کې خلک په ښارونو او کلیو کې د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

حوثیانو د اسراییلو په برید کې د خپل وزیراعظم وژنه تایید کړې ده

په یمن کې حوثي یاغیانو تایید کړې چې د اسراییلو په وروستي برید کې یې وزیراعظم او د کابینې لوړپوړي غړي وژل شوي دي.اسوشيېټېډ پرېس، رویټرز او نورو اژانسونو د حوثیانو په حواله ویلي، د هغوی وزیراعظم احمد غالب ناصر الرهوي د اګست پر ۲۸مه د اسراییلو په هوايي برید کې وژل شوی دی. اژانسونه وايي، دا د هغې ایران پلوې ډلې پر وړاندې د اسراییلو، امریکا او برېتانیا د بمباریو له پیل راهیسې تر ټولو لوړپوړی کس دی چې وژل شوی دی. حوثیانو د الرهوي وژنه د اګست پر ۳۰مه تایید کړه او د غچ اخیستو خبرداری یې ورکړی دی. هغې ډلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سلګونه کورنۍ تیره ورځ له پاکستان افغانستان ته ستنې شوي دي

په داسې حال کې چې پاکستان کې د پی او آر کارټ لرونکو افغان کډوالو د پاته کیدو مهلت سبا دوشنبې پای ته رسیږي، تیره ورځ شاوخوا ۱۴۸۰ کورنۍ له پاکستان افغانستان ته ستنې شوي دي. د طالبانو ترکنټرول لاندې د باختر دولتي خبري آژانس رپوټ ورکوي چې لدې جملې ۱۳۰۸ کورنۍ د تورخم له لارې ، ۱۴۵ کورنۍ د سپین بولدک ، ۱۵ کورنۍ د پکتیا د انګورو اډې ، او ۹ کورنۍ د هلمند د بهرامچې دبندر له لارې افغانستان ته ستنې شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.ار) وایي، شاوخوا یو اعشاریه ۴ میلیونه افغان کډوال پاکستان کې د POR کارتونه لري. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې ته په ۳۱ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزه ۲۰ اووره سیالیو په لوبه کې یو بل ته مخامخېږي. ټاکل شوې چې د شارجې په لوبغالي کې د سېپټېمبر لومړۍ نېټې سیالي د کابل پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د پېښور پر اتو بجو پیل شي. تر دې یوه ورځ مخکې پاکستان په خپله دویمه سیالۍ کې متحده عربي اماراتو ته په ۳۱ منډو ماتې ورکړه. په شارجې کې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې بیټېنګ (توپوهنه) غوره کړ. د پاکستان ټول لوبغاړي په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې په ۲۰۷ منډو وسوځېدل. صایم ایوب ۶۹، حسن نواز ۵۶ او محمد نواز ۲۵ منډې وکړې. Читать дальше...




Mashaalradio.com 

د پېښور کرکټ لوبغالي کې د سېلاب ځپلو لپاره خیراتي سیالي شوې

په پېښور کې د کرکټ په لوبغالي کې د خیبر پښتونخوا د سېلاب ځپلو د مرستو لپاره د پېښور زلمي او پاکستان لېجېنډز لوبډلو ترمینځ سیالي شوې. د اګست پر ۳۰مه د سیالۍ لیدو ته ګڼ خلک ورغلي ول. په دواړو لوبډلو کې د پاکستان یوشمېر اوسني او پخواني نومیالي کرکټران شامل ول. دا په ۱۹ کلونو کې لومړی ځل وو چې د پېښور په لوبغالي کې د دومره لوړې سطحې سیالي وشوه. منتظمین وايي، له لوبې تر لاسه شوې پیسې په سېلاب ځپلو کې وېشي او زیاتوي چې هیله لري په هغه لوبغالي کې د کرکټ نړیوالې سیالۍ بحالې شي. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

سبا د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کریکټ لوبډلې سره مخامخېږي

په متحده عربي اماراتو کې د کوربه هېواد او افغانستان او پاکستان د کریکټ د درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې سبا دوشنبه د افغانستان او اماراتو لوبډلې لوبه لري. دغه لوبه دوشنبه د کابل په وخت د ماښام په ۷ نیمو بجو د شارجې په کریکټ لوبغالي کې پيلیږي. په دغې لوبلړۍ کې تراوسه د پاکستان-افغانستان او پاکستان-اماراتو ترمنځ یوه یوه لوبه شوې چې دواړه هغه پاکستان ګټلې دي. افغان لوبډله د همدې اونۍ د سه شنبې په ورځ له پاکستان سره دویمه لوبه لري.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر د شانګهای په سرمشریزه کې د ګډون په هدف چین ته ورسېد

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن یکشنبه د چین تیانجین ښار ته ورسېد. پوتین د چین د ولسمشر شي جین پېنګ په کوربه توب د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې ګډون کوي. دا سرمشریزه تر دوشنبې پورې دوام لري او د ایران او ترکیې په ګډون د یوشمېر نورو هیوادونو مشران هم برخه په کې اخلي. د سرمشریزې په څنډه کې به پوتین د اوکراین د جګړې او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره خبرې وکړي. د شانګهای همکارۍ سازمان، چې چین او روسیه یې د ناټو د بدیل په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې نژدې یو نیم میلیون افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت سبا پای ته رسیږي

په پاکستان کې ( پي.او.ار) کارت لرونکو افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت سبا دوشنبه ( د سپتمبر لومړۍ نیټه) پای ته رسیږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.ار) وایي، شاوخوا یو اعشاریه ۴ میلیونه افغان کډوال پاکستان کې دغه کارتونه لري. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د سپتمبر له لومړۍ نیټې وروسته به دغه ډله افغانان په زور افغانستان ته ستنوي. د دې کډوالو د کارتونو موده دوه میاشتې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه پای ته رسیدلې، خو پاکستان یې له تمدیدېدو ډډه کړې ده. کډوالو ته ورکړل شوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رواداري په نوم څارونکي بنسټ افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پیښې مستندې کړي

د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په افغانستان کې د هدفي، ناقانونه  او مشکوکو وژنو ۲۵۱ پېښې ثبت کړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus