Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پاکستان ولسمشر پر مخالفتونو سربېره په ترهګرۍ ضد قانون کې د بدلونونو مسوده لاسلیک کړې

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د مخالفو ګوندونو پر نیوکو سربېره د ترهګرۍ ضد ترمیمي قانون مسوده لاسلیک کړې ده.دولتي راډیو وايي، مسوده د اګست پر ۳۱مه د ولسمشر له لاسلیک سره د قانون په بڼه نافذه شوې ده. راډیو وايي، د قانون موخه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د امنیتي ادارو وړتیا زیاتول او د ملي امنیت خوندي کول دي.

سرکاري رسنۍ وايي، په قانون کې د بدلونونو یوه بله موخه په حراستخانو کې د شفافیت او احتساب باوري کول دي.

نوي بدلونونه د ۱۹۹۷ز کال په ترهګرۍ ضد قانون کې شوي دي چې روانه میاشت قامي اسمبلۍ او سېنېټ تایید کړل خو مخالفو یا اپوزیشن ګوندونو ورباندې انتقاد وکړ.

د ترمیمي قانون له مخې اوس حکومت او پوځ په "ملي امنیت ضد فعالیتونو، هدفي بریدونو، باج اخیستو (بته خورۍ)، د تاوان لپاره د خلکو تښتولو" او په نورو ورته پېښو کې د ککړتیا په تور خلک نیولای او تر درو میاشتو پورې یې له ځان سره ساتلای شي.

مخالف ګوندونه او د بشري حقونو سازمانونه پر تازه بدلونو نیوکې کوي او وايي، نوی قانون د پولیسو او امنیتي ادارو واک پراخوي.

خو د ولسمشر دفتر د اګست پر ۳۱مه د مسودې تر لاسلیک وروسته په بیان کې ویلي، نوی قانون د "قضايي څار" او د نیول شویو د "خوندیتوب" ضمانت ورکوي.

په نوي قانون کې راغلي چې که د شک پر اساس د نیول شوي کس د حراست موده تر درو میاشتو زیاتېږي نو بیا به یې د اساسي قانون یا ایین د ۱۰مې مادې له مخې حقونه خوندي کېږي. هغه ماده وايي چې چارواکي باید یو کس د هغه د نیولو له وجوهاتو خبر کړي، له وکیل سره د مشورې ورکړي او تر نیول کېدو وروسته د ۲۴ ساعتونو په موده کې عدالت ته وړاندې شي.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

خلکو د هدفي بریدونو پر ضد وخت په وخت مظاهرې، پرلتونه او احتجاجونه هم کړي دي او له حکومته یې د خلکو د سر او مال د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا ترڅنګ د پاکستان مرکزي حکومت هم وايي چې د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus