د طالبانو حکومت: د نجونو پر زده کړو د محدودیت ختمولو لپاره شرعي جواز ته اړتیا ده چې دیني عالمان قانع شي
په داسې حال کې چې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نجونو په زده کړو د طالبانو محدودیت لا هم خپل ځای دی د طالبانو حکومت ویاند وايي، په دې مسله لا هم کار روان دي تر څو کره شرعي جواز ترلاسه شي. ذبیح الله مجاهد پرون شنبه د اګسټ ۱۶ مه طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون ته ویلي:"د خوېندو عفت مهم دی، د هغوی تګ راتګ هم ارزښت لري. له شرعي اړخه باید کره جواز ترلاسه شي، څو ديني عالمان قانع کړو. " خو له زده کړو راګرځول شوې یو شمېر نجونې ټینګار کوي چې زده کړې د دوی انساني او اسلامي حق دی او... Читать дальше...