Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Август
2025

Новости за 10.08.2025

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو جوپې - جوپې بېرته راستنېدو کابل له استوګنیزو ستونزو سره مخ کړی دی

په تېرو اتو میاشتو کې نږدې ۲ ميليونه افغان کډوال له ايران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي چې ډېری یې له دغو دواړو هېوادونو په زوره ایستل شوي دي. د دې کډوالو ډېره برخه کابل ته راغلې او د افغانستان په پلازمېنه کې د استوګنې د موندلو په هڅه کې دي.

Mashaalradio.com 

مستونګ کې له کوټې څخه پېښور ته پر تلونکي اورګاډي چاودنه شوې ده

د بلوچستان په مستونګ کې له کوټې څخه د لاهور او راولپېنډۍ پر لاره پېښور ته پر تلونکي جعفر اېکسپرېس چاودنه شوې چې پکې د چارواکو په خبره، چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.یو پولیس تاڼېدار اختر بنګلزي مشال راډیو ته وویل، چاودنه د اګست ۱۰مې پر سهار له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۳۰ کېلومیټره لیرې سوېل ختیځ لوري ته له پروت سپېزنډ تمځي سره نېږدې شوې چې له کبله یې د اورګاډي انجن او شپږ ډبې (بوګۍ) له پټلۍ ښکته شوې. دی وايي، د پټلۍ خرابېدو له وجې له کوټې څخه د پاکستان نورو برخو ته د مساپر لېږدوونکو اورګاډو تګ راتګ ځنډېدلی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بندیانو یو شمېر کورنۍ: د طالبانو په محاکمو کې تورنو کسانو ته د دفاع حق نه ورکول کېږي

د پکتیا ولایت یو اوسېدونکی دی چې وایي طالبانو دوه اونۍ د دغه ولایت د څمکنیو ولسوالۍ دوه اوسېدونکي چې دی ورسره پېژني د غلا په تور په عام محضر کې په درو ووهل. ده چې د موضوع د حساسیت له امله ونه غوښتل راپور کې یې خپل او د هغو کسانو نومونه چې په درو وهل شوي واخیستل شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان اوس په شپږ - شپږ میاشتو بند محکوم او په زندان کې دي: “دوی یې په درو ووهل، لومړی یې بازار کې اعلانونه وکړل او خلک یې ورته راټول کړل چې تاسو راشئ، پورته قاضي سټډیوم ته، دوه کسان مو نیولي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په ستنیدو کابل کې د کورونو کرایه لوړه شوې

د کابل د کورونو کرايه په تېر يو کال کې دوه برابره لوړه شوې ده. ايران او پاکستان څخه د څه دپاسه دوه ميليونه ستنو شویو افغانانو په راتګ سره د کورونو کمښت لا پسې شديد شوی دی. د جایدادونو دمعاملاتو ځینې دفترونه وايي ځينو مالکانو د کډوالو له راستنېدو وروسته کرايې دوه برابره کړي دي. د طالبانو چارواکي د کورونو د کمښت بحران نه مني، خو داسې ښکاري چې په ځینو مواردو کې د سړک جوړونې د پروژو لپاره د کورونو ورانولو د کورونو عرضه کمه کړې ده. کابل ته راستنېدونکي او پلازمینه کې پخواني اوسېدونکي، په ځانګړي ډول... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کوز دیر کې خلکو "امن پاڅون" کړی دی

په کوز دیر کې خلکو د "امن پاڅون" په نوم احتجاجي جلسه کې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده. د اګست ۱۰مې دا غونډه پر داسې مهال شوې چې په شاوخوا ضلعو کې امنیتي وضع خرابه ده او د دیر په میدان کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پیلولو ګونګوسې دي چې پوځ لا رسماً نه دي تایید کړي البته ګورنر فیصل کریم کونډي د اګست پر اوومه په سوات کې خبریالانو ته ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د ناامنۍ ضد هر ډول اقدامات کوي. ده زیاته کړه چې پوځي عملیات یا مذاکرات د وفاقي حکومت په واک کې دي او هغه به خپل مسوولیت ادا کوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کراچۍ ټرانسپورټرانو د لاریو سوځولو ضد پرلت وهلی دی

په کراچۍ کې د ډمپر ټرکونو د ټولنې غړو تر هغې وروسته احتجاجي پرلت وهلی دی چې پارېدلو کسانو لږ تر لږه اته لارۍ وسوځولې. پولیس وايي، د اګست پر ۱۰مه سهار پر راشد منهاس سړک یو ټرک پر موټرسایکل سپاره خور او ورور ووهل چې وروسته یې سا ورکړه. د دې پر ضد پارېدلو خلکو پر هغو مال لېږدوونکو ګاډو حملې وکړې. پولیس وايي، د ټرکونو سوځولو په تړاو یې ۱۵ تنه نیولي دي. وروسته ټرانسپورټرانو احتجاجي ناسته پیل کړه او د کراچۍ او حیدر اباد ترمینځ سړک یې تړلی دی. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د یوناما تازه رپوټ : برحاله چارواکي زده کړو ته دنجونو دلاسرسي په مخنیوي ، او په بدني سزاګانو د بشري حقوقو نقض ته دوام ورکوي

یوناما ،په افغانستان کې د بشري حقوقو د وضعیت په اړه خپل تازه رپوټ کې وايی برحاله چارواکي زده کړو ته دښځو او نجونو دلاسرسي په مخنیوي ، د ښځو د تګ راتګ په محدودولو او په بدني سزاګانو د بشري حقوقو نقض ته دوام ورکوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی ، یوناما، خپل نوي رپوټ کې وايی برحاله چارواکو له شپږم ټولګی څخه پورته زده کړو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي مخنیوي ته دوام ورکړی او د لیسو د فارغانو او کانکور آزموینو کې یې د ښځو او نجونو ګډون ته هیڅ اشاره نه ده کړې. رپوټ وړاندې په هرات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رسنیو د ملاتړ سازمان: په درېیمو هیوادونو کې افغان خبریالان په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي

په داسې حال کې چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه د پاکستان او ایران په ګډون په درېیمو هیوادونو کې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوني یو شمېر دغه خبریالان وايي د نورو ډېرو ستونزو ترڅنګ اوس مهال د جبري اخراج له خطر سره هم مخ دي. په پاکستان مې میشته یوه افغانه خبریاله زهرا وايي د دغه هیواد له لوري د ویزو د تمدید د پروسې د بندیدو ترڅنګ پولیس دوی نیسي او ډیپورت کوي یې: نوموړې وویل:" زه خپله یو ځل د پولیسو له لوري ونیول شوم، اوس هم چې هغه وضعیت او د خپلو اولادنونو ژړاوې چې رایادوم راته ډېره سخته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان نمبر پلیټ بار وړونکو موټرو چلوونکي: پاکستان د ورتګ اجازه نه راکوي

په داسې حال کې چې د روانې اګسټ له لومړۍ نېټې وروسته د پاکستان او افغانستان دواړو هیوادونو د سوداګریزو موټرو چلونکو او مرستیالانو ( کلینرانو) ته یې د ویزو درلودل لازمې شوي، یو شمېر دوی شکایت کوي، دا چې موټرې یې پاکستاني نمبر پلیټ لري د پاکستان سفارت وزیره نه ورکوي. دوی وايي له همدې امله لسګونه لارې په تورخم کې افغانستان غاړې ته بندې پاتې دي. یو موټر چلونکې چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل دې چارې سخت اندېښمن کړي دي. ده زیاته کړه: "چې موټر پاکستانی وي، او موټر چلونکې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کره کتونکي د قریشي شاعري "د پښتو غزل سينګار" بولي

مطیع الله قریشي د پښتو له نومیالیو رومانوي شاعرانو یو دی چې ځینې کره کتونکي یې شاعري "د پښتو غزل سينګار" بولي. د پښتو غزل بابا امیر حمزه خان شینواري قریشي "د پښتو داغ دهلوي" باله. البته اوسنیو لیکوالانو او کره کتونکو د نوموړي کار او زیار ته زیات پام نه دی کړی. نوموړي په خپل ژوند کې څلور شعري ټولګې چاپ کړې وې او په ادبي غونډو کې به یې زیات ګډون نه کاوه. هغه د پاکستان په بیوروکراسۍ کې په لوړو څوکیو دنده ترسره کړې. د مطیع الله قریشي د ژوند او شاعرۍ په اړه دا خپرونه واورئ.

Pa.azadiradio.com 

اروپايی مشران ، په داسې حال کې چې زیلنسکي د ځمکو د تبادلې وړاندیز رد کړ، په روسیې د لا زیات فشار غوښتنه کوي

اروپايي مشرانو، وروسته لدې چې کیف روسیې ته د ځینو ځمکو د ورکولو په هکله د امریکا د متحدو ایالاتو د وړاندیزونو په وړاندې غبرګون وښود ، د شنبې په ورځ یوځل بیا د اوکراین په ملاتړ ټینګار وکړ. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل د اوکراین د راتلونکې په هکله " له اوکراینیانو پرته پریکړه نشي کیدی. "




Mashaalradio.com 

اروپايي مشرانو د اوکراین د "کلک" ملاتړ څرګندونه کړې او وايي کییف د خپل "برخلیک ټاکلو ازادي" لري

اروپايي مشرانو تر هغې وروسته د اوکراین "کلک" ملاتړ ته د دوام ورکولو تکرار کړی دی چې کییف د امریکا د هغو وړاندیزونو چې روسیې ته خپله یو څه خاوره وسپاري مخالفت وکړ.د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي، "له اوکراینیانو بغیر" د اوکراین د راتلونکې "پرېکړه نه شي کېدای." د برېتانیا، فرانسې، اېټالیا، جرمني، پولینډ او فېنلینډ مشرانو د اګست پر نهمه په ګډ بیان کې ویلي، "موږ باور لرو، یوازې هغه تګلاره چې فعاله ډېپلوماسي، د اوکراین ملاتړ او د روسیې پر فېدراسیون د خپلې ناقانونه جګړې ختمولو لپاره فشار یوځای کړي،... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

یو اوکراینی سرتېری لاسونه او پښې نه لري خو ګاډی چلولی شي

جنګ د یو اوکرایني سرتېري مېکولا شاټ ژوند بدمرغه کړ. انسان په لاسونو او پښو کار او حرکت کوي خو نوموړی ترې محرومه شوی دی. خو ډاکټرانو نوموړي ته ځانګړي مصنوعي لاسونه او پښې ولګول چې په مټ یې هغه نه یوازې تګ راتګ او کار کولی شي، بلکې یو مخصوص ګاډی هم چلولی شي. نور تفصیل د اېسوشیېټېډ پرېس له ویډیو جوړ په دې راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ایران د حزب الله له بې وسلې کولو سره مخالفت وښود

ایران د لبنان د حکومت د هغې پریکړې مخالفت کړی چې ویلې یې دي، حزب الله ډله بې وسلې کوي. حزب الله یوه سیاسي او پوځي ډله ده چې امریکا یې د ترهګرو په توګه پيژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تورلست کې شامله کړې. فرانس پریس د ایران د تسنیم خبري اژانس په حواله ویلي، د ایران د مشر ایت الله علي خامنه یي ستر سلاکار علي اکبر ولایتي د حزب الله له بې وسلې کولو سره مخالفت ښودلی. د لبنان کابینې تیره اونۍ خپل پوځ ته دا واک ورکړ چې د دولت د واک د انحصار لپاره کار وکړي او دې اقدام کې د کال تر پایه د حزب الله بې وسلې کول هم شامل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ټرمپ او پوتین د لیدو په درشل کې اروپایي مشرانو د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا پر خوندیتوب ټینګار وکړ

د اروپایي ټولنې مشرانو د روسیې او اکراین د سولې د خبرو په درشل کې له اوکراینه کلک ملاتړ اعلان کړی دی. دا وروسته تر دې چې امریکا وړاندیز وکړ چې اوکراین دې د خپلې خاورې یوه برخه روسیې ته ور پریږدي او کیف پر دغه وړاندیز باندې غبرګون وښود.

Pa.azadiradio.com 

لسګونه زره اسراییلیانو د غزې د جګړې له پراخولو سره مخالفت وښود

لسګونه زره اسراییلیانو په تل ابیب کې د غزې د جګړې د پراخوالي په ضد مظاهره وکړه. د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) لیکلي، دغه کسان پرون شنبه ( د زمري ۱۸مه) وروسته تر هغه سړکونو ته راووتل چې د اسراییل دولت په غزه کې د جګړې د پراخولو طرحه وړاندې کړه. مظاهره د هغې ټولنې له خوا جوړه شوې وه چې غړي یې غزه کې د برمته شویو اسراییلیانو خپل خپلوان دي. دوی وایي چې د غزې د جګړې پراخول به هلته پاته برمته شوي اسراییلیان هم له خطر سره مخامخ کړي. د اسراییل د صدر اعظم بنیامین نتنیاهو کابینې د جمعې په ورځ د عملیاتو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هند هوایي ځواک: له پاکستان سره د مې میاشتې د جګړې پرمهال د هغوی ۵ جیټ الوتکې ویشتل شوي

د هند د هوایي ځواکونو قومندان وایي، له پاکستان سره یې د مې میاشتې د څلور ورځنۍ جګړې پر مهال د هغوی پنځه جیټ الوتکې او یوه بله پوځي الوتکه ویشتلې ده. مارشال اې پي سینګ دغه څرګندونې پرون شنبه ( د زمري ۱۸مه) په بنګلور کې یوې غونډې ته وکړې او د رویټرز په حواله، دا لومړی ځل دی چې د هند یو لوړپوړی چارواکی له پاکستان سره د جګړې دا ډول جزیات رسنیز کوي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا دا خبرې رد کړي او ویلې یې دي، هند د پاکستان هیڅ یوه الوتکه نه ده ویشتلې. د کشمیر په پهلګام کې پرسیلانیانو له خونړي برید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د محمود شا حبیبي نامعلوم برخه لیک، متحده ایالات داسې شواهد لري چې هغه د طالبانو مخفي پولیسو نیولی و

د امریکا متحده ایالتونه داسې شواهد لري چې ښيي افغان الاصله امریکایی محمود شا حبیبي د طالبانو د مخفي پولیسو له خوا په کابل کې نیول شوی دی. رویټرز خبري اژانس د شنبې په ماښام ( د زمري ۱۸) لیکلي چې دغه شواهد دوی هم کتلي دي. د طالبانو حکومت بیا د شاوخوا درې کلونو په تیرېدو د ښاغلي حبیبي چې د جمهوریت پر مهال د هوایي چلند وزیر و، د نیولو راپورونه ردوي او وایي د ځای ځایږي په اړه یې معلومات نه لري. د حبیبي کورنۍ د طالبانو د ځینو غړو د معلوماتو په حواله مخکې ازادۍ راډیو ته ویلي و چې حبیبي د طالبانو له خوا القاعده شبکې ته سپارل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي د ښځو د حقونو په اړه اندیښنې بې ځایه بولي، خو ښځې دا ادعا له واقعیته لرې ګڼي

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو ان -ومن) هغه راپور رد کړ چې ویلي یې وه، افغانستان ته ستنې شوې ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus