اسدالله لودین په دغې خبري ټولګه کې د نن ورځې مهمو پيښو ته کتنه کړې
د نن ورځې مهم -لنډ خبرونه
د نن ورځې مهم -لنډ خبرونه
د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د دیني مدرسو ښځینه زده کوونکې او استادان وایي چې په دې وروستیو کې یې طالبانو مدرسې بندې، ځینې یې محدودې او ځینو ته یې د بندېدو خبرداري ورکړي دي. تازه یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په دیني مدرسو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی.
د خیبر پښتونخوا په کواټ (کوهاټ) کې د مېوو او سبزي منډیۍ کاروباریان وايي د سېپټېمبر له پیله د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو د جبري اخراج حکومتي پرېکړې اندېښمن کړي دي. اسلام اباد د اګست په پیل کې د پي او ار کارډ لرونکو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو سپارښتنه وکړه. افغان سوداګرو د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، په دومره لنډ وخت کې کاروبار نه شي ټولولای. دوی وايي، که حکومت یې هېواد ته د لېږدولو اقدام وکړ نو د کروړونو روپیو تاوان به یې وشي. Читать дальше...
د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې سلګونه افغان کډوالې کورنۍ له خپلو کورونو تر ایستل کېدو وروسته د دغه ښار د "جي ۶"سیمې یوه پارک ته پناه وړې ده. يو شمېر دغه کورنۍ وايي چې د کورونو مالکانو د پاکستان د حکومت د فشارونو له امله دوی له کورونو ایستلي
د غزې اوسیدونکو ویلي چې اسراییلي پوځیانو تیره شپه د غزې ښار او شاوخوا سیمې بمبار کړي دي. دا بریدونه داسې مهال کیږي چې اسراییل پرون چهارشنبه د حماس د سنګرونو دله منځه وړلو په خاطر غزه کې د پراخه عملیاتو د پيل اعلان وکړ. حماس د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پيژندل کیږي. د دغو عملیاتو له مخې به، چې طرحه یې د کابینې تایید کړې، د اسراییل شپیته زره زخیره سرتیري جګړې ته د تګ اجازه ترلاسه کړي چې ورسره د بشري ناورین د بدتره کېدو ویره شته. د اسراییل دغو عملیاتو نړیوال غبرګونونه او کورني مخالفتونه پارولي دي.
د " کټوازي ګروپ" په نوم یو خصوصي شرکت چمتو شوی چې کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو د انتقال پر پروژې پانګونه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې پلازمینه کابل کې د اوبو کموالی له وړاندې احساس دی او د مرسي کورپس په نوم یوې موسسې سږ کال خبرداری ورکړی چې دا ښار ممکن تر ۲۰۳۰م کال پورې بشپړ وچ شي. د دغه شرکت مسولانو نن پنجشنبه د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د لیدو پر مهال ویلي، تر دوه اونیو پورې به د پروژې ډیزاین او سروې بشپړه کړي. پخوا د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو... Читать дальше...
د سوات په مینګوره ښار کې د اګست پر ۱۵مه تر لوی سېلاب وروسته لا هم د کورونو، دوکانونو او لارو د پاکولو چارې دوام لري چې پکې د ښار اوسېدونکي او د خیریه بنسټونو غړي هم برخه اخلي. د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د شړکنده بارانونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې تر ۳۵۰ زیات کسان ووژل شول. په عین حال کې صوبايي او وفاقي حکومتونو له ځپل شویو سره د پوره مرستو اعلان کړی دی. ویډيويي رپورټ وګورئ.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي وایي، د یوې کورنۍ د ټولو غړو د قتل عاملان یې نیولي دي. د سره رود ولسوالۍ په سلطان پور سیمه کې تیره سه شنبه ناپيژنده وسله والو د یوې کورنۍ شپږ غړي په ډزو او چړو ووژل چې وژل شویو کې یو سپین ږیری، یوه میرمن او څلور ماشومان شامل دي. دې پيښې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه وپارول. د ننګرهار ولایت یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم واخیستل شي نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي درې تورن کسان د وژل شوې میرمنې نژدې خپلوان دي. Читать дальше...
د اوکراین د جګړې پای ته رسیدو ته د نړیوالو هڅو په ترڅ کې روسیې تیره شپه د اوکراین پر ښارونو د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو پراخ برید کړی دی. د جرمني خبري اژانس نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) د اوکرایني چارواکو په حواله ویلي چې د هوایي دفاع سیستم یې د روسیې ۶۱۴ بې پیلوټه الوتکې او توغندي کشف کړي. اوکرایني رسنیو ویلي چې پلازمینه کیف او لویو کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. پرون ماښام په اکثرو ښارونو کې خلکو ته د هوایي بریدونو د خطر زنګ وهل شوی و او ترې غوښتل شوي وو چې خوندي ځایونو کې پاته شي. د تیرې شپې... Читать дальше...
ایران نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) یو کس په عام محضر کې اعدام کړ. د ایران قضایه قوې پورې اړوند میزان خبري اژانس ویلي چې اعدام شوی کس " د دریو کسانو د وژنې عامل و" چې په ګلستان ولایت کې د پیښ شوي جرم په ځاې کې په دار وځړول شو. د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي. دا په روانه اونۍ کې دویم علني اعدام دی چې په ایران کې ترسره کیږي. د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، دا د روان میلادي کال له پيله دا ۷م علني اعدام دی چې ایران کې ترسره کیږي. دغه سازمان دا ډول اعدامونه نړیوالو بشري قوانینو ته بې اعتنایي بللې... Читать дальше...
د سیند چارواکي وايي، په کراچۍ ښار کې د بارانونو پر مهال پېښو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. چارواکو د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، د اګست پر ۱۹مه او ۲۰مه د پرله پسې بارانونو پر مهال پېښو لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او تر ۳۰ زیات یې ژوبل کړي دي. دوی وايي، مرګژوبله د برېښنا د تارونو شارټ کېدو او د کورونو د بامونو او دېوالونو پرېوتو له وجې شوې ده. د ابادۍ له پلوه د پاکستان په هغه تر ټولو لوی ښار کې لا هم پر ځینو سړکونو اوبه ډنډ دي او خلک په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخامخ دي. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.
ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) د لومړي ځل لپاره پوځي مانورې پيل کړې دي. د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې سمندري ځواکونه یې په عمان خلیج او د هند په اقیانوس کې خپل توغندي ازمایي. اسوشیتید پریس خبري اژانس وایي، ایراني چارواکي داسې مهال د خپل پوځي قدرت مانورې کوي چې د اسراییل په بریدونو کې یې د هوایي دفاع او اټومي تاسیسات زیانمن شول. ایران شاوخوا ۱۸ زره سمندري ځواک لري، خو په تیره جون میاشت کې له اسراییل سره د بریدونو پر مهال یې په ظاهره له هر ډول لویې حملې څخه ډډه وکړه. Читать дальше...
اسراییلي پوځ د غزې ښار د نیولو لپاره د عملیاتو د لومړنیو پړاوونو پیلولو اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې سرتېري یې ښار ته نېږدې ځای پر ځای شوي دي.د پوځ ویاند اېفي ډېفرېن د اګست پر ۲۰مه خبریالانو ته وویل، "موږ پر غزې ښار د برید لومړني عملیات او لومړني پړاوونه پیل کړي دي او د پوځ ځواکونه اوس مهال د غزې ښار په څنډو کې ځای پر ځای شوي دي." نوموړي زیاته کړه چې دوه لواګانې په زیتون ګاونډ کې فعالیت کوي او په وروستیو ورځو کې یې هلته داسې ځمکلاندې سرنګ (تونل) موندلی وو چې وسلې پکې وې او درېیمه لوا په جبالیا سیمه کې فعاله ده. Читать дальше...
د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ وايي، په پاکستان کې د مېشتو پښتنو د مسلو د هواري لپاره د ټولو پښتنو ګوندونو همغږي اړینه ده. نوموړي د اګست پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د همدې همغږۍ لپاره یې هڅې پیل کړې دي. دی وايي، ترهګري، پر سرچینو د ځايي ولس واک او اختیار نه شتون او له نورو قامونو سره نه برابري د پښتنو تر ټولو مهمې مسلې دي. کاکړ وايي، ټول پښتانه ګوندونه پر دې درو نقطو متفق دي، خو ځینې اختلافات هم لري چې د ده په خبره، ګوند یې ختمول ضروري بولي. خوشال خان کاکړ د... Читать дальше...
د اسراییل پوځ د غزې ښار د نیولو لپاره د عملیاتو د لومړنیو پړاوونو د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي چې ځواکونه یې ښار ته نژدې ځای پر ځای شوي دي. ډیری فلسطینیانو د جدي خطرونو سره سره په غزه ښار کې پاتې کیدل غوره کړي دي؛ دوی باور لري چې په ټوله غزه کې هیڅ ځای په ریښتیا خوندي نه دی. دوی د خوړو، اوبو او نورو اساسي اړتیاوو له کمښت سره مخامخ دی. د اسراییل د پوځ ویاند ایفي ډفرین د چهارشنبې په ورځ، خبریالانو ته وویل: "موږ پر غزه ښار د برید لومړني عملیات او لومړني پړاوونه پیل کړي دي، او د پوځ ځواکونه اوس مهال... Читать дальше...
په غزه کې روغتیايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس او اسراییلو ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې په غزه کې د مړو شویو فلسطینیانو شمېر تر ۶۲ زرو زیات شوی دی او تر ۱۵۶ زرو زیات نور ټپیان شوي دي. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله ګڼي. د بیان له مخې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، د اسراییلي بریدونو په پایله کې ۵۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي. په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله درې نور کسان هم مړه شوي دي. د رویټرز... Читать дальше...
ملاله فنډ (Malala Fund) وايي، له درې میلیونو ډالرو زیاته مرسته په افغانستان کې دننه په بدیلو تعلیمي پروګرامونو او همدارنګه په نړیواله کچه"د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه" د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو لپاره په نړیواله عدالت غوښتنه لګوي. د دغه بنسټ په اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځې ( د اګست په سلمه) خپره شوې راغلي، د دې پروګرام یوه برخه د ۱۰ زره څخه ډېرو افغانو نجونو ته د منځني ښوونځي له دورې پورته ټولګیو د انلاین زده کړو لپاره ده، چې لوړو زده کړو ته د زمینې برابرولو لپاره به ورته نړیوال اعتبار لرونکې تحصیلي اسناد وړاندې کړي. Читать дальше...
متحده عربي اماراتو په هرات ولایت کې د ترافیکي پیښې د قربانیانو په اړه ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې د غمشریکي څرګنده کړې ده. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په هرات کې د ترافیکې پېښې د قربانیانو شمېر ۷۹ تنه ته رسېدلی دی. د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع د اګسټ په ۲۰ مه رسنیو ته وویل چې په مړو شویو کسانو کې ۱۹ یې یوازې کوچنیان دي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت دا ترافیکي پېښه ټکان ورکونکې بللې او ویلي یې دي چې په دې اړه د څېړنو امر شوی دی. دا... Читать дальше...
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره ولیدل. د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې وانګ یي په دې خبرو کې وويل چې چين اقتصادي پرمختګ ته د لومړيتوب ورکولو د تګلارې ملاتړ کوي او د دې پرمختګ لپاره مرستې ته لېواله دی. وانګ يي زیاته کړې چې چين به د طالبانو د شتمنيو له کنګل سره مخالفت ته دوام ورکړي، او په سرحدي سيمو کې د سولې او ارامښت د ساتلو لپاره به د واخان دهليز کې د دوه اړخيزو ګزمو د بیا پيل ملاتړ وکړي. همداراز ده له طالبانو... Читать дальше...
د پاکستان په اسلام اباد کې لسګونو کورنۍ په عامه پارکونو کې اوسېدو ته اړې شوې دي. وروسته له هغه چې پاکستان له دې هیواده د افغان کډوالو ایستل پیل کړل، ګڼ شمېر افغانان وايي چې د کورونو څېښتنانو دوی د کرایې له کورونو وایستل او دوی اوس د سرپناه ځای نه لري. د افغان کډوالو پر وړاندي په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستاني چارواکو د سختو اقداماتو له مخې د اخراج لړۍ ګړندۍ شوه. ملګري ملتونه وايي چې پاکستان د سپتمبر تر لومړۍ نیټې مخکې د راجستر شویو افغانانو ایستل پیل کړي دي چې کولی شي له یو ملیو زیات یې وتلو ته اړ کړي. دا... Читать дальше...