Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2025

Новости за 22.08.2025

Mashaalradio.com 

سېلاب ځپلي وايي ولسي وګړي یې خدمت ته ولاړ دي

د خيبر پښتونخوا سېلاب ځپلي وايي، هر ځای عام ولس ورسره مرسته کوي او خدمت ته یې ولاړ دي. دوی وايي، رضاکاران یې هم د مړو لټون کوي او هم یې کورنیو ته خواړه، اوبه، دواګانې او نورې اسانتیاوې برابروي. په همدې حال کې صوبايي حکومت هم ویلي چې سېلاب ځپلو ضلعو ته یې په مرستو بار لارۍ لېږدولې دي او هلته یې ګرځنده کلېنېکونه او طبي کیمپونه جوړ کړي دي. د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې تر شړکنده بارانونو وروسته سېلابونو شاوخوا ۴۰۰ کسان ووژل او سلګونه کورونه یې زیانمن او ړنګ کړل. د رویټرز،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په تورخم کې د افغان سوداګرو تازه ستونزې

د تازه میوو او سبزیو ځینې افغان سوداګر شکایت کوي چې د پاکستان حکومت لخوا له ویزو او پاسپورټ پرته د  موټر چلوونکو پر تګ، راتګ د لګولو شویو محدودیتونو له امله تورخم کې افغانستان غاړې ته په تازه میوې او سبزیو بار په لسګونه موټرې بندې پاتې دي.

Pa.azadiradio.com 

ټلېګراف: د یوې استخباراتي معاملې له مخې، طالبان د بریتانیا پخواني جاسوسان تهران ته سپاري

بریټانوۍ ورځپاڼې ټلیګراف راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت د "مرګ لېست" ایران ته سپارلی او په ټکو یې ټاکل شوې، درې افغانان چې طالبانو بریټانیا ته د جاسوسۍ په تور نیولي، سپاه پاسداران ته وسپاري.

Pa.azadiradio.com 

اسراییل حماس ته سخت خبرداری ورکړ

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاتز وایي، که حماس د بې وسلې کولو، د ټولو پاتې یرغمل شویو کسانو خوشې کولو او د اسراییل په شرایطو د جګړې پای ته رسولو سره موافقه ونکړي، غزه به ویجاړه کړي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې پر کډوالو فشار، هغه افغان خبریالان هم ایستل کیږي چې هلته زیږیدلي دي

پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونو پر هغو خبریالانو هم ژوند تنګ کړی چې کلونه کلونه هلته اوسیدلي او ان هغوی چې هلته زیږیدلي دي. دا د هغو افغان کډوالو په ډله کې راځي چې د ( پي.او.ار) کارتونه لري او موده یې پای ته رسیدلې ده.

Pa.azadiradio.com 

وسله والو د ایران په ایرانشهر کې د پولیسو پر موټر ډزې کړي

د ایران فارس خبرې اژانس نن خبر ورکړ چې ناپیژاندو وسله والو د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ایالت په ستر ښار ایرانشهر کې د پولیسو پر دوو موټرو ډزې وکړې. فارس خبرې اژانس په دې پېښه کې د پنځه پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړ. دغه اژانس د یوشمیر پولیسو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی، خو د ټپیانو شمیرې یې نه دې څرګندې کړي. د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې تر ډیره دا ډول بریدونه سني بلوچ یاغیان کوي، خو د ننۍ پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

Mashaalradio.com 

چین د پوتین او مودي په ګډون له ۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو مشران د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې ته وربللي دي

د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال لیو بېن وویل، غونډې ته یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند وزیراعظم نرېندرا مودي او د ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون له ۲۰ څخه د زیاتو حکومتونو مشران وربللي دي.

Pa.azadiradio.com 

له باجوړه بې کوره شوي وايي له مرستو بې برخې دي

د باجوړ د ماموند سیمې اوسېدونکي چې د مشکوکو وسلوالو پر ضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له امله بې کوره شوي، وايي له حکومتي مرستو بې برخې پاتې دي. د غیررسمي شمېرو له مخې، د جولای پر ۲۹مه د عملیاتو له پیل راهیسې تر سلو زرو زیات کسان بې کوره شوي او د باجوړ او خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې مېشت دي. هغه کسان چې د عنایت کلا په ښوونځي کې ځای پر ځای شوي، وايي په لومړیو ورځو کې الخدمت فاونډېشن د مرستو لپاره د دوی له کورونو معلومات ټولول او وروسته حکومت هم څو ورځې چای او ډوډۍ ورکوله، خو اوس یې دا مرستې بندې شوې دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

له ماموندو بې کوره شوي وايي له مرستو بې برخې دي

د باجوړ په ماموندو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له وجې بې کوره شوي خلک وايي، له حکومتي مرستو بې برخې دي. د نارسمي ارقامو له مخې، د جولای پر ۲۹مه د عملیاتو له پیل راهیسې تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کسان کډوال شوي دي چې د باجوړ او خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې پراته دي. د عنایت کلا په های سکول کې مېشت کډوال وايي، په لومړیو ورځو کې ورته د الخدمت فاونډېشن په نوم ناحکومتي سازمان له کورونو وظیفې ټولولې او بیا ورته حکومت هم څو ورځې د چای او ډوډۍ بندوبست کاوه، خو اوس ورباندې هغه مرستې بندې دي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې د موټرو ټکر ګڼ کسان ټپيان کړي

د بغلان په دوشي ولسوالي کې د یوه مسافر وړونکي سرویس او بل موټر د ټکر له امله څلرویشت کسان ټپیان شوې دي. دا ټکر تیره شپه د دوشي ولسوالي د سنګ سلاخ مکتب په سیمه کې وشو. د بغلان د پولیسو قومانداني په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې دا پیښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ۵۸۰ بس له پلخمري څخه کابل ته روان و چې له یوې لارۍ سره ټکر شو. ټپیان، چې نارینه، ښځې او ماشومان پکې شامل دي، د دوشي ولسوالۍ امبولانسونو او ځینو شخصي موټرو لخوا د بغلان ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي. د یو شمیر کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي امنیتي اجازه لغوه شوه

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي توماس ویسټ امنیتي اجازه لغوه کړه. ښاغلی ویسټ اوس د سنا د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې دنده ترسره کوي. دی د هغو ۳۷ پخوانیو او اوسنیو امریکایي چارواکو په لیست کې دی چې امنیتي اجازه یې لغوه شوې ده. د امریکا د ملي استخباراتو ادارې دا کسان تورن کړي چې د شخصي یا ګوندي اهدافو د پرمختګ لپاره یې اطلاعات سیاسي کول، د محرمو اطلاعاتو په خوندي ساتنه کې پاتې راغلي او د استخباراتي تحلیل د مسلکي معیارونو له اصولو سره سم عمل یې نه کاوه. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

صاحبزاده هارون رشید: پوځ او وسلوالو د دایمي امن لپاره باجوړ جرګې ته واک ور نه کړ

د باجوړ جرګې مشر صاحبزاده هارون رشید وايي، د روانې میاشت په پیل کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، امنیتي ځواکونو او حکومت ترمینځ جرګې په موقتي ډول کامیابي ترلاسه کړه او په نتیجه کې یې د لنډمهالي اوربند پر وخت له لوی ماموندو زرګونه کورنۍ خوندي ځایونو ته ولاړلې، خو پوځ او وسلوالو د دایمي سولې لپاره جرګې ته واک ور نه کړ. نوموړي د اګست پر ۲۱مه په یوه ځانګړې مرکه کې مشال راډیو ته وویل، کله چې د باجوړ جرګې غړي ټي ټي پي ته ورغلل نو هغوی د سولې لپاره په قبایلي ضلعو کې د شریعت د نفاذ غوښتنه کوله. رشید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو اوکراینی د روسیي ګازو د پایپ لاینونو د تخریب په تور نیول شوی

په ایټالیا کې یو اوکراینی د هغو چاودنو په تور نیول شوی چې په ۲۰۲۲ کال کې ترسره شوې وې او د نورد سټریم ګازو پایپ لاینونه یې زیانمن کړي وو. شکمن کس، چې د ایټالیا پولیسو یې نیول تایید کړي ، د جرمني څارنوالانو لخوا د جرمني د محرمیت قوانینو سره سم یوازې د سرهي K په نوم پیژندل شوی. د جرمني فدرالي څارنوالانو وویل چې هغه له یوې ډلې سره د تړاو په تور تورن دی چې ادعا کیږي د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په شپږ ویشتمه د ډنمارک د بورنهولم ټاپو ته نږدې د بالتیک سمندرګي په غاړه کې د نورد سټریم یو او نورد سټریم ۲دوه پایپ لاینونو کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ایران وايي د بې اسناده افغانانو د ایستلو په برخه کې د طالبانو له حکومت سره تفاهم لري

په داسې حال کې چې په جون کې له ایرانه د افغانانو ایستل په بېساري ډول زیات شول د طالبانو حکومت له تهرانه په بیا بیا ورته غوښتنې وکړې او د کډوالو د ایستلو پر بهیر یې انتقاد هم وکړ.

Pa.azadiradio.com 

د کراچۍ په یوه ګودام کې د چاودنې له امله ۴ کسه مړه شوي دي

په پاکستان کې په یوه ګودام کې په څو چاودنو کې لږترلږه څلور کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شول. پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا پیښه د کراچۍ ښار په یوه مزدحمه سیمه کې رامنځته شوه. د کراچۍ د پولیسو ویاند وویل چې د اورلوبو وسایل په ګودام کې په غیرقانوني ډول ساتل کیده او ګمان کیږي چې د بریښنا شارټي چاودنه رامنځته کړې ده. د هغې لوړ پوړیزې ودانۍ اوسېدونکي چې ګودام پکې موقعیت لري، ایستل شوي او ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

ډان براون د افغانستان لپاره د امریکا نوی شارژ دافیر وټاکل شو

امریکایی ډیپلومات ډان براون د افغانستان لپاره د امریکا د نوي شارژدافیر په توګه نومول شوی دی. د افغانستان لپاره د امریکا سیاسي ماموریت تیره شپه په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) کې د ډان براون د ټاکنې خبر ورکړ او وویل چې د شارژدافیرې کارن دیکر کار پای ته ورسیده او ورته وداع وویل شوه. ډان براون د روان کال د نومبر له میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره د امریکا د سیاسي ماموریت مرستیال په توګه کار کاوه. په افغانستان کې د امریکا سفارت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته وتړل شو. په افغانستان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سېلاب د بونېر قادر نګر کې ښادي په غم بدله کړه

د بونېر په قادر نګر سیمه کې د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه تر شړکنده باران وروسته په سېلاب کې تر ۸۰ زیات کسان ووژل شول. په وژل شویو کې د هغې کورنۍ ۲۴ غړي هم شامل دي چې پکې د یو مساپر زلمي د واده تیاری روان وو. د هغې کورنۍ دوه غړي لا هم ورک دي چې لټون یې روان دی. د کورنۍ یو غړی وايي، سېلاب دومره زورور وو چې د کور هر څه یې د کاغذونو په څېر لاهو کړل. په خیبر پښتونخوا کې وروستیو سېلابونو تر ۳۹۰ زیات کسان وژلي او بونېر یې تر ټولو سخت ځپلی دی. صوبايي او وفاقي حکومتونه وايي، له ځپل شویو سره پوره مرسته کوي. د قادر نګر د کورنۍ کیسه په دې ویډیو کې.

Pa.azadiradio.com 

د سوریې او اسرائیلو وزیرانو سره لیدلي دي

د سوریې با خبره منابعو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر په پاریس کې د اسرائیلو د ستراتیژیکو چارو له وزیر سره لیدلي دي. په دمشق کې د نوي حکومت له تاسیس وروسته دا د اسرائیلو او سوریې د وزیرانو ترمنځ دویمه غونډه ده او په دې وروستیو کې د سوریې په جنوب کې له خونړیو نښتو راهیسې چې اسراییل هم پکې ښکیل وو لومړی دا ډول غونډه ګڼل کیږي. یوې سوري منبع چې ځان یې امنیتي چارواکی معرفی کړی رویترز ته ویلي چې د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسعد شیبانی د تیرې سه شنبې په ورځ پاریس کې د اسرائیلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې طالبانو سره همکاري لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي د طالبانو حکومت د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې له ایران سره همکاري او تفاهم لري. خو عباس عراقچي دا هم ويلي، چې د طالبانو حکومت له دوی يو شمير غوښتنې هم کړي دي. کډوال وايي دشړل کیدو له ویرې له خپلو کورونو نشي وتلی.

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي د روسیې د بریدونو په دوام کې له متحدینو د چټک امنیتي پلان د جوړولو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر، په داسې حال کې چې روسیې هوایي بریدونو ته زور ورکړی ،  له لویدیځو متحدینو وغوښتل چې د ۷-۱۰  ورځو په اوږدو کې د امنیت د تضمین لپاره په یوه مشخص پلان موافقه وکړي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus