Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Август
2025

Новости за 23.08.2025

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې زاړه بانک نوټونه، خلکو او دوکاندارانو ته لوی سرخوږی

یو شمیر کابل ښاریان وايي، د افغانیو زړو بانک نوټونو په ورځنۍ راکړه، ورکړه کې له ستونزو سره مخ کړي او پلورونکي ترې زړې پیسې نه اخلي. دکانداران هم دا ستونزه تاییدوي خو زیاتوي چې دوی چې له چا مال اخلي هغوی هم ورنه زړې پیسې نه اخلي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان : افغانستان کې د "ترهګرو ډلو موجودیت" د همکاریو پر وړاندې خنډ دی ; طالبان دا ادعا ردوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي په افغانستان کې د "ترهګرو ډلو موجودیت" د دواړو هیوادونو د بشپړو اړیکو پر وړاندې خنډ دی. شفت علي خان خبریالانو ته وویل چې دا مسئله له افغان لوري سره د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه ده او د چین، پاکستان او افغانستان د همکارۍ په چوکاټ کې هم بحثونه پرې کیږي.

Mashaalradio.com 

د طاهر کلاچوي ژوند او فن ته کتنه

طاهر کلاچوي د پښتو د مهمو شاعرانو په هغه ډله کې شامل دی چې شاعري يې د کلاسيک او نوې شاعرۍ امتزاج بلل کيږي. د ادب د پوهانو په وینا طاهر کلاچوي د معیاري شاعرۍ کولو ترڅنګ د نورو شاعرانو فکري روزنه هم کړې ده. طاهر کلاچوي د خيبر پښتونخوا په سهيلي سيمو کې په لومړي ځل د ادبي جرګې بنسټ کېښود او د پښتو نوې شاعري يې خلکو ته ور وپېژندله. نوموړي د پښتو ترڅنګ په اردو کې هم شاعري کړې ده او لنډې کيسې يې هم ليکلې دي. د طاهر کلاچوي د ژوند او کار په اړه نور معلومات په دې تفصیلي راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

د سویس رسنیو جینیوا ته د څلورو طالب ډیپلوماټانو د سفر خبر ورکړی دی

د سویس دولتي راډیو تلویزیون SRF  له دې هیواده په جرمونو د تورنو افغانانو د ستنولو په هدف ژنیف ته د څلورو طالب ډیپلوماټانو د سفر خبر ورکړی دی. سویس د کډوالو ادارې دا اقدام حساس خو اړین بللی دی.

Pa.azadiradio.com 

روسيې د اوکراین ختیځ کې د دوو کلیو د نیولو ادعا کړې

د روسیې دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې د اوکراین د ختیځې سیمې دونتڅک دوه کلي نیولي دي. دغه وزارت نن شنبه ( د سنبلې لومړۍ نیټه) پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې دا کلیدي کلي هغه سړک ته نژدې دي چې د اوکرایني پوځ د لوجستیک یوې اډې ته غځیدلی. پر اوکراین د روسیې له خوا پوځي فشار داسې مهال په زیاتیدو دی چې په نړیواله کچه د دغې جګړې پای ته رسیدو ته هڅې ګړندۍ شوي دي. د اوکراین پوځ د دغو کلیو د له لاسه وتلو په اړه څه نه دي ویلي، خو تایید کړې ده چې تیره شپه روسیې پر دغه هېواد شاوخوا پنځوس بې پیلوټه الوتکې توغولي چې دیرش یې دوی کشف اوشنډې کړي.

Pa.azadiradio.com 

په لندن کې د چین د لوی سفارت د جوړولو پلان بیا هم ځنډیدلی دی

د بریتانیا حکومت په لندن کې د چین له خوا د یوه لوی سفارت د جوړونې د تایید پلان تر اکتوبر میاشتې پورې ځنډولی دی. ټاکل شوې وه دغه پلان د راتلونکې سپتمبر په نهمه تایید شي. چین غواړي "ټاور آف لندن" ته نژدې د یوه دوه سوه کلنې تاریخي ودانۍ په انګړ کې لوی سفارت جوړ کړي، خو له تیرو دریو کلونو راهیسې د ځایي خلکو، پارلمان او فعالانو د مخالفت له کبله دا کار ځنډول شوی دی. رویټرز لیکلي، بریتانوي سیاستوالو او دغه راز متحده ایالتونو خبرداری ورکړی چې چین ممکن له دغه ځایه " د جاسوسۍ د اډې" په توګه کار واخلي. چین... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

نور محمد: د الله رضا وه چې ټوله کورنۍ مې اوبو وېوړه

نور محمد له مالیزیا بونېر ته د واده لپاره روان شوی وو او کور ته له رسېدو وړاندې یې د خپلې کورنۍ د ویجاړېدو د لوی غم خبر واورېد. د اګست پر ۱۷مه د هغه د واده نېټه ټاکل شوې وه خو د اګست پر ۱۵مه یې شړکنده باران او ورپسې سېلاب نږدې ټوله کورنۍ له منځه وېوړه. هغه وايي د کورنۍ له ۲۸ غړو یې یوازې څلور ژوندي پاتې دي او ۲۴ وژل شوي دي. نور حال د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ په دې راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

یوه جرمن سیاستوال د خپلو پخوانیو افغان کارکونکو د کډوالۍ قضیو د ژر څیړنې غوښتنه کړې

د جرمني حکومت د بشري حقونو کمشنیر لارز کستیلوسي د کورنیو چارو له وزارته غوښتي چې پاکستان کې جرمني ته د تګ په تمه میشتو افغانانو ته ویزې ورکړي. نوموړي د جمعې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، ایتلافي حکومت د کډوالۍ په یوه منظم او بشردوستانه پروګرام سلا شوی. هغه ویلي چې د افغانانو د قضیو ( اوږدمهاله څیړنه) له دغې تګلارې سره اړخ نه لګوي او په خبره یې د هغوی چارې باید ګړندۍ شي. د جرمني خبري اژانس د هغه په حواله لیکلي، که څوک د ناقانونه کډوالۍ مخه نیسي، باید د قانوني کډوالۍ دروازې خلاصې پریږدي. شاوخوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسلام اباد کې د طالبانو د یوشمیر مخالفو څېرو پلان شوې غونډه ځنډیدلې ده

په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د یوشمیر مخالفانو پلان شوې غونډه ځنډیدلې ده. د افغانستان لپاره د ښځو ( Women for Afghanistan ) یوې ټولنې چې له جینوا څخه فعالیت کوي او یوشمیر نورو رسنیو ویلي چې دا غونډه د سپتمبر وروستۍ اونۍ ته ځنډیدلې. د دغې دوه ورځنۍ غونډې د ځنډ لامل لا روښانه نه دی، خو په راپورونو کې یې د جوړونکو په حواله ویل شوي چې دوی به تر یوې میاشتې پورې غونډې ته ښه چمتوالی ونیسي. دا غونډه چې د (اګست ۲۵ او ۲۶مې) یعنې د همدې اونۍ دوشنبې او سه شنبې ورځو ته پلان شوې وه، د پاکستان بهرنیو چارو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د بونېر د پيربابا بازار د بحالۍ هڅې روانې دي

د بونېر پیربابا بازار دوکانداران وايي سېلابونو زیانمن کړي دي. دوی وايي د اګست په ۱۴مه او ۱۵مه شړکنده باران او سېلابونو د هغوی دوکانونه او بازارونه نړولي چې اوس یې دوی د بیرته جوړولو او پاکولو چارې پیل کړې دي. په دې بازار کې هندوان او سیکان هم دوکانونه لري او کاروبار کوي. هغوی وايي مالي تاوان یې زیات دی او نه پوهېږي چې دا تاوان به څنګه پوره کوي؟ په خیبر پښتونخوا کې له طبیعي ناورینونو سره د مبارزې اداره وايي شړکنده باران او سېلابونو په بونېر کې له ۲۳۰ زیات کسان وژلي او له ۱۲۰ زیات یې زخمیان کړي دي. Читать дальше...




Mashaalradio.com 

فضل جمیل وايي په معذوره کېدو یې ډېر وژړل خو روزګار ته یې دوام ورکړ

فضل جمیل د مردان د چکړو پله سیمې اوسېدونکی دی. دی وايي، څو کاله مخکې چې په یوه پېښه کې معذور شو نو ډېر یې وژړل خو پر دې سربېره یې پرېکړه وکړه چې کار ته دوام ورکوي او ځان او کورنۍ ته روزي ګټي. هغه په مستریانو ځان ته یوه ځانګړې موټرسایکل رکشه جوړه کړې چې دی یې چلوي او ځايي دوکاندارانو ته سامان لېږدوي. جمیل وايي، پخوا یې لارۍ چلوله او ټیکسي یې هم چلولی دی. دی وايي، خوشاله دی چې هره ورځ له ۱،۰۰۰ څخه تر ۱،۲۰۰ پورې روپۍ ګټي. موږ د فضل جمیل پر ژوند دا ویډیو جوړه کړې.

Pa.azadiradio.com 

روسیې ته د امریکا د ولسمشر نوی خبرداری

په الاسکا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له لیدنې یوه اونۍ وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل ګواښ بیا تازه کړ او د جمعې په ورځ یې وویل، که په راتلونکو دوو اونیو کې په اوکراین کې د سوله ییز حل په برخه کې پرمختګ ونه شي نو پر روسیې به بندیزونه ولګوي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند: په اسلام اباد کې د افغانانو غونډه نه رسمي ده، نه دولتي

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي، په اسلام اباد کې روانه اونۍ د یوشمیر افغانانو غونډه نه یوه رسمي غونډه ده نه د دولت له لورې رابلل شوې ده. شفقت علي خان د جمعې په ورځ( د اګست ۲۲ مه) وویل چې یوشمیر خواله رسنیو دا غونډه لویه ښکاره کړې ده خو په حقیقت کې د پاکستان دولت د دې غونډې رسمي کوربه نه دی او د هغې په پلان جوړیدو کې هیڅ ډول نقش نه لري. د ځینو راپورونو له مخې تمه ده چې د افغان طالبانو د حکومت شپږ دیرش مخالفې سیاسي څیرې، مدني فعالان، د افغانستان د ژغورنې د مقاومت د عالي شورا غړي، همداراز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ټرمپ یو خپل نژدې ملاتړی د هند د سفیر په توګه وټاکه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ( د اګست ۲۲مه) خپل نږدې سیاسي ملاتړی سرجیو ګور په هند کې د خپل هیواد د سفیر په توګه وټاکه. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، اته دیرش کلن ګور په چټکۍ سره په محافظه کار سیاست کې سر اوچت کړ او په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ یو له خورا پیاوړیو مرستیالانو څخه شو، چې له ټرمپ سره د دوی د وروستۍ وفادارۍ ډاډ ترلاسه کولو لپاره د شاوخوا ۴۰۰۰ ګمارنو د ارزونې مسوولیت یې ترسره کړ. ټرمپ وویل چې ګور به د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په توګه هم دنده ترسره کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پولیسو د بنګلور په لوبغالي کې د ښځینه کرکټ د نړیوال جام لوبې بندې کړې

هند اعلان وکړ چې د بنګلور په لوبغالي کې به د ښځینه کرکټ نړیوال جام لوبې ونه شي. فرانس پریس اژانس د جمعې په ورځ( د اګست ۲۲ مه) راپور ورکړ چې په سیمه کې پولیسو په دې لوبغالي کې د لویو لوبو اجازه نه ده ورکړې. پولیس وایي چې دا لوبغالی د ډیرو نندارچیانو لپاره خوندی نه دی. د بنګلور په لوبغالي کې سږکال د جون میاشتې په څلورمه د هند د غوره لیګ د سیالیو تر پایلوبې وروسته چې کله د رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې مینه والو اتلولي لمانځله، یولس تنه ووژل شول او شاوخوا پنځوس نور ټپيان شول. ټاکل شوې ده چې د ښځینه کرکټ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بریتانیا کې د افغان کډوالو د منلو چارې سخته شوي

د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې د کډوالو لپاره د بریتانیا نوې تګلارې د دې سبب شوې دي چې په دغه هیواد کې د افغانستان او څو نورو هیوادونو د اتباعو لپاره د پناه غوښتنې شمیرې په چټکۍ سره راټیټې شي. د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ څرګنده کړه چې سږکال یوازې څلور څلویښت فیصده افغانانو ته پناه ورکړل شوې ده او پروسږکال دا فیصدي اته نوي ته رسیده. د دې سازمان په وینا د ایرانیانو د پناه اخیستو کچه هم ټیټه شوې همداراز سږکال د یوشمیر نورو هیوادونو لږ کسان په بریتانیا کې د کډوالو په توګه منل شوې دي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران پر اټومي پروګرام یو ځل بیا خبرې کیږي

ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ د ایران او اروپایي هیوادو د دیپلوماتانو ترمنځ غونډه وشي. رویټرز اژانس د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر جان نویل بارو په وینا خبر ورکړ چې په دې غونډه کې به د ایران د اټومي پروګرام په تړاو بحث وشي. ښاغلي بارو په ایکسپاڼه کې د جمعې په ورځ ناوخته ولیکل چې د دې غونډې په تړاو یې له جرمني سره هم سلامشوره کړې ده او له ایراني لورې سره هم غږیدلی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د فرانسې له بهرنیو چارو وزیر سره تر ټیلفوني خبرو وروسته په یوه بیان کې وویل چې موافقه وشوه چې د فرانسې،... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus