د افغانستان او پاکستان کریکټ ملي لوبډلې سبا سره مخامخ کیږي
د افغانستان او پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې سبا جمعه شل اوریزه لوبه لري.دا لوبه د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې ترسره کیږي چې د افغانستان په وخت ماښام ۷ نیمې بجې پیلیږي.دا لوبلړۍ د متحده عربي امارتو په کوربه توب اسیایي جام ته د چمتوالي په هدف ترسره کیږي او دغه جام راتلونکې میاشت ته پلان شوی دی.لوبلړۍ لس ورځې دوام کوي او دوه غوره لوبډلې به د سپټمبر په ۷مه پایلوبه کوي.