Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا له روسیې د تیلو پیرودلو په خاطر پر هند تعرفې ۵۰ فیصده ته لوړې کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل خبرداری عملي کړ چې ویلي یې وه چې د روسیې د تیلو پیرودلو په خاطر به پر نژدې ټولو هندي توکو ۵۰ سلنه تعرفه ولګوي.

د اګست د ۲۷مې نېټې اعلان هندي صادروونکي په نړۍ کې د تعرفې له لوړو نرخونو سره مخامخ کوي.

د دې اقدام په نتیجه کې له هند سره د امریکا ستراتیژیکې اړیکې د خرابیدو له خطر سره مخامخ دي. هند په سیمه کې د واشنګټن له قوي شریکانو څخه دی او هن د هغه هیواد دی چې د متحده ایالاتو په درو کې دوهمه برخه لوی شرکتونه پکې دباندیني عملیات لري.

سپینې ماڼۍ استدلال کړی چې له روسیې څخه د هند د تیلو اخیستل په غیر مستقیم ډول د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې تمویل دی.

په عین حال کې، لوړ پوړي هندي چارواکي وايي چې دوی له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو په خاطر په غیر عادلانه توګه هدف ګرځېدلي او دا فشار کولی شي دوی اړ کړي چې له بیجینګ او مسکو سره له نژدې کار وکړي.

هند د روسیې د سمندري خامو تیلو ترټولو لوی پیرودونکی هیواد دی او د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل راهیسي د روسیې د تیلو د لوی پیرودونکو په توګه تر چین وروسته یا لومړی مقام لري او یا هم دوهم.

د ۵۰ فیصده تعرفې نرخ، چې نیمایي یې له روسیې څخه د تیلو د پیرودلو لپاره د سزا په توګه وضع شوی، ویل کیږي چې د هند اقتصاد ته به هم زیان ورسوي.

هند د امریکا ترټولو لوی سوداګریز شریک دی او د ټیکنالوژۍ امریکايي شرکتونه د تولیداتو لپاره په پراخه کچه له چین څخه هند ته د کډه کېدو په حال کې دي.

پر هند فشار تر هغه وروسته لا زیات شو چې په جولای میاشت کې امریکا پر دغه هیواد ۲۵فیصده تعرفه وضع کړه.

له هغه وروسته هند له روسیې څخه د تیلو پېرودل بند نکړل او صدراعظم ناریندر مودي له خپلو هیوادوالو غوښتي چې کورني تېل وپیري.

د امریکا د فشارونو په وړاندې، نوي ډيلي مسکو ته مخ ور اړولی، چې "د هر وخت ملګری" یې بولي. روسیه او هند له سړې جګړې راهیسې سیاسي او پوځي اړیکې لري.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر روانه میاشت مسکو ته سفر وکړ چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني.

ټاکل شوې ده پوتین د روان کال په پای کې هند ته سفر وکړي.

ټاکل شوې ده مودي هم په اوو کلونو کې چین ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

دا سفر په داسې حال کې کیږي چې بیجینګ او نوي ډیلي په ۲۰۲۰م کال کې د همالیا په غرونو تر مرګونو سرحدي نښتو وروسته د اړیکو د بیا رغولو هڅه کړې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus