پر کیف د روسیې هوایي برید کې د ازادۍ راډیو دفتر او ځینې تجهیزات زیانمن شوي
د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د ازاې اروپا/ازادۍ راډیو د اوکرایني څانګې دفتر د روسیې په یوه هوایي برید کې زیانمن شوی دی.د تیرې شپې په دغه برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د دفتر د ځینو خونو کړکۍ ماتې شوي او د راډیو ځینې تجهیزات زیانمن شوي دي.د امنیتي کمرو ویډیوګانې ښيي چې د راډیو دفتر ته نژدې دوه چاودنې د دوو توغندیو له کبله شوي چې په مستقیم ډول پر دې سیمې توغول شوي دي.د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو مشر سټیف کاپوس ډاډ ورکړی چې دا برید به د راډیو پر ماموریت اغیز ونه کړي او په خبره یې ژورنالستان به خپل کار ته دوم ورکوي.کاپوس ویلي، خوښ دی چې د راډیو کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی، خو د تیرې شپې بریدونو کې یې د نورو اوکراینیانو پر وژلو خواشیني څرګنده کړې.پر کیف د روسیې د تیرې شپې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او نژدې پنځوس نور ژوبل شوي دي.په وژل شویو کې ۴ ماشومان هم شامل دي.دا په تیرو اونیو کې چې د امریکا له خوا د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو هڅې پيل شوي، پر کیف د روسیې تر ټولو لوی او خونړی برید ګڼل کیږي.