پر خوست او ننګرهار له بریدونو وروسته طالبانو کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی
د طالبانو حکومت پر خوست او ننګرهار ولایتونو د پاکستان د پوځ د تیرې شپې بریدونه غندلي او په غبرګون کې یې کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی.پاکستاني لوري تر دې دمه پر پیښې رسمي تبصره نه ده کړې.