پر خوست او ننګرهار د پاکستان بریدونه،عیني شاهدان او مسولان یې په اړه غږیدلي
د افغانستان په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د ځايي خلکو او طالب چارواکو په خبره ۳ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي برید د پاکستان پوځ کړی او په غبرګون کې یې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی.