په اندونیزیا کې بالي ټاپو د سېلانیانو پر مخ پرانیستل شوه. دا ټاپو په اندونیزیا کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د لګول شوېو بندیزونو له امله له یوه کال راهیسې د بهرني سېلانیانو پر مخ بند وو. دا جزیره نن په مشروط ډول د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شوې ده. دغه ځای ته ورتلونکي کسان باید واکسین شوي وي او یا د کرونا تېسټ یې منفي وي. په اندویزیا کې اوس مهال هر ورځ له زرو ډېر د کووېډ- ۱۹ پېښې ثبتیږي.
د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي دي چي د صوبې اعلا وزیر جام کمال خان د تربت د پېښې نوټس اخستی دی او ډېر ژر به د کمیشنر په مشرۍ یو سرکاري پلاوی د پرلت له برخوالو سره وویني او غوښتنې به یې واوري.
په ناروي کې پولیس وايي، هغه ۳۷کلن ډنمارکی سړی چې د غشو او لېندې په وسیله یې پنځه کسان ووژل اسلام ته اوښتی و. د پولیسو په وینا د دې سړي د افراطي کېدو له وېرې پولیس له نوموړي سره له مخکې تماس کې وو. د یو نوکریوال پولیس افسر په شمول دوه نور کسان د چهارشنبې د ورځې په ماښام د ناروي د پلازمېنې اوسلو جنوب لویدیځ ته په ۶۸ کیلومترۍ کې پراته د کانګسبرګ ښارګوټي په جلا جلا سیمو کې ټپیان شوي هم دي. د ناروې د پولیسو یو چارواکي اولې بریډروپ سایرود خبریالانو ته ویلي، له افرطیت سره د دې سړي د تړاو له کبله... Читать дальше...
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له یوه لوړ پوړي پلاوي سره نن پنجشنبه (د تلې ۲۲مه) ترکیې ته تللی. د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه غړي، بلال کریمي وویل چې دا سفر د ترکیې په یوه رسمي بلنه ترسره شوی دی. هغه دا سفر هېله بښوونکی وباله: "د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د ترکیې په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر کړی. دوی هلته په ترکیه کې پر سوداګریزو او ډپلوماتیکو اړیکو باندې حسنه خبرې کوي. همدا راز د ګډو ګټو او په راتلونکي کې پر نیکو اړیکو... Читать дальше...
د شمالي کوريا پوځيانو د اکتوبر پر ۱۲مه په پيانګيانګ کې سخت جنګي مشقونه وړاندي کړل. پوځيانو د مارشل ارټس بېلا بېل کرتبونه وکړل چې په کې ګټې ماتول، له زنځيرونو ځان خلاصول او په شيشو څملاستل شامل ول. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.
له تېرې څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د موبایل ټېلېفون، انټرنېټ او ټولنیزو شبکو له دودېدو سره د شخصیتونو د بدنامولو او د هغوی د تورنولو کار د پخوا پرتله اسان شوی دی.
د امریکا متحده ایالات او اسراییل وایي، دوی د ایران پر وړاندې د چلند لپاره پر دوهم پلان هم کار کوي چې که تهران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د ژغورلو لپاره خبرو ته بېرته په ښه نیت ستون نه شي، له هغه کار واخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یاییر لپیډ وویل، په دې اړه چې که د امریکا متحده ایالات بېرته دغه تړون ته ور وګرځي او ایران یې د بېرته ستنېدو وړاندیز رد کړي، پر نورو لارو چارو خبرې پیل شوي دي. بلېنکن او لپېډ دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د بهرنیو چارو په وزارت کې وکړې. Читать дальше...
د افغانستان د "ویل چېر باسکټ بال" تکړه لوبغاړې له کابله تر تلو وروسته په سپېن کې لوبه پیل کړې ده. دا وايي، خوشاله ده چې ژوند یې خوندي دی او اوس به هم هلته په سپېن کې دې لوبې ته دوام ورکوي. رویټرز اژانس په دې اړه ویډیو خپره کړې ده. بوریوال کاکړ یې پښتو بڼه وړاندې کوي.
په کندز ولایت کې د ورېجو د پروسس فابریکې فعالیت په عادي ډول جریان لري او دغه راز کروندګر وايي چې د دغې فابریکې په جوړېدو سره د ورېجو د پروسس په برخه کې د دوی ستونزې هوارې شوي دي. دې ولایت کې د شعیب فیصل د وریجو د پروسس د فابریکې چارواکي وايي چې د دغې فابریکې فعالیت په عادي ډول ادامه لري او ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۰ ټنو ورېجو د تولید وړتیا لري او زیاتوي چې په دې فابریکه کې ۲۲۱ تنه فني او غیرفني کارکوونکي په کار بوخت وي. د دغې فابریکې یو تن فني مسوول عبدالله وايي، دوی د شمال ختیځ زون په درې ولایتونو... Читать дальше...
د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې یوې چاودنې د شیګل امنبه قوماندان وژلی او ١١ تنه نور یې ټپیان کړي دي په سیمه کې عیني شاهدان وايي، نن د پنجشنبې په ورځ سهار ۱۰ نېمې بجې د اسعداباد ښار اړوند د کرهالې پله کې د طالبانو پر یو رنجر موټر چاودنه وشوه چې له امله یې په رنجر کې ناست کسان ټپیان شوي دي. عیني شاهدانو ته د ټپیانو د پوره شمېر په اړه معلومات نشته. هاخو د اسعداباد مرکزي روغتون یو تن ډاکټر چې د نوم ښودلو او غږ ثبتولو يې ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته د پېښې له ځایه ١٢ تنه ټپیان راوړل شوي چې پنځه يي وسله وال دي او ٧ ملکي وګړي دي. Читать дальше...
په ناروې کې پرون یو کس د غشي او لیندۍ څخه په استفادې پنځه تنه وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي. دا پیښه د ناروې په کونګسبرګ ښار کې شوې او پولیسو ویلي، په دې اړه څېړنه کوي چې ایا حمله کوونکي له کومې بلې وسلې هم کار اخیستی او که نه؟ تورن کس توقیف شوی او لومړنۍ څېړنې ښیي چې هغه دا حمله په یوازې سر کړې ده. د ناروې صدراعظمې ایرنا سولبرګ له خلکو غوښتي چې ارام واوسي او وایي، وضعیت اوس د پولیسو تر کنټرول لاندې دی. تر اوسه نه ده څرګنده چې د دغه برید تر شا څه انګېزه پرته ده؟ تر دې مخکې په ناروې... Читать дальше...
د پاکستان حکومت وايي، هغو افغان محصلانو ته چې د دې هېواد په بېلابېلو پوهنتونو کې زده کړې کوي، د ورتګ اجازه ورکړې ده. په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان پرون چهارشنبې په ټويټر ليکلي، له ۹۰۰ زيات افغان محصلان چې د ويزې تر څنګ یې د پاکستاني پوهنتونو اسناد درلودل، د تورخم له لارې پاکستان ته اوښتي. نوموړي دا نه دي ويلي چې دغه پروسه به ترکله دوام کوي او ایا محصلان هغه هېواد ته د تلو لپاره ځانګړې اجازې یا بارډر پاس ته هم اړتیا لري او که نه؟ وروسته تر هغې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵ مه نېټه... Читать дальше...
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا خبرداری ورکوي چې که د کندهار سپین بولدک ـ چمن دروازه د پر انارو بار لاریو پرمخ ژر پرا نه نیستل شي نو ډېر انار به خوسا شي او سوداګر به ډېر تاوان وکړي. د فرانس پرېس په وینا ښاغلي بینا ویلي چې د دغې دروازې د تړل کېدو له امله پر انارو بار په سلګونو لارۍ له څو ورځو راهیسې د کرښې دې غاړې ته بندې پاتې دي. هغه ویلي، تر اوسه یوازې څه کم پنځه زره ټنه انار بهر ته صادر شوي حال دا چې هر کال په دې موسم کې د څلویښت زره نه تر پنځوس زره ټنه انار پاکستان، هند او د خلیج یو شمېر هېوادونو ته صادرېدل. Читать дальше...
مېل انلاین د بریتانیا مېل انلاین انټرنټي خپرونې پرون په دې عنوان لیکنه خپره کړې چې طالبانو د امریکا متحده ایالاتونو او اروپايي ټولنې ته پر افغانستان د بندیزونو د دوام په صورت کې د پناه غوښتونکو د بلې څپې خبرداری ورکړ. د لیکنې په دوام راغلي، د طالبانو حکومت د امریکا او اروپايي ټولنې مشرانو ته خبرداری ورکړ، که پر دوی فشارونه دوام وکړي، امکان لري چې د افغانستان امنیت ورسره کمزوری شي او دغو هېوادونو ته د اقتصادي پناه غوښتونکو د بلې جوپې د ورماتېدو سبب شي. د مېل انلاین په لیکنه کې راغلي چې د طالبانو... Читать дальше...
د اروپایي ټولنې د انرژي د برخې کمېشنرې په ژمي کې د ګازو د بیې زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړې ده. د اروپایي ټولنې د انرژي ادارې پرون چهارشنبه (د تلې ۲۱مه)په بروکسل کې یوې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ چې په کې د انرژي د بیو له زیاتېدو سره د مبارزې مساله څېړل شوې وه. تردې غونډې وروسته د اروپایي ټولنې د انرژي د برخې کمېشنرې کادري سیمسون خبري غونډې ته وویل: "ژمی را روان دی، ډېرو ته د برېښنا بېلونه تر یوې لسیزې مخکې خورا ګرانه دي. موږ په ټوله نړۍ کې د ګازو د بیو د زیاتېدو شاهدان یو چې تر ډېره یې علت په اسیا کې د تقاضا زیاتېدل دي. Читать дальше...
د جرمني مشرانو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شل کلن ماموریت لپاره د یوې غونډې په ترڅ کې پرون(د تلې ۲۱مه) د درناوي مراسم ترسره کړل. په دې غونډه کې د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټانمایر، صدراعظمې انګېلامېرکل او یو شمېر نورو چارواکو برخه واخېسته او وژل شوېو پوځیانو ته د درناوي په پار یوه شېبه غلي ودرېدل. په افغانستان کې تر یو نیم لک ډېرو جرمني سرتیرو له ۲۰۰۲ کاله د سږکال تر اوړي په پوځي ماموریت کې ګډون وکړ او په تېرو شلو کلونو کې د جرمني نهه پنځوس پوځیان په افغانستان کې ووژل شول.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) په پاریس کې د تاجکستان د ولسمشرامام علي رحمان کوربه و. ښاغلي مکرون وویل چې تاجکستان پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته له داسې وضعیت سره مخامخ دی چې پاریس مرسته ورسره کوي: "موږ به له ولسمشر رحمان سره پر هغو مرستو خبرې وکړو چې فرانسه یې له تاجکستان سره د وضعیت د ثبات لپاره کولی شي او د ټولې سیمې لپاره ګټوره وي." د فرانس پرېس اژانس په وینا په پاریس کې د الیزیه په ماڼۍ کې د تاجکستان د ولسمشر درناوی د دې نښه ده چې پاریس په دې باور دی... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر له افغانستانه د ترهګرو د ګواښ خبرداری ورکړ. ولادیمیر پوتین پرون چهارشنبه (د تلې ۲۱مه) د دولتونو ترمنځ د سیمه ییز اتصال یا 'سي.ای.اېس' هېوادونو د استخباراتو د مشرانو غونډې ته وویل: "یو شمېر نړیوالې ترورستي ډلې چې له داعش سره تړلې دي په دغه هېواد کې خپل فعالیت ته ادامه ورکوي. په عراق او سوریه کې روزل شوي وسله وال دلته سره راغونډیږي." په دې غونډه کې د روسیې سربیره د بلاروس، قزاقستان، ارمنستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبیکستان، اذربایجان او ترکمنستان د استخباراتو مشرانو برخه اخیستې وه.
اذربایجان او ایران موافقه وکړه چې په خپلو کې رامنځته شوی ډپلوماتیک کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي. د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تېره میاشت ګډ سرحد ته نژدي له پوځي تمریناتو وروسته او په اذربایجان کې د اسراییل د احتمالي پوځي حضور له کبله اختلافات زیات شول. باکو او تهران پرون په دوو جلا-جلا اعلامیو کې وویل چې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایراموف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په ټیلیفون خبرې کړي دي او موافقه یې کړې ده چې کړکېچ به راکموي. تېره میاشت ایران تور پورې کړچې... Читать дальше...
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف پرون چهارشنبه (د تلې ۲۱مه) اعلان وکړ چې په یمن کې د مارب په جنوب کې تر سل ډېر وسله وال وژل شوي دي. ریاض وایي چې دا درېیمه ورځ ده چې پردې ستراتیژیک ښار درنه جګړه روانه ده. د رویټرز اژانس په وینا د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف وایي چې د دوشنبې په ورځ تر ۱۵۶ ډېر او د سې شنبې په ورځ تر ۱۳۴ ډېر حوثي یاغیان وژل شوي دي او د یمن په عبدیه سیمه کې د ایران په ملاتړ حوثي یاغیانو ته وروستي اوښتي تلفات تر ۱۰۸ زیات وو. حوثیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. حوثي یاغیانو... Читать дальше...