Мы в Telegram
Добавить новость

Более тысячи человек пришли на субботник у реки Химка

В Егорьевске проведут капремонт сетей теплоснабжения

Зампредседателя Мособлдумы Наумов провел прием граждан в Коломне

Андрей Воробьев: «День добрых дел» объединил учащихся Подмосковья



World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2021

Новости за 27.01.2021

Mashaalradio.com 

په هند کې د کروندګرو مظاهرې

په هند کې زرګونه کروندګر د زرعي اصلاحاتو خلاف په احتجاج دي. دوی د جنورۍ پر ۶۷مه په نوي ډيلي کې تاریخي سرې کلا ته هم ننوتل او د کلا پر دیوالونو او ګومبتونو يې خپل بیرغونه ولګول. د امنيت ټينګ ساتلو په هدف د جنورۍ پر ۲۷مه په سلګونه پوليس په نوي ډيلي کې ځای پر ځای کړل شوي وو. د دواړو خواوو په نښتو کې يو تن وژل شوی او لږ تر لږه ۸۰ کسان ژوبل شوي دي. نور په دې ویډیويي راپور کې.

Mashaalradio.com 

د علي وزیر د ضمانت مقدمه بيا وځنډېده

پر علي وزیر تور دی چې د پاکستان ریاست خلاف یې بغاوت کړی دی. خو د هغه وکيلان دا تورونه بې بنياده بولي او وايي د پاکستان د ایین ترمخه هر وګړی د بیان ازادي لري نو ځکه بايد پرې د غدارۍ مقدمې جوړې نه شي.

Pa.azadiradio.com 

غزني چارواکي د حساب ورکونې پروسه ښه ګام بولي، خو فعالان یې تېر اېستنه ګڼي

په غزني کې ملت ته د حکومت حساب ورکونې پروسې درې ورځنۍ لړۍ پای ته ورسېده.  د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د حساب ورکونې دغه پروسه کې ددې ولایت امنیتي او د بېلابېلو ملکي ادارو استازو، د غزني ولسونو او مدني فعالانو ته د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو او کارونو په اړه راپور ورکړ.  دوی د راتلونکي په اړه هم د خپلو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل.  د غزني ولایت د ټولنیزو او اقتصادي چارو مرستیالې هوسۍ اندړ د حساب ورکونې پروسې په وروستۍ ناسته کې وویل، حکومت له زیاتو ستونزو سره-سره بیا هم ډېرې لاسته راوړنې لري. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

اکسفام: اقتصاد ته د کورونا اړولي زیان پوره کول به یوه لسیزه وخت واخلي

د جنورۍ په ۲۵مه خپاره شوي دې راپور له مخه دې معاشي بحران تر ټولو زیاته مزدور کاره طبقه زیانمنه کړې. په پاکستان کې د مزدوران اتحادیې مشر مظفر قادري هم په دې نظر دی او وايي کورونا وایرس کاروبارونه بند کړل چې له وجې یې د خلکو مزدوري هم کمه شوه.

Pa.azadiradio.com 

چاودنې؛ د کابل ښاریانو پارېدلې غوسه: د صالح د ۶:۳۰ بجو غونډه بې اغېزې ده

د کابل په دولسمه او پنځلسمه ناحیه کې د ماين چاودنې شوي دي. افغان امنیتي چارواکي وايي، نن د چهارشنبې (د سلواغې ۸مه) په ورځ د کابل ښار د سلیم کاروان پر سړک ډسپیچري سیمه کې د پولیسو پر رنجر موټر مقناطيسي ماين وچاودېد چې په پایله کې یې دوه تنه پولیس ووژل شول او څلور تنه ملکي کسان یې ټپیان کړل او د همدې ورځې په درې نیمو بجو یوه بله چاودنه هم شوې چې پولیس یې د غږیز ماین چاودنه بولي، خو تلفات نه لري. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استولي ویډیويي پیغام کې وايي: "په دې وروستیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسي جرګه: افغان حکومت د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه 'یرغمل' کړې

د ولسي جرګې غوښتنو ته د حکومت نه پاملرنه د وکیلانو له تُند غبرګون سره مخ شوه، ځینو وکیلانو حکومت د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې د بې برخلیکه حالت او یو شمېر نورو بيا د بودجې په یرغمل نیونې تورن کړ. د دغې جرګې رئیس میر رحمان رحماني د چهارشنبې (د سلواغې ۸مه) د ورځې په عمومي ناسته له ځنډ پرته جرګې ته د بودجې د طرحې د لېږلو غوښتونکی شو. نوموړي وویل: "حکومت بودجه یرغمل نیولې، د رجال برجسته د اتیا کسانو بر طرفي غیر قانوني ده، کله زموږ وکیل څارنوالۍ ته معرفي کوي، کله مو وکیل ته مافیا وايي، په داسې حال کې چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو سره د طالب استازو لیدنه: امریکا د افغان جګړې د غځېدو هڅه کوي

د ایران دولتي ټلوېزیون نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) خبر ورکړ چې ایراني چارواکو د طالبانو له مشرانو سره په تهران کې ولیدل او دوی د امریکا متحد ایالتونه تورن کړل چې په افغانستان کې د جګړې د دوام هڅې کوي.  اسوشیټېډ پرېس اژانس خبر ورکړ چې د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني په تهران کې د طالبانو له سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر سره نن تر کتو وروسته وویل چې امریکا په ګاونډي افغانستان کې هڅې کوي چې جګړه ادامه پيدا کړي.  په راپور کې د علي شمخاني په وینا راغلي دي چې د امریکا د متحد ایالتونو ستراتیژي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: طالبان امریکا سره په خپله مبارزه کې ولاړ دي

د ایران د ملي امنیت شورا مشر وایي، د طالبانو ډله له امریکا سره په خپله مبارزه ولاړه ده.  علي شمخاني نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) د طالبانو له سیاسي پلاوي سره په تهران کې تر خبرو وروسته په ټویتر کې ولیکل چې د طالبانو له سیاسي پلاوي سره تر لېدو وروسته مې دوی داسې وموندل چې د امریکا پرضد پر خپله مبارزه ولاړ دي او هغه څوک چې ۱۳ کاله یې په ګوانتنامو کې تر شکنجې لاندې تېر کړي دي، کله هم د امریکا پرضد له مبارزې لاس نه اخلي.  بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې طالبانو په قطر کې د سولې خبرې پرې ایښې دي او سفرونه یې پيل کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ له جوبایډن سره پر افغانستان غږېدلی

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امریکا د متحد ایالتونو له نوي ولسمشر جوبایډن سره په ټیلیفون د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړې.  په دې ټیلیفوني مکالمه کې چې تېره شپه وه، ینس سټولټنبرګ ښاغلي بایډن ته د امریکا د شپږ څلویښتم ولسمشر په توګه مبارکي ورکړه او د نړیوال ترورېزم په ارتباط یې هم خبرې ورسره وکړې.  راتلونکې میاشت په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه ده.  تمه ده چې دې غونډه کې ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموریت په اړه پریکړه وکړي.  امریکا له طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت شورا: طالبانو د سولې خبرې پرې ایښي او په سفر وتلي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې طالبانو په قطر کې د سولې خبرې پرې ایښې دي او سفرونه یې پيل کړي دي.  د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت الله اندړ په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی دی، پرته له دې چې ایران ته د طالبانو د پلاوي تازه سفر ته اشاره وکړي، زیاته کړه: "د دې معنا دا ده چې طالبان مذاکراتو او سولې ته ژمن نه دي، دوی ته د جګړې اوږدېدل او د افغانانو د وژلو دوام هېڅ ارزښت نه لري سره له دې چې تر اوسه امریکا د دوحې هوکړه لیک نه دی ارزولی، خو داسې ښکاري چې طالبان وار له مخه له پایلو ویریږي، سفرونو... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان پخوانی صدراعظم عبدالغازېف د فساد په تور ونیول شو

د قرغزستان پخوانی صدراعظم محمد خلیل عبدالغازېف د فساد په تور ونیول شو.  د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) وویل چې پر عبدالغازېف دا تور هم دی چې دی یو ځل شتمن شوی دی.  ۵۳ کلن عبدالغازېف له ۲۰۱۸مه تر دوه زره شلم کلونو پورې د قرغزستان صدراعظم و.

Pa.azadiradio.com 

د هند پلازمېنه له امنیتي پلوه د تیارسی په حال کې دی

د هند پلازمېنه، نوې ډیلي نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) له امنیتي پلوه د تیارسی په حال کې دی.  په لسګونو زره بزګران چې له دوو میاشتو راهیسې یې د کرنې په برخه کې د اصلاحاتو پرضد اعتراضونه پیل کړي دي، د پلازمېنې په لمنو کې راغونډ شوي دي.  له پولیسو سره د شخړو پرمهال پرون یو اعتراض کوونکی ووژل شو او په لسګونو پولیس ټپیان شول.  د هند دولت وایي، د کرنې په برخه کې اصلاحات به د زراعتي سکتور د ازادۍ، د پلور په قوانینو کې د نرمښت او د زراعتي محصولاتو د زېرمه کولو سبب شي.  خو بزګران دا وېره لري چې له دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نظر پوښتنه: ځینې خلک د اقلیم بدلېدل نړیوال ګواښ ګڼي

د ځمکې د تودېدو په اړه تراوسه تر ټولو د پراخې نظرپوښتنې له مخې له درېیو دوه برخې خلک په نړۍ کې د اقلیم بدلېدو ته د یوه نړیوال ګواښ په سترګه ګوري.  د دې سروې له مخې چې د سې شنبې (د سلواغې ۷مه) په ورځ خپره شوه، د ځنګلونو او ځمکې ساتل تر ټولو غوره لاره ده چې د هوا د تودېدو مخه ورسره ونیول شي.  د پنځوسو هغو هېوادونو چې د نړۍ نیم نفوس په کې ژوند کوي، یو اعشاریه دوه ویشت میلیونه کسانو په دې نظر پوښتنې کې برخه واخېسته.  د اقلیم په اړه د خلکو رایې په نوم په دې نظرپوښتنه کې چې د ملګرو ملتونو او اکسفورډ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پیرو ۱۶ میلیونه خلک د دوو اونیو په مخه ټولبند پیلوي

د پیرو مؤقت ولسمشر وویل، د پیرو ۱۶ میلیونه خلک به د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د جنوري په پای کې د دوو اونیو په مخه ټولبند پیل کړي.   د جنوبي امریکا په دغه هېواد کې چې دوه دېرش میلیونه خلک ژوند کوي یوازې پنځه سوه بیړني بسترونه شته.  د پیرو مؤقت ولسمشر فرانسېسکو شیګاستي د سې شنبې(د سلواغې ۷مه) په ورځ په ټلوېزیوني وینا کې وویل، ټولبند به په پیرو کې د جنوري له یو دیرشمې پیل شي او د فبروري تر څوارلسمې به دوام وکړي.  په دې ټولبند کې به د خوراکي موادو دوکانونه، درملتونونه او بانکونه پرانیستي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

تحريک انصاف په ښکاره ډول د سېنيټ ټاکنو کولو لپاره اييني ترميم کوي

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت دا پرېکړه د جنورۍ په ۲۷مه په اسلام اباد کې د کابینې په غونډه کې کړې چې د سېنيټ لپاره ټاکنې دې د پټو رايو پر ځای د لاس په ښودلو وشي. دې مقصد ته د رسېدو لپاره به دوی پارليمان ته يوه قانوني‌مسوده وروړي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا وبا د تشخیص لپاره ۱۲ نوي مرکزونه جوړیږي

اروپايي ټولنه له افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام، دا ځل له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ۳۵ میلیونه یورو مرسته کړې. د اروپايي ټولنې دا مالي مرسته د روغتیا نړیوال سازمان، یونېسف او د اغا خان بنسټ له‌خوا لګول کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، که څه هم افغانستان سره د کویډ-۱۹ واکسینو د مرستې ژمنې هیلې زیاتې کړي، خو بیا هم د دې ناروغۍ د پېژندنې، څارنې او د هغو کسانو د ساتنې لپاره چې له دې وبا سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده. د دې سازمان له‌خوا په خپره شوې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: د طالبانو دریځ سخت شوی، خو دا ستونزې بايد د سولې مذاکرات ونه دروي

‎د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي، اوربند د ټولو خلکو غوښتنه ده او د سولې بهیر کې له نړیوال ملاتړه برخمن دي. ‎د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله د چهارشنبې (د سلواغې ۸مه) په ورځ کابل کې د افغان ښځو شبکې له لوري په يوې جوړه شوې ناسته کې وویل چې اوربند د سولې په معنا نه بلکې د دایمي سولې لپاره د دواړو خواوو د ارادې ښکارندوی دی. ‎ښاغلی عبدالله وایي چې له دوه اړخېزې دمې او د مذاکراتو له بیا پیل وروسته، د طالبانو دریځ سخت شوی، خو په خبره یې دا ستونزې بايد مذاکرات ونه دروي او باید دا بهیر دوام ومومي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې ځوانان: د ژمي ۳ میاشتو کې هېڅ بوختیاوې نه لرو 

په غزني کې ځوانان وايي، د ژمي په ورځو کې هېڅ ډول بوختیاوې نه لري.د دوی په وینا دولت نه ورته د لوبو، نه د مطالعې، کورسونو او نه هم د پارکونه زمینه برابره کړې چې دوی په کې بوخت پاتې شي. ۳۰ کلن عبدالوکیل اشرفي د دې ښار د سنوکر په یوه کلب کې په لوبه بوخت دی وايي، د ژمي په سړو شپو ورځو کې د ځوانانو ډېری برخه بې کاره ګرځي او هېڅ بوختیاوې نه لري. د اشرفي په خبره د مرکز غزني ښار ځوانان بیا هم کله نا کله ځینو غونډو، د کتابونو په مطالعې او یا هم نورو تفریحي پروګرامونو بوخت وي، خو د ولسوالیو ځوانان هېڅ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د خلکو غېبوونکو ته د عمرقېد سزا غوښتنې بيل په پارلمان کې تر وړاندې کېدو مخکې رد شو

نوموړي د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل دوی غوښتل په قانون کې دا خبره ورزیاته شي چې څوک د خلکو په لادرکه کولو کې لاس لري، هغه ته دې عمر قېد سزا ورکړل شي:"دا بيل د لادرکه کسانو د موندلو او په راتلونکې کې په زور د خلکو د غېبولو د مخنيوي لپاره وو. دا د هغو ادارو ضد بيل وو چې په دې کار کې لاس لري."

Pa.azadiradio.com 

جاپان ته د سفر لپاره د المپیک نړیوالې کمېټې نوې غوښتنه کړې

د المپیک نړیوالې کمېټې ټولو لوبغاړو څخه غوښتي چې جاپان ته تر سفر وړاندې د کرونا واکسین ترلاسه وکړي. د المپیک نړیوالې کمېټې د ویب پاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د جاپاني وګړو د خوندیتوب لپاره ورزشکارانو او چارواکو ته لارښوونه شوې چې د سفر دمخه د کرونا واکسین ترلاسه کړي. د المپیک ملي کمېټې ټینګار کړی، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره واکسین یوازینۍ لار ده چې د پکینګ 2021 او د 2022 کلونو لوبو لپاره په پام کې نیول شوي. د المپیک نړیوالې کمېټې دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د تنکیو ځوانانو ترمنځ د فوټبال سیالۍپیل شوې

هرات کې نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) د ١٢ کلنو تنکیو ځوانانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې. د هرات د ورزش ریاست فني مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډیو ته وویل\ چې دغه سیالۍ د هرات د ١٤ لوبډلو ترمنځ کېږي. ښاغلی ضیا وایي، د سیالیو موخه ولایتي سیالیو لپاره د غوره استعدادونو موندل دي. د نوموړي په وینا، د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن د اریانا او انصاري ټیمونو سیالي وکړه او اریانا ټیم درې د صفر په وړاندې لوبه وګټله. ټاکل شوې، چې سبا دوه لوبې تر سره شي. په دغو سیالیو کې به باختر له هیواد او اتک انرژی له افغان لوبډلې سره مخ شي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان په پارليمان کې د اپوزيشن غږ څومره اورېدل کېږي؟

د پاکستان په پارليمان کې اپوزيشن د هغو کمېټيانو په غونډو کې له ګډونه انکار کړی چې مشري یې د قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قیصرکوي ځکه چې د دوی په وېنا هغه بې طرفه نه دی او د خپل ګوند تحريک انصاف په ګټه د اسمبلۍ چارې پر مخ وړي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې اورئ چې ایا رښتيا هم همداسې ده؟

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د تګلارې احتمالي بیا ارزونه

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ باید امریکايي عسکر د روان کال تر مې میاشتې افغانستان پرېږدي، خو تازه پنټاګون له دې هېواده د خپلو عسکرو د ایستو د تګ‌لارې د احتمالي بیا ارزونې پرېکړه کړې. د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري د ۲۹مې د هوکړې د ارزونې له خبر وروسته، پنټاګون هم له افغانستان څخه په احتمالي توګه د خپلو عسکرو د ویستو د تګلارې د بیا ارزونې خبر ورکړی دی. یو شمېر امریکایي رسنیو د‌ دې هېواد د دفاع وزارت د یو شمېر چارواکو له قوله لیکلي، د پنټاګون نوی ټاکل شوی مشر جنرال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"په افغانستان کې تېر کال د هدفي وژنو کچه درې چنده زياته وه"

‎د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په ۲۰۲۰ کال کې د ۲۰۱۹ کال په پرتله د هدفي وژنو کچه درې چنده زياته وه. ‎د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په خپل تازه خپور شوي کلني راپور کې که څه هم په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د تېر یو کال پرتله د ملکیانو د مرګ ژوبلې کچه ۲۱ سلنه کمه ښیي خو بیا هم په اوسنو جګړو او روان تاوتریخوالی اندېښمن دی. ‎د دغه کمېسیون مرستیال نعیم نظري د چهارشنبې په ورځ د ياد کمېسيون د کلني راپور د خپرولو پر مهال رسنیو ته وویل، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ترور یا هدفي وژنو کچه د نورو کلونو په پرتله لوړه وه. Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

"Динамо" и "Зенит" назвали стартовые составы на матч 26-го тура РПЛ

В первый день навигации в Северной столице начали работать 12 водных прогулочных маршрутов

Электронные повестки начнут рассылать россиянам с 1 ноября

Глава Минэнерго Байрактар: Россия помогла Турции избежать кризиса

Музыкальные новости

Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью

В отпуск на Луну: с чем предстоит столкнуться космическим туристам — рассказывает эксперт Пермского Политеха

Власти Евросоюза призвали РФ пересмотреть решение о судьбе "дочек" Ariston и Bosch

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»

Новости России

"Абрамс" едет в Москву

Как использовать нейросети при организации свадьбы? Необычные идеи от колумниста PEOPLETALK Анны Городжей – основательницы свадебного агентства SVADBERRY

Нижегородский опыт по формированию муниципального инвестпрофиля представлен на всероссийском форуме

На Московском и Ладожском железнодорожных вокзалах открылись пункты для туристов

Экология в России и мире

585*ЗОЛОТОЙ» дарит украшения за установку мобильного приложения

День Земли - каждый день

Весенние субботники прошли на предприятиях «Московского» филиала ООО «ЛокоТех-Сервис»

Сергей Трофимов выступит с летним концертом в Зеленом Театре ВДНХ

Спорт в России и мире

Рублёв победил Давидович-Фокину в 3-м круге «Мастерса» в Мадриде, отыгравшись с 0:5 на тай-брейке

Россиянка Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису

Мирра Андреева установила новый рекорд на турнирах WTA-1000

Медведев рассказал, что у него не получилось в первом сете матча с Арнальди в Мадриде

Moscow.media

Утро у монастыря...

ТСД SAOTRON RT-T50: высокопроизводительный терминал сбора данных промышленного класса

Военные следователи провели в Судаке проверку лиц, не вставших на воинский учет

Июльская ночь...











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Предстоятель Русской Церкви совершил Литургию в Храме Христа Спасителя и возглавил хиротонию архимандрита Серафима (Пасанаева) во епископа Минусинского и Курагинского

Финал чемпионата Суперлиги по баскетболу пройдет в Химках

День открытых дверей провели в МОНИКИ

Городские службы переведены на усиленный режим работы до 12 мая из-за праздников