د اېرلېنډ او افغانستان کرکټ لوبډلو تر منځ نن پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) لومړۍ پنځوس اوریزه سیالۍ وشوه چې افغان لوبډلې د ۱۶ منډو په توپیر دا سیالۍ وګټله. په دې لوبه کې افغانستان د سیالۍ پچه وګټله او لوبه یې پیل کړه چې په ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې او د ۱۸۸ منډو هدف يې مقابلې لوبډلې ته وټاکه. د افغانستان د پيل یوه لوبغاړي رحمان الله ګربز ۱۲۷ منډې وکړې. ګربز په نړیواله کچه ۱۶م لوبغاړی شو چې په خپله لومړۍ نړېواله یو ورځېنۍ لوبه کې سلیزه وهي. په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې... Читать дальше...
په پکتیا کې ماین چاودنې یو تن قومي مشر وژلی او یو بل کس یې ټپي کړی دی. د پکتیا د پولیسو ویاند حیات الله نظامي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د پنجشنبې د ورځې مازدیګر ناوخته د دې ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ په خوازي خېلو سیمه کې شوې. دی وایي، د چسپکي ماین په دې چاودنه کې د حاجي رحیم په نوم یو قومي مشر وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی. د یادې سیمې اوسیدونکي حاجي رحیم د دې ولسوالۍ یو له هغو قومي مشرانو بولي چې د خیر ښېګڼې او د سیمې د ارامۍ او د خلکو د یووالي لپاره یې ګڼې هلې ځلې کولې. دوی وایي،... Читать дальше...
په باچاخان مرکز پېښور کي د جنورۍ پر ۲۰مه عوامي نیشنل ګوند په پښتنو کې د اصلاحي تحریک ۱۰۰ کلن جشن پرانېستلی. د ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان مشال راډیو ته وویل چې د باچاخان او ولي خان د شریک تلین په اړه به هم په پېښور کې یوه لویه جلسه ترسره کوي. نور په دې ویډيو کې
د هند تامیل ناډو ایالت کې د هغه کلي اوسیدونکو چې د امریکا د مرستیالې ولسمشرې کمالا هارېس د مور د زوکړې اصلي سیمه ده، د هاریس د لوړې په ورځ د دعا خوانۍ او خوښۍ مراسم ترسره کړل. کمالا هارېس لومړنۍ ښځه ده چې د امریکا مرستیاله ولسمشر ټاکل کېږي. د هغې مور هندۍ او پلار یې جامایکايي دی.
په دې کې له نيمايي زيات يې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د صدراتي فرمانونو د لغوه کولو په اړه ول.
د ایټالیا فوټبال د سوپرجام سیالیو په جریان کې یوونتوس لوبډلې ناپولي ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړه. د تېرې شپې په جالبې سیالۍ کې رونالډو په ۴۶مه دقیقه کې او ورپسې موراتا یوونتوس لوبډلې ته ګولونه ووهل. د ناپولي لوبډلې په ۷۵ پاینالټي امتیاز ترلاسه کړ، خو ونه توانېد چې د یوونتوس په وړاندې کوم ګول ووهي. دا د یوونتوس لوبدلې د ایټالیا د سوپر جام په سیالیو کې نهمه بریا ده چې ترلاسه کوي یې.
پامیر لوبډلې د هرات له شلو کلونو د کم عمره ځوانانو د فوټبال جام سیالیو اتلولي وګټله. د هرات ولایت د روزشي ادارې فني مسول ضیاالحق ضیا نن پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ له تېرو دوو میاشتو راهیسې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ روانې وې. ښاغلی ضیا زیاتوي، په یادو سیالیو کې د پامیر او سرخ پوشانو لوبډلې توانېدلې وې چې پای لوبو ته لاره پیدا کړي. د پامیر او سرخ پوشانو ترمنځ وروستۍ لوبه تېره ورځ وشوه چې په پایله کې پامیر درې د دوه په مقابل کې سرخ پوشانو لوبډلې ته ماته ورکړه او د سیالو... Читать дальше...
د عراق په پلازمېنه بغداد کې دوو پرله پسې ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه ۲۸ تنه وژلي او ۷۳ نور یې ټپیان کړي دي. دا په بغداد کې له تېرو دوو کلونو راهیسې تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده. دا بریدونه نن تیاران څلور لارې ته نژدې هغه سر خلاصي مارکیټ کې وشول چې لیلامي کالي په کې خرڅیږي او د کرونا له لګول شویو بندیزونو وروسته په کې ګڼه ګوڼه ډېره وه. د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي، لومړني ځان مرګي د همدې مارکیټ دننه لومړی ځان په ناروغۍ اچولی و، کله چې خلک ور ټول شول، په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي یې وچوول. Читать дальше...
کملا هاریس لومړنۍ ښځه چې د امریکا د ولسمشر د مرستیالۍ تر څوکۍ ورسیده، د هندي مور او جامایکايي پلار لور ده. په دې راپور کې د یوې داسې میرمنې ژوند ته کتنه کوو چې د امریکا په تاریخ کې یې نوې پاڼه پرانیسته.
د افغانستان ټولو حکومتي ادارو ولس ته د حساب ورکولو لړۍ پرون چهارشنبه (د سلواغې ۱مه) پیل کړه. نن پنجشنبه یې د افغانستان د نورم او سټنډرډ ملي ادارې د خپل یو کال لاسته راوړنې او ترسره کړي کړنې د رسنیو له لارې له ولس سره شریکې کړې. د دې ادارې رئیس عزیز احمدزی وايي، سره له دې چې کرونا ویروس په ۱۳۹۹ کال کې ټول کارونه له عادي حالته غیر نورمال حالت ته اړولي وو، خو بیا هم د "انسا" یا د نورم او سټنډرډ ادارې له خوا د حکومت خزانۍ ته په میلیونونو افغانۍ ور زیاتې شوي دي. ښاغلي احمدزي زیاته کړه: "په ۱۳۹۹کال... Читать дальше...
د بلوچستان په تربت کې یوه ځايي عدالت د پوهنتون د یوه زده کونکې د وژنې په تور د سرحدي ځواکونو یو عسکر ته د مرګ سزا اورولې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ډېر ژر به دغه هېواد کې د سولې په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو 'تاریخي' غونډه ترسره شي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغې غونډې د جوړېدو خبره په ریاض کې د اسلامي نړۍ د اړیکو مشر شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره د لېدو پر مهال کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې که څه هم د دغې غونډې دقیق وخت او ځای نه دی ښودل شوی، خو ویلي یې دي، دغه غونډه کې به د افغانستان کړکېچ ته له دیني نظره د حل لارې چارې ولټول شي. د اسلامي نړۍ د... Читать дальше...
د جنورۍ پر ۱۸مه په پکتیا کې د سوهېل ختځ زون د څلورو ولایتونو لسګونه ښځې او نارینه د دوو کلنو روغتیايي زده کړو تر بشپړېدو وروسته د فارمیسۍ او لابراتور له څانګو فارغ شول.مسوولین وايي، د دې نویو فارغانو په ګمارنه سره به یې د روغتیايي کارمندانو د کمښت ستونزه یوڅه هواره شي.نور په دې ویډیويي راپور.
که څه هم د سولې خبرو دوهم پړاو له پیله تر دې دمه د افغان دولت مذاکراتي پلاوی د دواړو لورو ترمنځ پر اجنډا د بحث خبر ورکوي، خو طالبان تراوسه د افغان دولت پلاوي سره مذاکراتو لپاره چمتو نه دي. تازه طالبانو ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې اساسي ستونزه د یادې ډلې او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې نه پلي کول دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم، ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې لیکلي: "د ستونزو د حل لار د هوکړې عملي کول دي، د بندیانو خوشې کېدل او د تورو لېسټونو له منځه وړل د هوکړې... Читать дальше...
په سروې پروګرام کې مو دا ځل له ټانک سیمې ګل نسا کنډۍ مېلمنه ده. نوموړې په سوډان کې د ملګرو ملتونو د امن مشن لپاره د پولیس افسرې په توګه ګومارل شوې ده. هغه وايي، د یو شمېر سختو ازموینو پس د دې جوګه شوه چې د ملګرو ملتونو مشن لپاره منتخبه شي. له ګل نسا سره زموږ همکارې ملیحې امیرزاده خبرې کړي دي.
د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه سوګند پورته کولو وروسته، جو بايډن لومړی کار دا وکړ چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځيني فرمانونه یې ختم کړل. په دې فرمانونه کې هغه هم شامل دی چې له ځينو مسلمانو هېوادونو څخه د کډوالو په ورتګ یې بندیز لګولی وو. نور په دې ویډیويي راپور کې.
سره د دې چې قطر کې د افغان او طالب پلاوو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، تازه په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولینو تصمیم نیولی چې په پکتیا او خوست ولایتونو کې د سیمه ییزې اردو لپاره درې زره کسان وګماري. دوی وایي، په پکتیا کې د سیمه ییزو پولیسو تشکیلات ختموي او پرځای یې د سیمه ییز اردو ځواک رامنځته کوي. د سیمه ییزو پولیسو د تشکیلاتو د ختم له پرېکړې د دې ولایت یو شمېر اوسیدونکي هرکلی کوي او وایي، سیمه ییزو پولیس په فساد کې ښکېل و، د دندې پر مهال د شخصي غوښتنو په نظر کې نیولو تر څنګ د مسلکي... Читать дальше...
عمران خان د جنورۍ پر ۲۰مه په خپل ټويټ کې د امريکا او پاکستان تر منځ د عامې روغتيا، اداري فساد د مخنيوي او په سيمه کې د امن پر پراختيا هم ګډ کار کولو ته ليوالتيا ښودلې ده.
د امریکایي رسنیو د راپور له مخې د امریکا پر بهرنیو نشراتو د څار سازمان مشر مایکل پک د ولسمشر جوبایډن په غوښتنه یې له دندې استعفا کړې. د "یو.اېس.اې.جي.ایم" سازمان د ازادې اروپا/ ازادي راډیو او امریکا غږ په ګډون د امریکا په نورو نړیوالو رسنیو د څار دنده لري. واشنګټن پوسټ، د امریکا عمومي ملي راډیو او واشنګټن اګزماینر رسنیو پر خپلو ټویټرپاڼو دا خبر خپور کړی دی. پک هم له دندې استعفا کړې، خو تر اوسه ښاغلي بایډن په رسمي ډول نه ده منلې. مایکل پک په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د امریکا پر رسنیو د څار سازمان... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره نننۍ لوبه کې ښه بیټینګ یا توپ وهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه. دا د دواړو ټیمونو ترمنځ د پلان شوېو درېیو پنځوس اورېزو لوبو لومړنۍ سیالۍ ده چې نن پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) په اماراتو کې ترسره کېږي. د افغانستان د پيل یوه لوبغاړي رحمان الله ګربز ۱۲۷ منډې وکړې. وروسته به معلومه شي چې د ایرلنډ لوبډله به دغه هدف پوره کړي او که به افغان لوبډلې ته لومړنۍ ماته مني؟ د دغو دواړو ټیمونو ترمنځ دوهمه او درېیمه سیالۍ د جنورۍ په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه کېږي.
پاکستاني چارواکي وایي، د دوی د حکومتي ملېشې څلورغړي د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي. پر دغو ملېشو پرون چهارشنبه د بلوچستان ایالت د کوټې جنوب ختیځ ته په دوه سوه کیلومترۍ کې د کهلو په سیمه کې هغه مهال چاودنه وشوه چې په ګزمه بوخت وو. په چاودنه کې د دغو ملېشو پنځه نور غړي ټپیان شوي دي. تراوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسولیت نه دی اخیستی. په بلوچستان کې څه موده وړاندې په یوه مخامخ وسله وال برید کې ۱۳ کان کیندونکي هم وژل شوي وو. پر کان کیندونکو د برید مسولیت داعش ډلې منلی و.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان سولې د خبرو پیل له خپلو مهمو بریاوو څخه شمېره. خو د ټرمپ دا " بریا" افغانان څه ډول ارزوي؟ ایا ټرمپ ريښتیا افغانستان کې سولې ته لاره پرانیسته ؟ په دی راپور کې همدې پوښتنې ته ځواب لټوو.
په کندز کې یو ځل بیا جګړو زور اخېستې او هره شپه د دې ولایت ولسوالۍ او د ښار شااوخوا سیمې د وسله والو او د دولتي ځواکونو ترمنځ د درنو جګړو او نښتو شاهدانې وي. دا جګړې نه یوازې چې د خلکو څخه د سر او مال قرباني اخلي، بلکې دې ساړه ژمي کې یې ګڼې کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ اېستي. په کندز کې د جګړو له امله بې ځایه شوي کډوال وايي، هماغومره چې سږنی ژمې په کندز کې د نورو کلونو پرتله سوړ دی، د جګړو ډګر هماغومره تود دی. دوی وايي، د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه د کندز ښار شااوخوا سیمو او ولسوالیو... Читать дальше...
د افغانستان کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، هڅې روانې دي چې سږ کال اماراتو ته د صادراتو کچه څو برابره زیاته شي. د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبعیي سرچینو مرستیال حشمتالله غفوري وايي چې ۱۳ کرنیز توکي چې کولای شي د متحده عربي اماراتو د مارکېټ غوښتنې ته ځواب ورکړي، باید په جدې توګه پرې کار وشي. ښاغلی غفوري زیاتوي، له هغو سوداګرو سره چې متحده عربي اماراتو ته کرنیز محصولات صادروي، د هوایي دهلېز او ځمکني ټرانسپورت په برخه کې د دوی د ستونزو او دغهراز د پروسس، بستهبندۍ، سرټیفکېټونو او د مېوو... Читать дальше...
د جنورۍ پر ۲۰مه په قلعه سیف الله کې ناڅرګنده وسله والو هغه وخت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند قلعه سیف الله ضلعې سينير معاون سیکرټري سیداکبرخان او نصیب وطنپال له ډزو وروسته وتښتول شول کله چې دوی د ګوند د دفتر مخې ته ولاړ ول.