Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو: د سیمه ییزو پولیسو ځواک په سیمه ییزه اردو بدلوو

سره د دې چې قطر کې د افغان او طالب پلاوو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، تازه په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولینو تصمیم نیولی چې په پکتیا او خوست  ولایتونو کې د سیمه ییزې اردو لپاره درې زره کسان وګماري.


دوی وایي، په پکتیا کې د سیمه ییزو پولیسو تشکیلات ختموي او پرځای یې د سیمه ییز اردو ځواک رامنځته کوي.


د سیمه ییزو پولیسو د تشکیلاتو د ختم له پرېکړې د دې ولایت یو شمېر اوسیدونکي هرکلی کوي او وایي، سیمه ییزو پولیس په فساد کې ښکېل و، د دندې پر مهال د شخصي غوښتنو په نظر کې نیولو تر څنګ د مسلکي روزنې د نشتوالي له امله د سیمو د امنیت په ټینګښت کې ګټور نه و.


د پکتیا یو تن قومي مشر انور صدیقي ازادي راډیو ته وویل: "دوی د خپل ټوپک او یونیفارم نه غلطه استفاده کوله او شخصي دښمنۍ یې پاللې او خلکو سره یې سم چلند نه کاوه،که دوی نورو ارګانونو ته جذب شي او وروزل شي ډېره ښه ده، ځکه د سیمه ییزو پولیسو ښېګڼې کمې او نیمګړتیاوې ډېرې دي."


د پکتیا امنیه قومانداني وایي، سیمه ییز پولیس د لا ښې روزنې او اکمال په موخه د ملي پولیسو او سیمه ییزې اردو لیکو ته جذبېږي.


په پکتیا کې د ۲۰۳م تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل چې له خوست او پکتیا ولایتونو یې یو زر او درې سوه تنه د سیمه ییزې اردو لیکو ته جذب کړي چې ډېر ژر به د دې ولایتونو په هغو سیمو کې چې اړتیا ورته لیدل کېږي، وګماري.


د ښاغلي مومند په وینا سیمه ییزه اردو به له دې امله ګټوره وي چې سرتیري یې د خلکو او د سیمې له جغرافیې سره بشپړه بلدتیا لري.


ښاغلی مومند زیاتوي: "دوی اوس مهال په ۲۰۳ تندر قول اردو کې تر روزنې لاندې دي، دوی به بیا خوست او پکتیا کې هغه ځایونو کې چې ورته ضرورت دی کار کوي او زموږ ډېر‎ې ستونزې به ورسره حل شي، ځکه چې ۱۳۰۰ کسان یو ډېر لوی قوت دی."


د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند د سیمه ییزو پولیسو په اړه د خلکو شکایتونو ته په اشارې وایي  ټول جذب شوي سرتیري به له یوې شفافې پروسې وروسته ځانګړې روزنېزې دورې ته ور وپېژندل شي چې له فارغېدو وروسته به ترې د فساد د نه کولو او له دندې د ناسمې استفادې په اړه سوګند واخېستل شي، همدا راز هغه سرتيري چې له اصولو سرغړونه کوي، مجازات به شي.


نوموړی وایي، د سیمه ییزې اردو د جوړولو دغه لړۍ به ډېر ژر د سوېل ختیځ زون نورو ولایتونو ته هم وغځول شي، خو دا چې سیمه ییزه اردو به څومره د خلکو په خوښه او د امنتیي ځواکونو د مسولینو له هیلو سره سم بریالی ماموریت ترسره کړي؟ هغه پوښتنه ده چې ځواب به یې راتلونکی ووایي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus