د بشري حقونو فعالې کريمې بلوچ مړی د بلوچستان په کيچ ضلعه کې د هغې په کلي، تومپ کې خاورو ته وسپارل شو. د جنورۍ په ۲۵مه شوې د هغې په جنازه کې يوازې د تومپ خلکو ته اجازه ورکړل شوې وه. ۳۷ کلنه کريمه بلوڅ د دیسمبر په ۲۰مه د کینېډا په ټورنټو کې لادرکه او يوه ورځ وروسته یې مړی وموندل شو. هغه هلته د سياسي پناه لپاره تللې وه. يو ځايي خبريال عتيق بلوچ د جنورۍ په ۲۵مه مشال راډيو ته وويل امنيتي ځواکونو د بلوچستان د نورو سيمو خلکو ته اجازه ورنه کړه چې تومپ ته ورشي او کوم خلک چې جناز ته تللي وو، هغوی هم د امنيتي ځواکونو له خوا ژر خواره واره کړل شول. Читать дальше...
په تاجکستان کې هڅې روانې دي چې د تن پلورونکو ښځو ماشومان ترې ستانه او دولت یې سرپرستي په غاړه واخلي. موجوده، د پارلمان او حکومتي چارواکو هغو هڅو خواشیني کړې چې تن پلورونکې ښځې او جنسي کاروباریان د ماشومانو له لرلو محروموي. څه باندې دېرش کاله عمر لري. په وروستیو څو کلونو کې یې د دوشنبې په یوه څنډه کې تن پلورونکو ښځو ته د مشتریانو په پیدا کولو ګوزاره چلولې ده. له دولته ګیله منه ده وايي د دې پر ځای چې ماشومان ترې واخلي ښه ده چې دولت بدیل کارونه ورته پیدا کړي څو دوی ځان او بچیان ماړه وساتي او تن پلورنې ته اړې نه شي. Читать дальше...
په بلخ ولایت کې کلالان وايي، چې د بهرني توکو د وارداتو له امله اوس مهال په داخلي بازارونو کې د هغوی لاسي تولیدات خرڅلاوی له ماتې سره مخ دی. د بلخ کلالان وايي چې"چینايي توکو زمونږ ډوډۍ له دسترخوانه ورکه کړې." دا د ۶۸ کلن حاجي عبدالقیوم خبرې دي، چې له ۵۲ کلونو راهیسې په مزارشریف ښار کې کلالي کوي. کلالي د افغانستان له قدیمي او یو وخت مهمو صنایعو څخه شمېرل کېږي. خو اوس په داخلي بازارونو کې د وارداتي او ارزان قیمته توکو له امله یې بازار له ماتې سره مخ دی. په مزارشریف کې حضرت علي ته د منسوب زیارت... Читать дальше...
د بې پولې خبریالانو ټولنې د پاکستاني چارواکو هغه بربنډ سانسور غندلی چې په نتیجه کې یې بي بي سي له یوه خصوصي پاکستاني ټلویزیوني چینل سره په اردو ژبه د خبرونو خپرېدل درولي دي. بي بي سي ویلي، چې چارواکو د دوی په خپرونو کې مداخله کوله. د بې پولې خبریالانو د آسیاپسفیک د څانګې مشر ډانیل بسټارډ نن په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې له AAJ ټلویزیون سره د بي بي سي د قرارداد د لغوه کولو پرېکړه دا مانا لري چې بي بي سي له دې ډډه کړې چې پر دغه چینل د پاکستاني چارواکو له خوا لګول شویو بندیزونو ته په ګونډو شي. Читать дальше...
اکسفام چې په نړۍ کې له بېوزلۍ سره مبارزه کوي، وایي، د خپرې شوې کرونا وبا له برکته په نړۍ کې لس کسان دومره شتمن شوي چې پیسې یې د ټولې نړۍ وګړو ته د کوویډ۱۹ ناروغۍ ضد واکسین له پېرلو هم زیاتې دي. دغې نړیوالې مرستندویه ټولنې په یوه راپور کې چې نن یې خپور کړی، د ډېرو شتمن شویو کسانو په ډله کې د امازون د کمپنۍ مشرجیف بیزوس، د فیسبوک موسس مارک زاکربرګ او د تیسله کمپنۍ موسس ایلون مسک ښودلي چې د دغې وبا له برکته یې ټوله شتمني ۵۴۰ ملیارډ ډالره زیاته شوې ده. اکسفام دغه راز ویلي، دا دومره شتمني ده چې... Читать дальше...
د افغانستان د مالیې وزارت لرې شوی وزیر عبدالهادي ارغندیوال وايي، په ده لګېدلي تورنه ټول بې اساسه دي. نوموړي په کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل، د افغان جمهور رییس تر څنګ یو حلقه فعالیت لري چې هر کله یې ګټي په خطر کې شي دغه ډول دسیسې جوړوي. هغه وايي، اوسنی حالت سم نه دی او په دې وضیعت کې کار کول ډېر سخت دی. نوموړي زياته کړه: "زموږ خلکو ته هم دغه واقعیت معلوم دی چې یوې حلقې د جمهور رییس شاوخوا محاصره کړې او له بده مرغه رییس جمهور هم ډېری وخت له واقعیتونو نه خبرېږي، کله چې ددغې حلقې ګټې... Читать дальше...
د سعودي عربستان موډلانو پرون د دې هېواد په پلازمېنه ریاض کې د بلجیم د سفارت په انګړ کې د لامبو د یوه حوض په غاړه د جامو یوه ننداره یا فیشن شو اجراکړه. دغه موډلانې چې دودیزې عبایا جامې یې په تن وې، په نوې بڼه د یوې عصري مېرمنې لپاره د دغو جامواغوستل یې نندارې ته وړاندې کړل. د بلجیم د سفارت له خوا تنظیم شوې دغه ننداره کې د سعودي د ملکې صفیه حسین له خوا ډیزاین شوې جامې چې د سعودي د کلتور تر نفوذ لاندې د لویدیځ د مختلفو ډولونو یوګډ ترکیب دی، وښودل شوې. د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان... Читать дальше...
ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د جلال اباد خواړه په نوم نندارتون جوړ شو. د جلال اباد خواړه؛ د هغې مېلې او نندارتون نوم چې په لومړي ځل نن په کې د ننګرهار مشهور خواړه نندارې او خوراک ته ایښودل شوي وو. د خوړو مېله او د بېلابېلو کرنیزو توکو، لاسي صنایعو او نورو کورنیو تولیداتو او محصولاتو دغه نندارتون د جلال اباد ښاروالۍ او کرنې ریاست په همغږۍ جوړ شوی و چې په کې لسګونه توکي او د ننګرهار ۱۸ ډوله خواړه نندارې ته ایښودل شوي وو. د جلال اباد په سراج العمارت بڼ کې په دې مراسمو کې د افغانستان د کرنې مالدارۍ... Читать дальше...
د افغانستان جمهور رییس وايي، د امریکا امنیت شورا له طالبانو سره شوې هوکړه له سره څېړي او له هغې وروسته له افغان حکومت سره په دې اړه مشوره کوي. په امریکا کې د نوې ادارې له رامنځته کېدو او د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو له ټیلفونې خبرو وروسته، اوس افغان حکومت وايي، امریکا له طالبانو سره کړې هوکړه بیا ځلي څېړې او له افغان حکومت سره پرې مشوره کوي. جمهور رییس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل، اوس له امریکا سره د اړیکو نوی باب پرانیستل شوی او دغه اړیکې لا پراخېږي. ... Читать дальше...
په بېلاروس کې د الکساندر لوکاشينکا پر ضد د اعتراضونو په دوام د تیرې ورځې په اعتراضونو کې نږدې ۱۶۰ کسان نیول شوي دي. دغه اعتراضونه په اګست میاشت کې د ولسمشرۍ د شپږمې دورې لپاره د لوکاشينکا د بیا ټاکل کېدو په وړاندې په بېلاروس کې پیل شوي دي. معترضان ادعا کوي، چې په دغو انتخاباتو کې درغلي شوې ده. د بېلاروس چارواکو د دغو اعتراضونو په ترڅ کې په زرګونو کسان نیولي دي.
په غزني کې د سرې میاشتې د ټولنې پرکارکونکو په وسله وال برید کې د دې ټولنې دوه تنه کارکوونکي ټپیان شوي دي. په سیمه کې د دغې ټولنې رييس سمیع الله صدیق نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه برید نن غرمه مهال د دوی د هغو کارکونکو د موټرو پر کاروان شوی چې په قره باغ ولسوالۍ کې د بشرپالنې د خدمتونو تروړاندې کولو وروسته بېرته راګرځېدل. هغه زياتوي: "د کابل ـ کندهارپه عومي سړک باندې، غزني ښار ته څېرمه د نوغي په کلي کې پرې وسله وال برید شوی چې له بده مرغه زموږ دوه تنه همکاران ټپیان دي او موټرو ته هم زیان رسېدلی... Читать дальше...
د پاکستان سپريم کورټ د امریکايي خبر یال، ډېنيل پرل په وژنه کې، د تورن احمد عمر شېخ د خوشي کولو پر ضد د سند صوبې حکومت درخواست رد کړ. سپريم کورټ نن (د جنورۍ په ۲۵مه) د سند های کورټ هغه پرېکړه پر ځای وساتله چې تېر کال یې د عمر شېخ او دريوو نورو ملګرو د خوشي کولو لپاره کړې وه. د سيند های کورټ د دوه کسیزه ججانو بنچ د ډېسېمبر پر ۲۴مه په فیصله کې البته ویلي چې حکومت دې د څلورو کسانو احمد عمر شیخ، فهد نسیم، سید سلیمان ثاقب او محمد عادل نومونه د ممنوع الخروج کسانو یا اېګزېټ کنټرول په لېسټ کې واچوي.... Читать дальше...
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره يا اترا وایي، ډېر ژر به په افغانستان کې ډیجیټل او آی پي یعنې انټرنېټي ټلویزیوني خپرونو ته زمینه برابره کړي. د دې ادارې ویاند سعید شینواري ازادي راډیو ته په دې اړه چې دا به د ټلویزیونې خپرونو په برخه کې څه ډول اسانتیاوې رامنځته کړي، وویل: "په دې سره به په افغانستان کې خلک په نوې بڼه، په ښه کیفیت ټلویزیوني نشراتو او هم د آی پي له لارې نشراتو ته لاسرسی ولري. په دې سره به د ټلویزیونو عواید هم ښه شي." تر دې مخکې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې يا اترا رئیس عمر منصور... Читать дальше...
د افغانستان اوسپني پټلۍ اداره، په هېواد کې د امنیت نشتون د پروژو د پلي کولو پر وړاندې لویه ستونزه یادوي. ملت ته د حساب ورکولو د پروګرام په دوام نن د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او کار ټولنیزو چارو وزارت خپل کلني راپورونو وړاندې کړل. د افغانستان اوسپني پټلۍ اداره د خپلو پروژو پلي کولو پر وړاندې د امنیت، تخصصي کسانو او د تجهیزاتو نشتون عمده ستونزې یادوي. د دې ادارې مشر یما شمس وویل، د اوسپنې پټلۍ اداره خپلې هڅې کوي چې افغانستان له سيمې او نړۍ سره وصل کړې خو په دغه هېواد کې نا امني يې پر وړاندې لوی خنډ دی. Читать дальше...
افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په دغه هيواد کې د کرونا ويروس اغېز مخ په کمېدو دی. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د نړیوالې ټولنې په مرسته به تر راتلونکې سرطان میاشتې پورې ۲۰ سلنه خلکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین زمینه برابره کړي. د دې وزارت مرستیال ویاند، نورالله تره کي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د روغتیا نړيوال سازمان،د واکسین نړیوالې ټولنې،نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک په مرسته به د راتلونکو دوو کلونو تر پایه ۴۰ سلنه افغانان واکسین شي. نوموړی وایي، چې وروستیو دوه... Читать дальше...
په خېبرپښتونخوا کې فلم جوړونکي او د ماشومانو حقونو مبارز، سکندر وینسینټ خان د ماشومانو لخوا د شوو مبینه جرمونو او د هغوی په ځانګړو عدالتونو یو فلم جوړ کړی دی. دا فلم د ماشومانو لپاره په ځانګړو عدالتونو او هغوی ته د انصاف ورکولو پر موضوع راڅرخي چې د جنورۍ پر ۳۰ به پر یوټیوب او نورو ټولنیزو رسنيوو خپرېږي. فلم په دريو برخو ویشل شوی دی. سکندر خان د جنورۍ پر ۲۴مه مشال رېډیو ته وویل چې د فلم جوړولو مقصد یې په خلکو کې د ماشومانو لخوا د شوو مبینه جرمونو او د ماشومانو حقونو په اړه پوهاوی ورکول دي. ... Читать дальше...
په ارزګان کې یو شمېر ښځینه فعالاني وايي، له نامعلومو ادرسونو ورته ګواښونه کېږي. په افغانستان کې د یو شمېر خبریالانو او مدني فعالانو تر وژل کېدو وروسته اوس په ارزګان ولایت کې یو شمېر هغه فعالانې چې د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه کوي، وايي چې په دې ورستیو کې په مرګ ګواښل شوي دي. په ارزګان ولایت کې د ښځو د همغږۍ ټولني مشرې نازو سنګر ازادي راډيو وویل، چې یو شمېر نا معلومو کسانو ګواښونه ورته کړي چې له مدني فعالیت څخه دې لاس واخلي او په خبره يې دغه ګواښوونه ورته پر ټيلیفون کېږي. نوموړې وايي، د دغو ګواښونو... Читать дальше...
د هلمند د جګړو څخه بېځايه شوې کورنۍ، خواړه او سرپناه غواړي. هغه کډوال چې د هلمند وروستیو جګړو له خپلو کورنو بې ځایه کړي وايي، ژمي یې د کډوالۍ ستونزې څو چنده زیاتې کړي. دوی له دولت او مرستندویه ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي. په دې اړه نور حال د ازادی راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي:
په کابل کې د هدفي وژنو او چاودنو په دوام، د دوشنبې په سهار د ایټالیا سفارت اړوند یو موټر په نښه شوی. د کابل امنیه قوماندانۍ دننه یوه سرچینه چې نهغواړي نومیې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، په دې پېښه کې د سفارت کارکوونکو ته ځاني زیان نهدی اوښتی. سرچینه په دې اړه ډېر جزییات نهورکوي. په کابل کې د ایټالیا سفارت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي. په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز مني چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې په پروان دو سیمه کې چاودنه شوې. ښاغلي فرامرز ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په بلخ کې طالبانو ته د مرګژوبلې خبر ورکوي. دې قول اردو نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه طالبانو د دې ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د درېیمې لوا د کمانډو د درېیم کنډک پوځیانو هغه په شا وتمبول او د نښتو په پایله کې ۱۱ طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول.
د امریکې د نړيوالو رسنيوو ادارې، يو ايس اې جي ايم ډېزي سينډلر د ازادې اروپا رېډيو سرپرسته مشره وټاکله. همداراز د دې ادارې تر لاندې کارکوونکو نورو رسنيوو لپاره هم نوي سرپرست مشران او مشرانې غوره شوي دي.
اندونیزیا وایي، د دې هېواد په جنوب ختیځو اوبو کې یې د تېلو یو ایرانی ټانکر او د پاناما یوه بېړۍ چې په غیر قانوني توګهیې تېل لیږدول، ضبط کړي دي. له دې مخکې ایران تورن شوی چې پر دې هېواد د امریکا لهخوا له لګول شویو بندیزونو څخه د ځان تېر ایستلو لپاره د تېل وړونکو بېړیو د رادار سیستمونه غیر فعال کوي. د اندونیزیا د سمندري چارو د امنیت ادارې نن وویل چې د اومه تېلو دغه سترې لېږدونکې کښتۍ یې چې پر یوې د ایران بیرغ او پر بلې د پاناما بیرغ رپېده، یوه ورځ مخکې د کالمانتان ولایت په سواحلو کې ضبط کړي. Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ادعا کړې چې د طالبانو کورنۍ په ځينو هېوادونو کې د یرغملو په توګه ژوند کوي نو ځکه دا وسله واله ډله د خپلو پرېکړو ازادي نه لري.
سپوتنک پنځه په داسې حال کې منظور شوی چې دې هېواد وار له مخه د اکسفورډ پوهنتون استرا زېنيکا او د چين ساينو فورم واکسينونو ته د استعمال اجازه ورکړې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیتي مديريت ادارې (يو اېن اېس اېم اېس) په يوه ياداښت کې، چې پاکستاني رسنيو د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه ترلاسه کړی، خپلو کارکوونکو ته ويلي چې د پیلوټانو له خوا د جعلي