ډاکټره عایشه صدیقه وايي د نړۍ هر وزیراعظم، ولسمشر یا بل کوم لوړپوړی چارواکی چې اسلام اباد ته ځي نو بيا په پينډۍ کې د پوځ د مشر سره خامخا ګوري ځکه چې د هغې په وېنا نړيوال پوهه دي چې دلته اصلي فیصله کوونکي څوک دي.
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر وایي، هېواد یې په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو پلوي نه کوي. راس وېلسن نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) پر خپل ټویټر دغه راز لیکلي چې د افغانستان د سولې مذاکراتو پایلې په افغانانو پورې اړوندې دي. د ده په وینا امریکا په دې باور ده چې د دغو مذاکراتو پایلې باید د افغانستان د خلکو هیلې منعکسې کړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اوس- اوس د یوه مؤقت حکومت د جوړېدو په اړه بحثونه کېږي او انګېرنه دا ده چې ګواکې دا له طالبانو سره د سولې توافق زمینه برابرولی شي. Читать дальше...
د هغو افغان پناه غوښتونکو چې په جرمني کې یې پناه غوښتنې رد شوي، ۲۶ کسیزه ډله نن کابل ته ورسېده. د هوايي ډګر مسوولین وایي، د دغو کسانو لپاره چارتر شوې الوتکه د سهار اووه بجې په کابل کې کېناستله. دا د ۲۰۱۶ میلادي کال له ډسمبر راهیسې ۳۵م ځل دی چې له جرمني څخه افغان پناه غوښتونکي د اسنادو د نه منل کېدو وروسته افغانستان ته استول کېږي. د 'ډي.پي.اې' خبري اژانس په راپور کې په همدې موده کې له جرمني د ایستل شوېو افغان پناه غوښتونکو شمېر ۹۶۳ تنه ښودل شوی دی. نورو اروپایي هېوادونو هم ورته لړۍ پیل کړې ده. Читать дальше...
په پکتیا ولایت کې په لومړي ځل د ۶ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د یوه خصوصي پانګه وال له خوا د ځڼغوځیو د پروسس فابریکه جوړه شوه. په دې فابریکه کې ځڼغوزي په معیاري توګه پروسس او د صادراتو لپاره بسته بندي کېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
د لورلايي ولس ته په خپله وینا کېمولانا فضل الرحمن وویل، مسلې سنجیده دي، دومره اسانې نه دي. دا جنګ د پاکستان نظام کې د اصلاح راوستولو لپاره دی او که دا اصلاح نه راغله نو په دې ملک کښې به یو لوی توپان راپورته شي.
په پکتیا کې یو شمېر ځوانان د پیسو په مقابل کې په قومي او قبیلوي شخړو کې جنګیږي. دوی د هغو کسانو پرځای چې مساپر او یا هم په کاروبارونو او دندو بوخت وي، د پیسو په مقابل کې ګمارل کېږي، څو د مخالف لوري پر وړاندې مورچلې وساتي او یا هم خپلې نوبتي پهرې وکړي. پکتیا له هغو ولایتونو څخه دی چې د ځمکې او غرونو پر سر په کې د قومونو او قبیلو تر منځ شخړې له ډېر پخوا معمول دي. د منګلو او خروټو تر منځ شخړه یوه له هغو څخه ده چې له کلونو راهیسې روانه ده او تر دې مهاله په کې له دواړو لوریو لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي. Читать дальше...
موږ د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان تازه رپورټ په اړه د کورنیو چارو او د بشري حقونو له وزیرانو او د وزارتونو له یو شمېر چارواکو سره رابطې وکړې. ځینو چارواکو له خبرو ډډه وکړه او له ځینو سره په رابطې و نه توانېدو.
یوټیوب وایي، د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسمي چینل یې بند کړی دی. د دې ټولنیزې شبکې مسؤلین وایي، دا اقدام له دې کبله شوی چې ولسمشر ټرمپ د تاوتریخوالي د پارېدو په برخه کې د یوټیوب له پالیسیو سرغړونه کړې ده. تردې وړاندې ټویټر او فیسبوک هم د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو تر یرغل وروسته ورته اقدام کړی وو. په دې یرغل کې چې د جنورۍ پر شپږمه شوی د یوه پولیس په ګډون پنځه تنه ووژل شول. ډونالډ ټرمپ چې د نوومبر په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د درغلیو ادعا کوي، په لومړي سر کې د جنورۍ... Читать дальше...
د ایران پوځ په عمان خلیج کې د نژدې واټن ویشتونکو سمندري توغندیو پوځي تمرینات پیل کړل. د ایران دولتي رسنیو داسې مهال دا راپور ورکړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ لانجې اوج ته رسیدلي دي. په دغو راپورونو کې ویل شوي چې لوژستیکي جنګي بېړۍ ماکران چې د هلیکوپټرالوتکو د انتقال ظرفیت په درلودلو سره د ایران تر ټولو لویه پوځي کښتۍ بلل شوې او د توغندي ویشتونکي دستګاه وړونکې زرې هم په دې دوه ورځنیو تطبیقاتو کې ګډون کوي. د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې له ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې وروسته له هغه لانجمنې شوې چې د امریکا متحده ایالات د ایران د اټمي تړونه ووت. Читать дальше...
د کرملین منتقد الکسي ناوالني وايي، روانه اوونۍ به بېرته روسیې ته ولاړ شي. نوموړي نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) په یوې ویډیویې اعلامیې کې ویلي چې په پام کې لري د جنورۍ په ۱۷مه روسیې ته ولاړ شي. دی وايي: "وروستی کار چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې کولی شي دا دی چې پر کرملین یوه لوحه کېږدي او پرې ولیکي چې الکسي په هېڅ صورت بېرته کورته مه راځه. جرمني ته راتګ زما انتخاب نه وو. زه په خپله خوښه دلته نه یم. دلته د دې لپاره یم چې هغوی غوښتل ما ووژني. هغه کسان اوس له دې کبله چې وېې نه شو کولی ما ووژني، ډېر خوابدې دي. Читать дальше...
د اتلتیکو مادرېد لوبډلې مشر روزونکی دیهګو سیمئونه وتوانېده چې د کلپونو په درجه بندۍ کې د تیرې یوې لسیزې د غوره روزونکي مقام خپل کړي. د فوټبال نړیوال فدراسیون په وروستي لسیزه (۲۰۱۱ څخه تر۲۰۲۱ ) پورې د نړۍ تر ټولو غوره نارینه روزونکي نومولی دی. د اتلتیکو مادرېد مشر روزونکی وتوانېده چې په وروستي لسیزه کې د مشهور روزونکو په ماتولو سره د نړۍ د غوره روزونکي لقب ترلاسه کړي. دې روزونکي د۱۵۲ امتیازونو په لرلو لومړی مقام ترلاسه کړ.
په کابل کې د وشوو سیالۍ پای ته ورسېدې.د افغانستان د وشوو فدراسیون رئیس سید رحمان یورش نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوې وې. وشوو سیالیو کې ۲۲۰ لوبغاړو له ٨٠ کلپونو څخه ګډون کړی و چې ٨٠ غوره لوبغاړي راتلونکو سیالیو ته وټاکل شول. د یادونې وړ ده چې دغه اتیا لوبغاړي به د روان کال د کب په میاشت کې یو ځل بیا سیالي وکړي او هلته به د لومړي، دوهم او درېیم کټګوریو لپاره کسان غوره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې ایران د القاعده لپاره نوی خوندي ځای دی. ده د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې همداراز وویل چې القاعده د جمهوري اسلامي ایران تر کلک چتر لاندي فعالیت کوي. په دې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دا ادعا رد کړه
د ارزګان فوټبال فدراسیون په لومړي ځل په دغه ولایت کې د پایه فوټبال فسټیوال ترسره کړ. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دغه فسټیوال کې نږدې ١٠٠ تنکیو ځوانانو ګډون کړی وو. د ښاغلي مشعوف په خبره د ګرسټروس فسټیوال یا پایه فوټبال ورزش ته د تنکیو ځوانانو هڅولو لپاره مهم فسټیوال وو. نوموړي وویل چې دغه فسټیوال کې د تنکیو ځوانانو وړتیاوې معلومیږي او تر روزنې لاندې نیول کېږي. ښاغلی مشعوف وايي، په روان لمریز کال کې د پایه فوټبال یا... Читать дальше...
د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز مالي کال د بودجې سند یو ځل بیا دغې جرګې ته رسېدلی، خو د بودجې په مسوده کې د دولتي مامورینو معاشونو ترمنځ انډول د دغې جرګې لپاره سور خط دی. د دغې جرګې رئیس میر رحمان رحماني وايي چې ولسي جرګه دې برخې سره هېڅ ډول تقابل نه لري، خو بودجه به تر هغه تصویب نه کړي چې د مامورینو معاشونه یو ډول شوي نه وي. ښاغلي رحماني د چهارشنبې (د مرغومي ۲۴مه) په ورځ د جرګې عمومي ناسته کې د ولسي جرګې د بودجې او مالي کمېسیونه وغوښتل چې نوېو تشکیل شوېو اداري واحدونو ته بودجه په پام کې ونه نیسي. Читать дальше...
د افغانستان په ملي اردو کې یو شمېر ښځینه سرتیري چې سختې کومانډویې زده کړې کوي وايي، د سړو ترڅنګ به د خپلې خاورې دفاع کوي. دا ښځینه سرتیري له هغې ورځې وېره لري چې په نظام کې د طالبانو یو ځای کېدو سره د دوی ارمانونه نیمګړې پاتې نه شي. ماشه په لاس، مریم نورزۍ د هرات په نسبتاً سنتي ټولنه کې له سړو سره یو ځای د کمانډو سخت تمرینات ترسره کوي. د مریم لپاره په کمانډو کې غړیتوب اخېستل اسانه کار نه و، هغې په دې لاره کې د کورنۍ دوه غړي هم بایللي دي. نوموړې وایي، خاوند یې دوه کاله وړاندې د بالامرغاب... Читать дальше...
مولانا فضل الرحمان وویل، حکومت تل دعوې کوي چې له ملک څخه یې تره ګري او تره ګر ختم کړل، د ده په وینا بیا نو د مچ پېښه څنګه وشوه چې پکې لس تنه هزاره کانکیندونکي ووژل شول.
د افغانستان د ښوونکو شورا په کابل کې "د ښوونکو د حقوقو لپاره د عدالت غوښتنې کمپاین" په نوم د خپلو امتیازاتو د کمي له کبله غږ پورته کړ. دغه ښوونکي چې د هېواد د ۷ زونونو په استازولۍ یې په کابل کې دې اعتراضیه غونډه کې ګډون کړی وايي، سره له ډېرو زیاتو مرستو بیا هم د ښوونکو تنخوا کمه ده او تېرو ۱۹ کلونو کې د ژوند د ښه والي لپاره هېڅ ډول هڅه نه ده شوې. د پکتیا ولایت د ښوونکو شورا مرستیال اسدالله سعید وايي، ښوونکو ته تنخوا نه، بلکې د مساعدت په ډول پیسې ورکول کېږي: "په کوم هېواد کې چې د ښوونکي عزت... Читать дальше...
اپوزيشن اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ پر ضد د لومړۍ مرحلې تحريک او له اسمبليانو د استعفاګانو دړکې د عمران خان حکومت تر فشار لاندې راوستی وو خو د اتحاد د ځينو ګوندونو په ضمني او سېنېټ ټاکنو کې د ګډون فیصلې دا فشار راکم کړی دی. ولې د اتحاد تحريک کله تېز او کله ورو وي.؟ د مشال تر رڼا لاندې کې هم دا او نورې پوښنتې بحث شوې دي.
د ارزګان چارواکي وايي، د هغې موسسې چارواکي یې د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي چې دې ولایت کې یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مسؤلیت درلود. د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) رسنیو ته په یوه استولي ویډيويي پیغام کې ویلي چې د ټولنیزو او روغتیايي چارو د پراختیا پروګرام د موسسې مسؤلینو فساد کړی او څارنوالۍ ته معرفي شوي. د ټولنیزو او روغتیايي چارو د پراختیا پروګرام یا 'SHDP' په نوم دې غېرې دولتي موسسې له تېرو دوو کلونو راهیسې د عامې روغتیا وزارت سره هوکړه کړې چې په ارزګان کې به روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې کوي. Читать дальше...
د ګوګل ملکیت لرونکې کمپنۍ یوټیوب هم له نورې ټولنیزې میډیا سره د ولسمشر ټرمپ په اکاونټ بندولو کې شامل شوی.
د افغانستان پايتخت د نږدې شپږ ميليونه وګړو په لرلو سره د نوې ډهلي او بيجينګ سربيره د نړۍ يو له ککړو ښارونو څخه دی. د رسمي شميرو له مخې يوازې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۵۰۰۰ کسانو د ککړې هوا له امله د رامنځ ته شوېو ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د محمد بن خالد مور طیبه خالد د کراچۍ په سيند های کورټ کې خواست کړی چې زوی يې له ۱۷م دسمبر څخه ورک دی. دې عدالت ته ويلي چې محمد بن خالد د کراچۍ اين اې ډي پوهنتون زده کونکی دی او له هېڅ یوه سياسي ګوند سره اړیکې نه لري.
د بحران ګروپ نړیوال سازمان وایي، د افغانستان د سولې پروسه د امریکا د نوي منتخب ولسمشر تګلارو ته تم ده. د بحران ګروپ نړیوال سازمان د اسیا برخې په خپل یو تازه راپور کې د امریکا پر نوي منتخب ولسمشر جوبایډن غږ کوي، چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره دې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سیاسي جوړجاړي ته دې دوام ورکړي. دغه راپور کې چې نن د چهارشنبې په ورځ خپور شوی په کې راغلي چې بايډن دې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو همدارنګه د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د فبرورۍ د 29 تړون ته جدي پام وکړي او دریځ دې څرګند کړي. Читать дальше...
د امریکا د استازو جرګه چمتو ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ استیضاح کړی. د امریکا په کانګرس کې د استازو جرګه چمتو شوې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ د ۶ په پېښه کې د ده د رول په خاطر استیضاح کړي چې هغه ورځ د ده پلویانو د کانګرس پر ودانۍ هجوم وروړی وو او په نتیجه کې مرګژوبله رامنځته شوې وه. د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس پرون د جنورۍ په دوولسمه وویل، چې دی به د اساسي قانون د ۲۵مې مادې پر اساس ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دندې لیري نه کړي. دا لږ څه وروسته له هغه چې د ډیموکراټانو په اکثریت استازو جرګې یوه... Читать дальше...