Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

راپور: ښکېلو اړخونو د "جوبایډن" د کار تر پیله د افغان سولې بهیر ځنډولى

د بحران ګروپ نړیوال سازمان وایي، د افغانستان د سولې پروسه د امریکا د نوي منتخب ولسمشر تګلارو ته تم ده.


د بحران ګروپ نړیوال سازمان د اسیا برخې په خپل یو تازه راپور کې د امریکا پر نوي منتخب ولسمشر جوبایډن غږ کوي، چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره دې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سیاسي جوړجاړي ته دې دوام ورکړي.


‎دغه راپور کې چې نن د چهارشنبې په ورځ خپور شوی په کې راغلي چې بايډن دې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو همدارنګه د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د فبرورۍ د 29 تړون ته جدي پام وکړي او دریځ دې څرګند کړي.


‎په راپور کې راغلي، چې د بايډن اداره دې د تروریزم ضد مبارزې باندې دې په ټینګار تمرکز زیات کړي.


‎یاد راپور کې ذکر شوي، دا مهال افغانستان کې په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي خو په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې جګړه لا پراخه شوې ده.


‎د بحران ګروپ په دغه راپور کې ادعا شوې، چې د افغان سولې پروسې ښکېلو اړخونو د بايډن د ادارې د کار تر پیله دا پروسه ځنډنۍ کړې ده.


‎خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت دا ادعا ردوي.


‎د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې د سولې پروسې کې نوښت یوازې د افغان حکومت صلاحیت دی.


‎ هغه زیاتوي: "ډېره هڅه کېږي چې د کیفیت سربېره د پروسې سرعت هم په نظر کې ونیول شي، تر څو هر څه ژر دا بهیر ګټوره پایله ولري، زموږ د نړیوالو همکارانو حضور د افغان سولې په پروسه کې اغېزمن دی تو دوی خپله ونډه لري، خو د سولې په بهیر کې نوښت د افغانستان اسلامي جمهوریت په لاس کې دی او په دې برخه کې بشپړ چمتوالی، اراده او د عمل خپلواکي لري."




‎مېرمن انوري وایي، د همدې ارادې لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوی په خپل وخت دوحې ته رسېدلی او له مقابلې ‌‌‌‌‌‌ډلې طالبانو سره یې د سولې مذاکراتو دویم پړاو رسمي بحثونه پیل کړي.


‎هڅه مو وکړه د بحران ګرپ نړیوال سازمان د دغه خپور شوي راپور په اړه د طالبانو د سیاسي دفتر نظر هم واخلو، خو د دغه دفتر ویاند زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.


‎د بحران ګروپ په یاد راپور کې د ‌‌‌‌‌‌ډونالډ ټرمپ د ادارې هغه اعلان ته هم اشاره شوې چې له طالبانو سره د دوحې له تړون 14میاشتې وروسته به له افغانستان نه امریکایي ځواکونه وباسي.


‎راپور کې ټینګار شوی، چې جوبایډن که څه هم په خپلو مرکو کې یوازې ویلي چې د امریکا ګټې ورته مهمې دي خو په خبره یې باید خپل ځواکونه د افغانستان نه په مسئولانه توګه وباسي، هغه ژمنه چې ټرمپ کړې وه.


‎دا نړیوال سازمان په داسې وخت کې دا شان راپور خپور کړی چې دا مهال د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچې پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د مذاکراتو د دوهم پړاو د اجنډا پرسر بحثونه کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus