د چاوڼۍ تاڼې مشرې پري ګل ترین بېګا ماښام مشال راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې یوې ښځې خپلې دوې لوڼې چې عمرونه یې د څلور او شپږو کلونو په مینځ کې ول له خپل مېړه سره یوځای وژلي دي.
سعودي عربستان او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د ټينګښت په برخه کې د هڅو ډاډ ورکړی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په یوه پیغام کې وویل چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود او د دې هېواد د اسلامي اړیکو د سازمان مشر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ریاض ته د هغه د سفر پر مهال ډاډ ورکړ چې افغانانو ته د سولې په راوستو کې به همکاري وکړي. ښاغلي هېواد زیاته کړه: "دوی دواړو د افغانستان د سولې له بهیره خپل کره ملاتړ اعلان... Читать дальше...
د مسکو یوې محکمې د روسیې د اپوزیسیون د بندیوان مشر الکسي ناوالني د رسنیو مسووله په نهه ورځې بند محکومه کړې ده. دې محکمې نن جمعه (د سلواغې ۳مه) په خپل یوه حکم کې کیرا یارمیش په غیرقانوني اعتراضونو کې چې اپوزیسیون د سبا لپاره پلان کړي دي، د خلکو په هڅولو تورنه کړه. یارمیش او د ناوالني یو شمېر نور ملګري پرون د جنوري په ۲۱مه ونیول شول. له بلې خوا اروپايي ټولنې د ناوالني د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې. د اروپايي شورا مشر شارل میشل پرون پنجشنبې(د سلواغې ۲مه) د ویډیو کنفرانس له لارې د اروپايي ټولنې له سرمشریزې وروسته په دې اړه وویل... Читать дальше...
د جنورۍ پر۲۲مه د پېښور پوهنتون زده کوونکو له پېښور پرېس کلبه تر د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پورې د انلاین امتحان لپاره لاریون وکړل. دوی وايي، د فزیکل پرځای انلای امتحان ورکوي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د جنورۍ پر۲۲مه د پېښور پوهنتون زده کوونکیو له پېښور پرېس کلبه تر د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پورې د انلاین امتحان لپاره لاریون وکړل. دوی وايي، د فزیکل پرځای انلای امتحان ورکوي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د خوست په ګلان پنډغالي کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي چې د داخلي بې ځایه شوېو او اړمنو په شان دې، دوی هم په راغلو مرستو او د ملي دسترخوان په برنامه کې شامل شي. هغوی زیاتوي، د مرستو په کمېدو سره يې ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی او ځینې کورنۍ خو بیخي په دې لږو مرستو کې هم نه دي شاملې. وزیرستاني کډوالو وویل، که ستونزو ته يې رسېدنه ونه شي، نو دوی به د غلام خان په صفري نقطه او د خوست د ولایت مقام مخې ته ورشي او هلته به د لاریونونو له لارې خپل غږ اوچت کړي. د جمعې(د سلواغې ۳مه) په ورځ وزیرستانیو کډوالو... Читать дальше...
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د ازبکستان د وارداتي برېښنا په ځینو پایو کې د تخنیکي ستونزو له کبله د کابل او څو نورو ولایتونو برېښنا قطع شوې. برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا تخنیکي ستونزه د ایبک ښار د برېښنا د سب سټیشن په۵۸ کیلومترۍ کې د بغلان پر لور د برېښنا په پایو کې رامنځ ته شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې شرکت تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی او هڅه کوي چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سعودي عربستان په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د بهیر ملاتړ کوي. دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن جمعه (د سلواغې ۳مه) خپره شوه ویلي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ال سعود له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په کتنه کې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سیاسي حل لارې د موندلو په برخه کې د اسلامي نړۍ د علماوو ونډه حیاتي بللې. ښاغلي فیصل ویلي چې ترورېزم او افراطیت ګډ ګواښ دی او له هغه سره مبارزه هم ګډ کار غواړي. د افغانستان د بهرنیو... Читать дальше...
اروپايي ټولنې د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې. ناوالني چې په زهري موادو له مسمومېدو وروسته په جرمني کې تر علاج لاندې و، په روانه اوونۍ کې مسکو ته د راستنېدو پر مهال ونیول شو. د اروپايي شورا مشر شارل مېشل پرون پنجشنبې (د سلواغې ۲مه) د ویډیو کنفرانس له لارې د اروپايي ټولنې له سرمشریزې وروسته په دې اړه وویل: "د ښاغلي ناوالني حقوقو ته باید پوره درناوی وشي. موږ پر روسیې غږ کوو چې نوموړی سمدستي خوشې کړي او د هغه د امنیت ډاډ ورکړي." بل خوا د بشري حقونو د څار سازمان-... Читать дальше...
په امریکا او اروپا کې د کرونا د وبا پرضد اقدامات چټک شوي دي. په داسې حال کې چې جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د کار په لومړۍ ورځ د دې وبا د مخنیوي لپاره یوه ملي ستراتیژي اعلان کړه، اروپايي مشرانو د دې ویروس د نویو بڼو پر ضد د مبارزې پر لارو چارو بحث وکړ. ښاغلي بایډن د خپل مخکیني اقدام په دوام پرون پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) لس نوي فرمانونه لاسلیک کړل چې له مخې به یې د نورو اقداماتو ترڅنګ د یوې پالیسۍ د جوړولو لپاره د واکسین او ټېسټونو د تطبیق، د ماسک د جبري کولو او د تحلیلي معلوماتو د راټولولو سوکه بهیر چټک شي. Читать дальше...
په اسلام اباد کې د فرانس سفارت د جنورۍ پر ۱۹مه جمال شاه ته په يو لېږل شوي ليک کې د فرانس د کلتور وزيرې لخوا د ''نايټ اف د ارډر اف ارټس اېنډ لېټرز ''په نوم د دغې جايزې اعلان کړی چې د کورونا وايرس وبا له کمېدو يا تمېدو سره سم به ورکول کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړنی لوړ پوړی پاکستانی چارواکی دی چې د امریکا له نوي حکومته له طالبانو سره د سولې د شوې هوکړې پرځای کول غواړي. شاه محمود قریشي له الجزیرې ټلوېزیون سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې حکومت يې هیله لري چې امریکا به د افغانستان په چارو کې په پراخه توګه ښکېل پاتې شي. ښاغلي قریشي تینګار کړی چې د امریکا نوی حکومت باید له طالبانو سره په شوې هوکړه ودریږي. نوموړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې لویه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي چې پاکستان په کې لوی لاس درلود. افغان... Читать дальше...
که څه هم ولسمشرغني د پنجشنبې (د سلواغې ۲مه) په ورځ هرات ته د عمومي وضعیت ارزولو په موخه تللی او هلته یې د خپل پلاوي په ګډون د هرات د ټولنې بېلابېلو ډلو سره لیدلي، خو د دې ولایت خبریالان وایي، دا ناستې د بندو دروازو تر شا ترسره شوې. د هرات خبریالانو د حکومت همدې کار په غبرګون کې نن جمعه (د سلوغې ۳مه) د ولسمشرغني خبري ناسته تحریم کړې ده. د دوی په وینا، د دې ناستو د پوښښ اجازه د حکومتي رسنیو چې ملي او باختر اژانس دي، بلې رسنۍ ته نه و ورکړل شوی. خبریاله الهه ساحل چې په پام کې وه، د هرات ولایت د... Читать дальше...
د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا غواړي چې د ۱۴۰۰مالي کال بودجې پرسر د ولسي جرګې او افغان حکومت ترمنځ رامنځه شوی جنجال حل کړې. د دې بنسټ مسوول محمد نعیم اصغري ازادي راډیو ته وویل، دوی ولسي جرګې او مالیې وزارت ته د دې ستونزې د حل په موخه طرحه لیږلي ده. د ښاغلي اصغري په وینا، د یادې طرحې یو ټکی همدا دی چې ولسي جرګه دې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه په مشروط ډول تصویب کړي. اصغري زیاته کړه: "موږ له دواړو لورو غواړو چې بیا هم خبرې وکړې او هوکړې ته سره ورسیږي، بالاخره پارلمان بودجه په مشروط ډول... Читать дальше...
تحریک انصاف وايي، له بهره په ترلاسه کړو پیسو کې که ناقانونه کار شوی وي نو هغه د دوی په وینا په ایجنټانو پورې اړه لري.
د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په دوه جلا جلا هوایي بریدونو کې ۸ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د جمعې (د سلواغې ۳مه) په ورځ رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي، دغه بریدونه د بنجشنبې ورځ ناخته تر سره شوي دي. ښاغلی جمعه زاده زیاتوي: "وسله والو طالبانو د غزني ولايت د مرکز اړوند د ناني په سیمه کې غوښتل د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي چې د افغان امنيتي او هوايي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي چې په ترڅ کې د یو سرګروپ په ګډون ۷ تنه وسله وال مخالفین... Читать дальше...
په کابل کې یوې معتادې کورنۍ د خپلو دوو ماشومانو د خرڅلاو په پيسو نشه يي مواد پیرلي دي. قمرګله او مېړه یې چې دواړه نشه کوي وايي چې اولادونه یې ځکه خرڅ کړل چې د ساتلو وس یې نه درلود. قمرګله یوه معتاده مور ده چې د اعتیاد د ستونزو ترڅنګ یې د خپلو اولادونو بېلتون هم ډېره ځوروي. قمرګله په ژړغوني غږ وايي چې مېړه یې معتاد دی او دا يې په چل او فريب دې ته اړ ایستلې چې خپل دوه زامن وپلوري: "مېړه مې دوه ماشومان راڅخه خرڅ کړل، ویل ته معتاده یې، خپل اولادونه نه شې ساتلای، کېدای شي چې در څخه مړه شي، نو ښه به دا وي چې خرڅ يې کړو. Читать дальше...
د افغانستان شمال ختیځ کې د واخان درې اوسیدونکي د مرستې غوښتنه کوي. د دې سړې درې لارې په سخت ژمي کې د اوونیو او ان د میاشتو لپاره بندې وي او د کلیو اوسېدونکي یې د خوراکي او سونګ توکو او روغتیایي خدماتو کمښت سره مخ کیږي. د ازادي راډیو خبریال د واخان یوه کلي ته تللی او د سیمې د اوسېدونکو په سخت ژوند یې راپور برابر کړي.
د نيمروز پولیسو د دې ولايت مرکز ته د (۱۳۹) کيلوګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيوله. د نيمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير پرويز سيستاني ازادي راډيو ته وويل، د دوی پولیسو د جدي د میاشتې په (۲۹مه) نېټه د زرنج ښار په درېيمه ناحيه کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې (۹۵) کيلوګرامه تارياک، (۴۱) کيلوګرامه ښیښه او درې نیم کيلوګرامه چرس له قاچاق کوونکو څخه ونيول شول. د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور دوه تنه له دوو موټرو سره نيول شوي دي.
د افغانستان پولیسو په ۷ ولايتونو کې تر څلور سوه کیلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول. لومړي عميات چې د جدي د میاشتې په (۳۰مه) نېټه د پکتیا ولايت په احمد ابا ولسوالۍ کې د ملي امنيت رياست د کار کوونکو له خوا وشول، په نتيجه کې يې (۲۱۵) کيلوګرامه چرس ونيول شول. له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت د رسنيو دفتر وايي، شپږ نور عمليات چې په شپږو ولایتونو کې اجرا شول، په نتيجه کې يې شپږ کيلوګرامه هيرويين، (۱۹۱) کيلوګرامه بنګ او (۵۰) کيلوګرامه تارياک ونيول شول. د نشه يي موادو د دې اووو قضيو په تړاو نهه تنه هم نيول شوي دي.
سهار تر ماښامه، په تېره بیا د شپې له خوا د افغانستان په لویو ښارونو، په ځانګړي ډول کابل ښار کې ډله ډله معتادین تر شکېدلو څادرونو لاندې اورونه بل کړي او د نشې کولو ترڅنګ په دې ډول خپل ځانونه تودوي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې معتادین د سړې هوا پر وړاندې مقاومت نه لري او يخني يې ژر وژني. د عامې روغتیا وزارت د معتادینو د درملنې ملي پروګرام مسؤل محمد شعیب شهرام وايي چې دوی د ژمي په یخنۍ کې د بې سرپناه معتادینو د ژغورنې لپاره د معتادینو را ټولولو پروګرام پیل کړی دی. دی زياتوي چې د دې معتادینو د ګرم ساتلو ترڅنګ به د هغوی درملنه هم کېږي... Читать дальше...
په خوست کې یو شمېر ځوانان د یوه علمي بنسټ په چوکاټ کې هره اوونۍ راټولېږي او د دايروي مطالعاتو د پراختیا سربېره په ټولنیزو او نورو علمي موضوعاتو اوونیز بحثونه کوي. د دې ناستو مسولین وایي، که امکانات ور برابر شي، ناستې به تر ولسوالیو هم وغځوي. دا اوونۍ بحث د فدا الله همت په نوم یو ځوان مخکې وړی او د مینې پر موضوع لکچر ورکوي. نوموړی د لکچر په یوه برخه کې وایي: " د مینې د کولو لپاره د هغې قربانۍ چې عاشق په کې هرڅه له لاسه ورکوي، بدل کړو او پر ځای له ځان سره مینه وکړو، مینه د خوشالۍ لپاره وکړو او... Читать дальше...
په کونړ کې ژورنالېستان او د رسنيو کارکوونکي وايي، په هېواد کې هدفي وژنو يې ژوند تریخ کړی او کار ساحه پرې راتنګه شوې ده. په دې ولایت کې مېشت ژورنالېستان او د رسنیو کار کوونکي زیاتوي، افغانستان کې د ژورنالېستانو او مدني فعالانو هدفي وژنو ذهنې تشویش سره مخ کړي او د کار لپاره مناسبه فضا او شرایط نه لري. عبدالوارث سیرت د ښکلا په نوم له یوې سیمه ییزې راډیو سره کار کوي وايي: "د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ژورنالېستان په نښه شول، د ژورنالېستانو ژوند له ستر ګواښ سره مخ دی. دوی ته هره شېبه مرګ ښکاري."... Читать дальше...
د اسلامي دولت تروریستي ډلې یا داعش، د عراق په پلازمېنه بغداد کې د پرونیو غبرګو ځانمرګو بریدونو مسوولیت واخېست. په هغه پېښه کې چې په تېرو درېیو کلونو کې په بغداد کې له خونړیو پېښو ګڼل کېږي، ۳۲ کسان وژل شوي دي. عراقي چارواکي وايي په دې حمله کې چې د بغداد د طیران میدان په یوه سرخلاصي بازار کې شوې، شا او خوا ۱۱۰ کسان ټپیان شوي دي. د اسلامي دولت ډلې خبري اژانس اعماق په خپل ټیلګرام چینل کې ویلي، په دې حمله کې د دوی دوو جګړه مارو ځانونه منفجر کړي دي. تر څو میاشتنو محدودیتونو وروسته دغه بازار کې د حملې پر وخت د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه.
د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې په خوږیاڼیو او شېرزادو ولسوالیو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن جمعه (د سلواغې ۳مه) وویل، په دغو عملیاتو کې چې پرون ناوخته شوي د وسله والو ۲ مهم مرکزونه، ځینې وسلې او مهمات هم نابود کړای شوي دي. د دغه دفتر اعلامیه وايي، په وژل شوېو کې د طالبانو ۵ تنه سرګروپان هم شامل دي. ولایتي چارواکي وايي، دغه وسله وال هغه وخت په نښه شول چې غوښتل یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړي. وسله والو طالبانو د دغو حملو په اړه څه نه دي ویلي.