بلخ کې ښځینه سوداګرې وايي چې په داخلي بازار کې د چینايي توکو زیاتوالي او همدا راز د هغوی تولید شوېو توکو ته د نندارتونونو نه جوړېدو دوی له ماتې سره مخ کړي. ۳۴ کلنه حمیرا په عربستان کې له دوو لسیزو مهاجرت وروسته کابو دوه کاله پخوا خپل ټاټوبي بلخ ته راغلې او د مزارشریف په رابعې بلخي مارکیټ یا ښځو ته د سوداګرۍ په ځانګړي بازار کې یې د لاسي صنایعو د تولید یوه کارخونه پرانېستې. حمیرا په دغه کارخونه کې لاسي صنایع لکه؛ لاسي بکس، د ناوې جامې، افغاني یخن او نارینه وو ته واسکټ جوړوي. نوموړې وايي... Читать дальше...
له افغانستانه د باندې تر سلو کيلوګرامو د ډېرې ښيښې د قاچاقو مخه ونيول شوه. د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر ازادي راډيو ته وويل، تر (۱۴۰) کيلوګرامو ډېره ښیښه چې د ټوکرانو په توپ يا تان کې پټه ایښودل شوې او په پام کې وه چې د يوه بس په وسيله د نيمروز له خاشرود ولسوالۍ څخه پاکستان ته قاچاق کړل شي، په کندهار کې د پولیسو د عملیاتو په نتيجه کې ونيول شول. د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.
په بلخ کې د سَرې یا کود او برېښنا فابریکې مسئولان وايي، د ګازو د کموالي له کبله یې تولید ۵۰ سلنه کم شوی دی. د دغې فابریکې د مشر عبدالرحمن افغان په خبره، تردې پخوا د سَرې او برېښنا دغې دولتي فابریکه کې ۳ زره کسانو کار کاوه، خو د تولید د کچې کمېدو سره یې د کار کوونکو شمېر ۱۶۴۵ کسانو را ښکته شوی دی. په دغه فابریکه کې د نارینه وو ترڅنګ ۲۳۰ ښځې هم په اداري او فني برخو کې په کار بوختې دي. ړنا یو له همدې کار کوونکو څخه ده چې د فابریکې د لابراتوار په برخه کې کار کوي وايي: "اته دېرش کاله کېږي چې... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان پولیسو په غزني ولايت کې تر دېرش ټنه ډېر بنګ ونيول. د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادي راډيو وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دې ولايت په مرکز ارباب کلي کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې (۳۱) ټنه بنګ نيول شوي دي. دا بنګ د دې لپاره غزني ولایت ته راوړل شوي وو چې بزګرو ته ورکړل شي. د دې موادو د ساتلو په تور تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.
د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې ۳۴ طالبان وژل شوي دي. د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې۳۱ طالبان د هسکې مېنې په تړلي کنډو او دیواني سیمو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي او یو وسله وال طالب ژوندی نیول شوی دي. دې دفتر په یوه جلا بیان کې د خوږیاڼیو ولسوالۍ په خدرخېلو سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د تراب په نوم د یوه قوماندان په ګډون د درېیو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تندر قول اردو په غزني کې په یوه هوايي برید کې د اوو تنو طالبانو د وژل کېدو او د یوه بل د ټپي کېدو خبر ورکوي. ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې وايي، طالبانو پرون پنجشنبې (د سلواغې ۲مه) د غرنې د مرکز په ناني سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود، خو هوايي ځواکونو مخکې له مخکې د دې پلان مخه ونیوله. بیان زیاتوي چې په وژل شوېو کې د طالبانو یو سرګروپ هم شامل دی. طالبانو د دې عملیاتو په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره- اترا وايي، د مخابراتي شبکو په خدماتو کې د ټیټ کیفیت ستونزه د منلو نه ده. د اترا ویاند سعید شینواري ازادي راډیو ته وویل چې د نوموړې ادارې مشر عمر منصور انصاري پرون- پنجشنبې (د سلواغې ۲مه) د یوه مخابراتي شرکت له مشر سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې په افغانستان فعالې مخابراتي شبکې باید د خپلو خدماتو کیفیت لوړ کړي او لمن یې ټول هېواد ته وغځوي: ښاغلي شینواري زیاته کړه: "نورو شبکو سره هم خبرې کېږي چې د ۱۴ سوم کال لپاره د دوی پلانونه واوري، پراختیايي طرحې... Читать дальше...
اوکرایني چارواکو د دې هېواد په ختیځ کې د سپین ږیرو او سپین سرو د ساتنې په یوه مرکز کې د اور لګېدو د پېښې د قربانیانو لپاره نن جمعه (د سلواغې ۳مه) د ویر ورځ اعلان کړې. دا پېښه پرون پنجشنبې د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکییف کې وشوه چې په ترڅ کې یې ۱۵ کسان مړه شول. د اوکراین د بېړنیو خدماتو اداره وايي، په دې مرکز کې چې د خارکییف په لمنو کې پروت دی، د اور له لګېدو وروسته نهه کسان د مرستندویو ډلو له خوا وژغورل شول چې اوس تر درملنې لاندې دي. اوکرایني چارواکو ویلي دي چې په پېښه کې ۱۱ نور کسان ټپیان دي. Читать дальше...
د لېتوانیا د بهرنیو چارو وزیر پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې. ګابریلیوس لاندس بیرګیس پرون پنجشنبې(د سلواغې ۲مه) د ازادۍ راډیو له بېلاروسۍ څانګې سره په ځانګړې مرکه کې پر اروپایي ټولنې غږ وکړ چې د کرملېن د منتقد او د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني له نیول کېدو وروسته پر کرملین نور بندیزونه هم ولګوي. د لېتوانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بوریل باید په را روانه میاشت کې مسکو ته خپل سفر هم لغوه کړي. ناوالني چې د وژونکو کیمیاوي... Читать дальше...
سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر جوبایډن د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې 'FBI' مشر کریستوفر ورې ته ویلي دي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي. ورې پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ ګومارلی و. د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن پساکي پرون پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) پر ټویټر په یوه بیان کې وویل، بایډن غواړي د 'FBI' مشر پر خپله دنده پاتې شي. هغې لیکلي چې ولسمشر پر نوموړي، د دې دندې د پرمخ بیولو باور لري. پساکي له دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې له ولسمشر سره یې د ورې په اړه خبرې نه دي کړې. له دې څرګندونو وروسته داسې اوازې خپرې شوې چې ګنې ۵۴ کلن ورې له دندې لېرې کېږي. Читать дальше...
انډین ټایمز انډین ټایمز ورځپاڼې بیا له ایرلنډ سره د کرکټ په پرونۍ لوبه کې د افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز پر په زړه پورې لوبې یوه لیکنه خپره کړې ده. ورځپاڼې لیکلي، ګربز لومړنی افغان لوبغاړی دی چې یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډېرې یعنې ۱۲۷ منډې کوي. ګربز چې د افغان لوبډلې اوپنر یا د سر لوبغاړی و، پرون یې نهه شپږیزې او اته څلوریزې ووهلې. ورځپاڼې لیکلي: ګوربز په دې ډول لوبې سره د کرکټ په نړیوالې شورا کې ښه ځای ترلاسه کړ. دې سپېکټټر دې سپېکټټر 'The Spectator' مجلې په وروستۍ ګڼه کې... Читать дальше...
د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال وايي، په قطر کې بین الافغاني خبرې عملاً د مرګ په حال کې دي. محمدمېرزا کټوازي تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ولسي جرګه او ټول افغانان د خبرو دوهمې مرحلې ته هیله مند وو، خو په دې مرحله کې هم هېڅ راز پرمختګ ونه شو. ښاغلي کټوازي زیاته کړه: "له بده مرغه کله چې ګورو چې د سولې د خبرو دوهمه مرحله پیلېږي، تراوسه هېڅ راز نتیجه یا لږ تر لږه یو اوربند یا اورکم هم په لاس کې نه لرو، نو د افغانستان ولسي جرګې په دې نظر ده چې په قطر کې روانې خبرې په مړه حالت کې... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان هېومن رایټس واچ پرون د جنوري په ۲۱مه په یوه بیان کې وویل چې د بوسنیا هرزګووینا چارواکو د کډوالو د بشري ناورین د حل په برخه کې ډېر لږ اقدامات کړي دي. په ډسمبر میاشت کې وروسته له دې چې په دې هېواد کې د دېره کډوالو موقتي کمپ چې د لیپا په نوم یادېږي د اور د لګېدو په پېښه کې ویجاړ شو، د ۱۲۰۰ په شااوخوا کې کډوال بې سرپناه او بې اسرې پاتې شول. د هیومن رایټس واچ په خبرپاڼه کې راغلي چې سلګونه کډوال او د سیاسي پناه غوښتونکي د بوسنیا هرزګووینا په شمال لویدیځ کې د کروویشیا سرحد... Читать дальше...