په افغانستان کې ۲۰۲۱ زېږديز کال هم د یو خبریال په وژلو سره پیل شو. په غور کې د غور غږ راډیو مسئول مدیر بسم الله عادل نن مازدیګر د ناپېژندو وسله والو له خوا ووژل شو. د غور والي مرستیال عزیز الله رادمنش وايي، چې نوموړی د مرکز فیروز کوه په ختیځ کې د پشتې ګزک په نوم سیمه کې وژل شوی دی، چې د وژنې په اړه یې د پولیسو څېړنې روانې دي. د دې وژنې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی. په غور کې د ازادي راډیو خبریال وايي، چې عادل اوونۍ دوه مخکې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و، چې په کور او موټر یې ډزې شوي او دا موضوع یې له امنیتي مسئولينو سره هم شریکه کړې ده. Читать дальше...
په خوست کې ښځینه مدني فعالانې وایي، د خبریالانو او مدني فعالانو وروستیو وژنو اندیښمنې کړي او د سولې په دوهم پړاو مذاکراتو کې د خپل ژوند د خوندیتوب او د دایمي اوربند غوښتنه کوي. د ۲۰۲۱ م کال د لومړۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په خوست کې د دې ولایت مدني فعالانې او یو شمېر نورو مېرمنو د یوې غونډې پر مهال په تېر ۲۰۲۰ م کال کې د خبریالانو او مدني ټولنو پر استازو د بریدونو په اړه اندېښنه وښوده. دوی وایي، د سولې د دوهم پړاو په مذاکراتو کې دې د سولې او اوربند موضوع یو طرفه شي چې نه یوازې د خبریالانو او مدني... Читать дальше...
په افغانستان کې ۲۰۲۱ زېږديز کال هم د یو خبریال په وژلو سره پیل شو. په غور کې د غور غږ راډیو مسئول مدیر بسم الله عادل نن مازدیګر د ناپېژندو وسله والو له خوا ووژل شو. د غور والي مرستیال عزیز الله رادمنش وايي، چې نوموړی د مرکز فیروز کوه په ختیځ کې د پشتې ګزک په نوم سیمه کې وژل شوی دی، چې د وژنې په اړه یې د پولیسو څېړنې روانې دي. د دې وژنې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی. په غور کې د ازادي راډیو خبریال وايي، چې عادل اوونۍ دوه مخکې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و، چې په کور او موټر یې ډزې شوي او دا موضوع یې له امنیتي مسئولينو سره هم شریکه کړې ده. Читать дальше...
د ایران د قضايیه قوې مشر ابراهیم ریسي وايي، د دې هېواد د لوړ پوړي پوځي قومندان قاسم سلیماني وژونکي پر ټوله ځمکه خوندي نه شي پاتې کېداى. ریسي چې نن یې په تهران کې خبرې کولې زیاته کړه، چې حتی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم چې د ده په خبره د سلیماني د وژنې په چارو کې یې لاس درلود له عدالته خوندي نه دی. د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳ په عراق کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. ایران د دې برید د غچ اخستلو ګواښ کړی و.
نن د ۲۰۲۱ زېږدیز کال لومړۍ ورځ ده. یو شمېر عام افغانان او د چارو پوهان وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل په دغه کال کې د افغانستان لپاره مهم موارد ګڼل کېږي. ۲۰۲۰ کال د افغانانو لپاره خونړی کال و او تاوتریخوالی لا هم دوام لری، خو یو شمېر عام افغانان او سیاستوال یوې تلپاتې سولې او د تاوتریخوالي ختمېدو ته سترګې په لار دي. د سولې د دوهم پړاو خبرو پيل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او په متحده ایالاتو کې د جوبایډن واک ته رسېدل او ورسره... Читать дальше...
په ای -۱۲ کېمپ کې مېشت کډوال شېر حیدر مشال ریډیو ته وویل چې په ۲۰۰۹ز کال کې ورته یو این ایچ سي ار د پنځو مرلو مځکه ورکړی وه خو اوس چې یې د کورنۍ ۲۲ غړیو ضرورت د پوره کولو لپاره پراخول غواړي نو د اسلام اباد ترقیاتياداره یې ورته ورانوي.
دوی تېر ۲۰۲۰ز کال په افغانستان کې د خبریالانو، مدني فعالانو او ولسي خلکو لپاره له ستونزو او امنیتي پيښو ډک وباله او هیله يې وکړه، چې نوي زیږدیز کال کې به، د جګړې ښکیل لوري دایمي اوربند او د سولې یوې هوکړې ته ورسیږي.
د شمالي قفقاز په چیچین جمهوریت کې پر پولیسو د چړو د ګوزار مسئولیت د اسلامي دولت ډلې پر غاړه واخیست. النبا ورځپاڼه چې له داعش ډلې سره اړیکې لري، د سند له وړاندې کولو پرته پرون په دې اړه خبر ورکړ. د ډسمبر پر ۲۸ نېټه دوو کسانو چې په چړو سمبال وو، د چیچن په مرکز ګروزني کې پر پولیسو د چړو برید وکړ، یو پولیس یې وواژه او بل یې ټپي کړ. د چیچن نیمه خپلواک جمهوریت مشر رمضان قادروف وویل، چې برید کوونکي د ګاونډي انګوشیتیا وو چې په چیچن کې یې په یوې نانوايي کې کار کاوه. دا دوه کسان کومه جنایې یا د تندلارۍ سابقه نه لري. Читать дальше...
په دوحه کې د افغانستان د سفیر عبدالحکیم دلیلي جنازه په کابل کې د ولسمشر او نورو لوړ رتبه چارواکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه. د هغه مړی نن سهار له قطره په یوې ځانګړې الوتکه کې کابل ته ولېږدول شو. د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې وزیر محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني او یو شمېر نور چارواکي دې مراسمو کې حاضر و. عبدالحکیم دلیلي د تېرې سه شنبې په ورځ د زړه د حملې له امله ومړ. افغان دولت وایي، دليلي د افغانستان او قطر تر منځ د... Читать дальше...
د کندوز پولیسو د جنایي جرمونو په تور ٨ کسان نیولي دي. د کندز د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت کارمندانو د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې دغه اته تنه د غلا، د خلکو د ځورونې، ټپي کولو او قمار بازۍ په تور نیولي دي. په اعلامیې کې د امنیه قومندانۍ د ویاند انعام الدین رحماني له قوله ویل شوي، چې دغه کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
وسله والو کسانو په پروان ولایت کې یوه مور په ډزو ووژله او ځوان زوی یې ټپي کړ. د پروان امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه ناوخته په جبل السراج ولسوالۍ کې دا پېښه د نامعلومو کسانو لخوا شوې ده. د پروان ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي آزادي راډیو ته وویل، چې دغو کسانو د شپې مهال د یادې ولسوالۍ په خواجه محمد خیل ولسوالۍ کې پر یوه کور برید وکړ چې په نتیجه کې یې څلویښت کلنه مور وژل شوې او یو ځوان زوی یې ټپي کړی دی. برید کوونکي له سیمې تښتېدلي دي. پولیس وايي، د دې برید علت... Читать дальше...
د ځوانانو غږ خپرونه کې مو د قبايلي سيمو بېلا بېلو سازمانونو غړو او مشرانو سره خبرې کړي چې ۲۰۲۱ز کال کې د قبايلي سيمو ځوانانو لپاره څه پلانونه په پام کې لري. د دې ترڅنګ ځوانان په قبايلي علاقو کې د لوبو سيالو لپاره څه هلې ځلې کوي. ځوانان وايي، د قبايليو زياتره سيمې تر اوسه د انټرنيټ سهولت برخې دي او په نوی کال کې به د دې سهولت ترلاسه کولو لپاره مبارزه جاري ساتي. په دې خپرونه کې مو له قبايلي سيمو ځوانانو سره خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
په شمالي وزیرستان کې ۲۰۲۰ز کال کې د هدفي وژنو ترڅنګ کڼې نورې جریمي پېښې شوې دي. زموږ خبریال عمر وزیر په دغه ضلع کې د تېر یوه کال پېښو ته کتنه کړې.
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ ) نی (وايي، په تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال د افغانستان د خبریالانو لپاره یو خونړی کال و. په داسې حال کې، چې۲۰۲۰ کال د نړۍ لپاره له بېلابېلې ستونزو مخ کال و، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه دا کال د افغان خبریالانو لپاره یو خونړی کال یادوي. د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې کال کې۱۱ خبریالان وژل شوي دي. هغه زياتوي: "۲۰۲۰کال کې د افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو لپاره... Читать дальше...
اعلا وزیر جام کمال خان د حزب اختلاف د اعتراضونو په ځواب کې وویل چې تر هغو به د ګوادر باړ
د د ډېسېمبر پر ۳۱مه د غونډې ویناوالو وویل، د افغانستان سوله او ټیکاو د دې سیمې د سولې او ټیکاو په مانا ده.
حکومت د ډیسمبر په پنځلسمه هم د تېلو بییې لوړې کړې وې خو ولس وايي داسې پخوا چېرته نه وو شوي چې په میاشت کې دوه واره د تېلو نرخونه زیات شوي وي.
د نړۍ په اکثرو ښارونو کې د نوي میلادي کال مراسم د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په محدوده پیمانه ولمانځل شول. نړیوالو نوي میلادي کال ته بې له دې، چې د تېرو کلونو په شان یې په شاندارو مراسمو ولمانځي، هرکلی ووایه او ورسره په یو وخت یې د کرونا پر ضد د واکسین د جوړېدو په خاطر هیلې وغوړولې. د شپې له دوولس بجو څخه، د معمول په شان د نوي کال مراسم په تېره بیا اورلوبې له استرالیا پیل شوې او په تدریج اسیا، منځني ختیځ، اروپا، افریقا او امریکا ته ورسېدې. په نیویارک کې روغتیايي چارواکو له خلکو وغوښتل چې... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان( ډبلیو.ایچ.او) د کرونا پر ضد د فایزر او بیوان ټیک واکسین بېړنۍ استفادې ته اجازه ورکړه. له کله نه چې کرونا وبا پيل شوې، دا یې په وړاندې جوړ شوي واکسین ته لومړنی لوی( اعتبار) بلل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان په خپله ویبپاڼه لیکلي، چې دا اجازه به نورو هېوادونو ته لاره هواره کړي چې د د دغه واکسین د واردولو او کنټرول چارې ګړندۍ کړي. د فایزر او بیو ان ټیک کمپنیو د واکسین تطبیق د لومړي ځل لپاره بریتانیا او ور پسې په امریکا او اروپایي ټولنه کې پيل شو.
په دوحه کې د افغانستان د سفیر عبدالحکیم دلیلي جسد نن سهار له قطره په یوې ځانګړې الوتکه کې کابل ته ولېږدول شو. بهرنیو چارو وزارت وايي، چې وزیر محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني او یو شمېر نور چارواکي دې مراسمو کې حاضر و. عبدالحکیم دلیلي د تېرې سه شنبې په ورځ د زړه د حملې له امله مړ شو. افغان دولت وایي، دليلي د افغانستان او قطر تر منځ د اړيکو په ښه والي او د سولې په مذاکراتو کې فعال رول درلود. قطر کې د ده د سیاسي ماموریت پر مهال د طالبانو او امریکا... Читать дальше...
پرتګال به سر له نن ( د جنورۍ له لومړۍ نېټې) نه له جرمني د اروپایي ټولنې د شورا شپږ میاشتنۍ مشري په غاړه واخلي. پرتګال به د خپل دې ماموریت پر مهال له ځینو ننګونو سره مخامخ شي چې لویې هغه یې د کرونا وبا له کبله د مرستو د بستو همغږۍ، د همدې وبا له کبله روغتیایي ستونزې او د کرونا واکسین دودول دي. پرتګال په یوه بیانیه کې ویلي، د امکان تر حده هڅې کوي چې دغه شپږ میاشتې په اروپا کې د نوي پړاو یو پیل وي. د جرمني صدر اعظمې انګېلا مېرکل د دغې څوکۍ د مسئولیت د لېږد پر مهال ویلي، چې جرمني شپږ میاشتې د همدې... Читать дальше...
د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ملي دسترخوان د پروګرام عملي چارې پیل شوې. د ننګرهار د ولایت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې چې د پنجشنبه په ورځ خپره شوه ویلي، چې د دې پروګرام له مخې به شاوخوا ۱۳۸۰ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مواد ووېشل شي. په اعلامیې کې راغلي، چې هرې کورنۍ ته د څلور زره افغانیو په ارزښت یوه بوجې اوړه، لس لیتره غوړي، ۱۳ کیلو لوبیا او لس کلچې صابون مرسته کېږي. د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي شاوخوا دوې اوني دمخه په کابل کې وویل، چې د ملي دسترخوان... Читать дальше...
د ماشومانو د ملاتړ یا سیف د چلډرن موسسه وایي، چې د ژمې سړه هوا په افغانستان کې د ۳۰۰ کسانو ژوند ګواښي. د دغې موسسې ویاندې مریم عطایي په دې اړه تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل: "د افغانستان په شمال کې د واوري بې ساري اورښتونو له بده مرغه ډېر ماشومان اغېزمن کړي دي، په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې د جګړو او ناامنی کبله له خپلو سیمو بېځایه شوي دي. همدا وضعیت ماشومان ډیر د مرګ له ګواښ سره مخامخ کوي. له بده مرغه کورنۍ سون توکي او د ژمې نور تجهیزات نه لري." مېرمن عطایي وړاندي وویل، چې سیف د چلډرن موسسه په... Читать дальше...
د بدخشان یوه امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ. د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني رسنیو ته وویل چې دا طالبان پرون د بهارک – فیض اباد ترمنځ لارې کې د عملیاتو پر مهال ووژل شول . هغه زیاته کړه: "د بهارک – فیض آباد ترمنځ لارې کې د دان آب سپینګل په نوم سیمه چې د څو ورځو راهیسې طالبانو په کې جدي ګواښونه رامنځته کړي وو، عملیات پیل شوي دي. په دې عملیاتو کې د دولت ۱۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي، ۱۴ تنه یې اسیران شوي دي او ټپیان یې هم ډېر دي." د... Читать дальше...
د نړۍ ډېرو هېوادونو نوی میلادي کال د هیلو اواندېښنو سره یو ځای ولمانځه. په اکثرو هېوادونو کې خلکو د کرونا ویروس د پراخېدو له وېرې دا مراسم هغسې ونه لمانځل چې په نورو کلونو کې یې لمانځل. لا هم په اکثرو هېوادونو کې د شپې ګرځبندیز پرځای دی. یو کال دمخه دا ورځ داسې مهال ولمانځل شوه، چې د روغتیا نړیوال سازمان په لومړي ځل په نړۍ کې د یوې وژونکې ساري ناروغۍ کویډ ۱۹ د خورېدو خبر ورکړی وو. دغې ناروغۍ د کال په اوږدو کې نژدې ۸۳ میلیونه کسان ونیول، شاوخوا یو میلیون او اته لکه کسان ترې مړه شول او د نړۍ اقتصاد ته یې ډېر تاوانونه ورسول. Читать дальше...