په کندز کې لسګونو لمونځ کوونکو نن د یوه ملاامام په لارښونه د زهرې په نوم پر یوې خصوصې راډيو برید وکړ. د زهرې راډيو مسوول مدیر محسن احمدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دې ډلې د فیروز کوهي دینې مدرسې د ملاامام په لمسون په داسې حال کې پر راډيو یرغل وکړ چې د لمانځه پرمهال راډیو خاموشه وه. هغه وویل: "د جومات ملاامام له ټولو لمونځ کوونکو سره دننه راغلل. پر راډیو یې یرغل وکړ او ټول وسایل یې له منځه یوړل. دوی لیدل چې راډیو خاموشه ده خو بیا یې هم دا کار وکړ. هېچا ونه ویل چې راډیو خاموشه ده نو حمله ولې پرې... Читать дальше...
د ارزګان ولایت چارواکي، په ګېزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د پنځوسو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي. د ارزګان والي محمدعمرشېرزاد نن جمعه آزادۍ راډیو ته وویل، چې وسله والو ته دا تلفات د تېرو لسو ورځو په عملیاتو کې اوښتي دي. هغه زياتوي: "د عملیاتو په نتیجه کې ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ته ورپېښ ګواښونه له منځه ولاړل. شاوخوا پنځوسو وسله وال چې د دوی قوماندانان هم پکې شامل وو، یا ټپیان شول یا وژل شوي دي." ښاغلي شېرزاد زیاته کړه، چې به دې عملیاتو کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي. Читать дальше...
افغان چارواکي په بلخ ولایت کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې لسو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي. ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې وايي، چې افغان ځواکونه تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په هېواد او پلاس سیمو کې له طالبانو سره ونښتل چې په نتیجه کې یې څلور طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. بیان زیاتوي، چې په نښته کې لس نور وسله وال نیول شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په اندونیزیا کې یوې شدیدې زلزلې لږترلږه ۳۴ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي. د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي، چې د دې زلزلې مرکز د سولاوېسي ټاپو په جنوب کې او شدت یې د رېښتر په کچه ۶،۲ درجې و، چې په نتیجه کې یې زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. سیمه ييزو چارواکو ویلي، چې زلزلې او له هغه وروسته ټکانونو د استوګنې ۶۰ کورونه او دوه هوټلونه ونړول، برېښنا یې قطع کړه او پلونه یې ویجاړ کړل. په سولاویسي کې پرون هم ۵،۹ درجې زلزله وشوه خو انساني تلفات یې نه لرل. په اندونیزیا... Читать дальше...
د بې پولې خبریالانو ټولنې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د دوو برتانوي رسنیو پر وړاندې د بدنامولو او د کرکې کمپاین بند کړي او له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې د دې رسنیو ژورنالیستان یې ګواښلي دي. دې ټولنې چې مرکز یې په پاریس کې دی په یوه بیان کې ویلي، په تېرو دوو اونیو کې د انټرنټ زرګونه کاروونکو د بي بي سي د اردو سرویس او د انډیپینډنټ ورځپاڼې د تحریمولو غوښتنه کړې او د هغو خبریالان یې ګواښلي دي. د بې پولې خبریالانو ټولنې د آسیا- پاسیفیک څانګې مشر دانیل باسټارډ ویلي، د کرکې د پارونو دا آنلاین... Читать дальше...
شمالي کوریا په یوه پوځي پرېډ کې هغه څه نندارې ته وړاندې کړي چې له اوبتل څخه د بالستیک میزایل توغوونکې وسیلې ته ورته ښکارېږي. دا په داسې حال کې ده چې د جنوري په شلمه نېټه د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسمو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. په څو تصویرونو کې چې دولتي رسنیو خپاره کړي دي د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون په هغو مراسمو کې ښکاري چې موسېږي او خپل لاسونه خوځوي. دا مراسم پرون ناوخته د پلازمېنې پیونګ یانګ په کېم ایل سونګ چوک کې جوړ شوي وو. په پرېډ کې د سرتېرو، ټانکونو او د هغو... Читать дальше...
په امریکا کې د نشه يي توکو هغه قاچاقبر اعدام شو چې سترې محکمې یې له کوېډ١٩ ناروغۍ تر رغېدو پورې د مهلت غوښتنه رد کړې وه. ۵۲ کلن کاري جانسن پرون د جنوري په ۱۴مه نېټه د اندیانا په فدرال محبس کې د وژونکې پېچکارۍ په وسیله ووژل شو. په امریکا کې د اعدام سزا له اولس کلن ځنډ وروسته تېرکال بیا پیل شوه او له هغه راهیسې جانسن ۱۲ مجرم دی چې حکومت یې اعداموي. د جانسن مدافع وکیل اعتراض کاوه چې د وژونکې پېچکارۍ په وسیله مړینه به نوموړی، چې سږي یې د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله زیانمن شوي، ډېر وځوروي. خو سترې... Читать дальше...
مالیزیايي چارواکو د پاکستان د هوايي شرکت PIA یوه الوتکه په بریتانیا کې د یوې حقوقي دعوې له کبله درولې ده. PIA په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د مالیزیا یوې سیمه ایزې محکمې د دې شرکت او د دعوې د مقابل لوري ترمنځ چې برتانوۍ محکمې ته عارض شوی دی، په یواړخیز ډول د دې الوتکې د درولو حکم ورکړی دی. د راپورونو له مخې دا دعوه چې شپږ میاشتې مخکې په برتانوۍ محکمه کې ثبت شوې ده د پاتې پیسو یوه اړونده قضیه ده. PIA نه دي ویلي چې دا الوتکه په کوم ځای کې نیول شوې خو یادونه یې کړې چې د الوتکې مسافر سم ساتل کېږي او د پاتې سفر چارې یې تنظیم شوې دي.
دوی زیاتوي، له ۶ کلونو ډېره موده کېږي، چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله دې ځای راکډه شوي، خو په دومره اوږده موده کې، د افغانستان او پاکستان حکومتونو د وزیرستانیو کډوالو شته ستونزو ته اساسي حل لاره نه ده موندلې.
په افغانستان د ترکیې د پوهنې بنسټ ۴۰۰ افغان زده کوونکو ته د لوړو زده کړو بورسونه ورکړل. 19کلن برکت الله چې د دغې بورس له لارې ترکیې د انجنیرۍ رشته کې د زده کړو لپاره روان دی، وایي دا د افغان ځوانانو د زده کړو او تعلیم په برخه کې ګټور ګام دی. هغه وویل: "دا به انشاءالله چې په راتلونکي کې د افغان ځوانانو لپاره ګټور تمام شي او وبه کړای شي چې په بېلابېلو برخو کې خپل هېواد ته خدمت وکړي." برکت الله وايي، له یو لړ امتحانونو وروسته دغه بورس ته بریالی شوی. 19کلنه مرجان هم د ترکیې د پوهنې بنسټ د دغو ورکړل شویو بورسونو له زده کوونکو ده. Читать дальше...
په کابل پوهنتون کې د وژل شوي محصل محمد راهد په نوم یو کتاب پلورنځی جوړ شوى دى. د محمد راهد امین هیله نن د هغه د مور له لوري پوره او د ده په نوم يې یو کتاب پلورنځي پرانيست. محمد راهد د کابل پوهنتون هغه محصل وه چې سږکال د عقرب میاشتې په 12 په دغه پوهنتون باندې حمله کې له اولسو نورو محصلینو سره ووژل شو. محمد راهد غوښتل، چې یوه کتابتون او کتاب پلورنځی جوړ کړي ، هغه تازه همدا چارې پیل کړې وې چې ووژل شو او خپل دا هیله یې له ځان سره خاورو ته یوړه. خو د محمد راهد مور وحیدې شېزاد د جمعې په... Читать дальше...
د مصر په پلازمېنه قاهره کې یو سړی له مارانو څخه په استفادې ناروغان مساژ کوي او په دې توګه د دوی د ملا درد تداوي کوي. البته هغو کسانو ته چې د زړه ناروغي لري یا له مارانو ډاریږي، د دې ډول درملنې سپارښتنه نه کېږي.
په نومول شويو کسانو کې زياتره د امريکا د ولسي خدمت اوږده تجربه لري چې ښځې او نارينه دواړه پکې شامل دي، خو د دغو کسانو لپاره د امريکا د سېنېټ منظوري هم شرط ده.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې لنډو ورځو کې به یې کار پای ورسېږي وایي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر راکم کړی. ولسمشر ټرمپ د سپټمبر میاشت کې ویلي و چې تر نننه (د جنورۍ 15)نېټې پورې به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر 2500 ته راکم کړی، نن یې د سپینې ماڼۍ په وېب پاڼه په ټینګار لیکلي چې د دوامداره جګړې دې پای ته ورسېږي. د امریکا تلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د امریکا پوځ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کمولو هدف پوره کړی او په دې برخه کې د ده ژمنه عملي شوې ده ښاغلي... Читать дальше...
یوه ورځ مخکې په هم دغه سیمه کې د ۵.۹ شدت راغلې زلزلې يوشمیر کورونو ته یې زیان رسولی خو څه مرګ ژوبله يې نه وه اړولې.
د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي اسانتیاو له کمښته ځورېږي. پچیراګام د ننګرهار یوه له سرحدي او غرنیو ولسوالیو ده، چې په تېره شاوخوا یوه نیمه لسیزه په کې جنګ جګړو د ځایي خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی. د پچیراګام اوسیدونکي وایي، کلونه وشول چې د ژوند لپاره د اسانتیاوو په ځانګړي ډول په روغتیایي برخه کې له ستونزو کړېږي. دوی پر ځایي چارواکو او مسؤلینو نیوکه کوي، چې ګوندې له کلونو راهیسې ورسره په بېلابېلو برخو کې ژمنې کېږي خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې. د پچیراګام یو اوسېدونکی... Читать дальше...
په خوست کې د لویې پکتیا د درېوو ولایتونو سلګونه ځدراڼ مشرانو او ځوانانو غونډه کړې چې پکې یې په قطر کې د سولې په خبرو کې د ونډې غوښتنه کړې. د خوست، پکتیا او پکتیکا د ځدراڼو دا غونډه د جنورۍ پر ۱۴مه شوې چې په اړه یې تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د جنورې پر ۱۴مه سازمان په یوه بیان کې ويلي، چې له تېرو دوو اونيو راهیسې په زرګونو انټرنيټ کارونکو د بي بي سي اردو او انډيپنډنټ اردو خبري ادرو نه د بايکاټ غږ کړی دی.
د جنورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې یو خبري کانفرانس ته د وینا پر مهال د مسلم لیګ ن ویاندې مریم اورنګزیب وویل، الیکشن کمیشن د تحریک انصاف د بهرنیو چندو مقدمه نه فیصله کوي ځکه یې پرضد اپوزیشن ګوندونه د جنورۍ پر نولسمه په اسلام اباد کې لاریونونه او مظاهرې کوي.
په تخار ولایت کې یو شمېر مدنې فعالان او ځوانان وايي، د ولور په ګډون د ودونو د لوړو لګښتونو له امله ډېری ځوانان ودونه نه نشي کولای. په تخار ولایت کې یو شمېر مدني فعالان او نور ځوانان وايي، په دغه ولایت کې زیات شمېر ځوانان او ځوانې نجونې د ناوړو دودونو، زیات ولور او بې ځایه سیالیو له کبله کلونه کوژدن پاتې کېږي او ودونه نه شي کولي. په تخار کې مدنې فعاله نرګس احمدي په دې اړه وايي: "که دي ستونزي ته پاملرنه ونه شي نو بدې پایلې به ولري. ځکه زیات شمېر ځوانان د ولور پوره کولو لپاره په غیرقانونې توګه بهرنیو... Читать дальше...
د زیمبابوې په پلازمېنه کې یوه انجلۍ ځوانانو ته د تکواندو په ښوولو سره له وخت مخکې ودونو سره مبارزه کوي. ناتیسیراشه ماریسا دغه کمپاین په داسې یو هیواد کې پیل کړی، چې په کې لسګونه انجونې او هلکان د اتلس کلنۍ عمر ته له رسېدو مخکې واده کولو ته اړ ایستل شوي دي. نور په راپور کې:
په پاکستان کې په انسانانو د چينايې کمپنۍ د کورونا واکسينو د ازموينې درېيم پړاو پای ته په رسېدو دی. د صحت چارواکي وايي چې د کېنساېنو بايو واکسينو ازموينه بشپړېدو ته نېږدې ده او نتيجه يې هم ښه ده. پاکستان يو له هغو اوو هېوادونو دی چې پر خپلو وګړیو د چينايي واکسينو ازموينه کوي. دا ویډیويي راپور وګورئ.
په تونس کې د ډیموکراسۍ پلوه پاڅون لسمه کلیزه پرون د کرونا وایروس د محدودیتونو له کبله په مختصره توګه ولمانځل شوه. دغه پاڅون د دې سبب شو، چې د دغه هېواد زورواکی له واکه وپرځول شي او په عرب هېوادونو کې د ناکراریو څپه پیل شي. په تونس کې د هغه څلور-ورځني ټولبند له کبله چې له پرونه نافذ شو، مظاهرې منع دي. لس کاله مخکې د تونس ولسمشر، زین العابدین بن علي تر پراخو مظاهرو وروسته له واک څخه لیرې او په ۲۰۱۹م کال په جلاوطنۍ کې مړ شو. دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې یوه نهیلي، ځوان هټیوال د پولیسو د زورزیاتي له کبله، ځان ته اور واچاوه.
تندر قول اردو په غزني ولایت کې د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه. د دې قول اردو په خبره یوه ډله وسله والو طالبانو غوښتل تېره شپه په اندړو او قره باغ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړي. د تندر قول اردو ویاند، اېمل خان مومند نن سهار رسنیو ته وویل، پر دغو وسلوالو هوايي حملې وشوې. هغه زياتوي: "په اندړو ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی، همدارنګه په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه ډلمشر په ګډون درې تنه طالبان وژل شوي او یو عراده فولډر [موټر] یې هم له منځه... Читать дальше...
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په خبرو کې یې د سولې د بهیر او په دې هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه بحث وکړ. ستیفانو پونتې کوروو پر ټویټر په یوه بیان کې چې پرون ماښام خپور شو ویلي، ناټو په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د خبرو ملاتړ کوي. هغه وروستیو هدفي وژنو ته د اشارې په ترڅ کې ويلي، چې دا حملې هېڅ راز توجیه نه لري او ګټه یې هېچا ته نه رسېږي. د ناټو ملکي استازی په داسې حال کې په افغانستان کې... Читать дальше...