Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د تخار فعالان: د لوړ ولور او لګښتونو له امله ډېری ځوانان له ودونو پاتې

په تخار ولایت کې یو شمېر مدنې فعالان او ځوانان وايي، د ولور په ګډون د ودونو د لوړو لګښتونو له امله ډېری ځوانان ودونه نه نشي کولای.


په تخار ولایت کې یو شمېر مدني فعالان او نور ځوانان وايي، په دغه ولایت کې زیات شمېر ځوانان او ځوانې نجونې د ناوړو دودونو، زیات ولور او بې ځایه سیالیو له کبله کلونه کوژدن پاتې کېږي او ودونه نه شي کولي.


په تخار کې مدنې فعاله نرګس احمدي په دې اړه وايي: "که دي ستونزي ته پاملرنه ونه شي نو بدې پایلې به ولري. ځکه زیات شمېر ځوانان د ولور پوره کولو لپاره په غیرقانونې توګه بهرنیو هېوادو ته سفرونه کوي چې له امله یې په لاره کې له سختو ستونزو سره مخامخ کېږي او حتی یو شمېر یې مخدره توکیو ته مخه کوي."


د تالقان ښار اوسېدونکې ۲۵ کلنه فرزانه له کورنیو غواړي، چې له لوړ ولور اخیستلو څخه ډډه وکړي چې ځوانان د واده کولو له حق څخه بې برخې پاتې نه شي.


هغه وايي: "د لوړ ولور اخیستل ددې لامل کېږي چې له واده وروسته د کورنیو ترمنځ جنجالونه پېدا شي او حتا د طلاق او جلا کېدو مسئله رابرسېره کېږي. خلک باید له لوړ ولور اخیستلو څخه ډډه وکړي."


د دغه ولایت یو اوسېدونکی ۳۵ کلن عبدالله وايي، د لوړ ولور او په ودونو کې د بې ځایه سیالیو له کبله تر اوسه نه دې توانېدلي چې واده وکړي.


عبدالله زياته کړه: "زه په عمر ۳۵ کلن یم، خو زه تراوسه نه یم توانېدلي چې واده وکړم. ځکه ولور لوړ دي او زه دومره پیسې نه لرم چې واده وکړم. اړوند ادارې باید په دې برخه کې کار وکړي او دغه ستونزه هواره کړي."




په تخار ولایت کې یو شمېر دیني عالمان وايي، چې ولور د ښځې حق دی او د کورنۍ غړي اجازه نه لري دا پیسې له واده کېدونکې نجلۍ څخه واخلي.


دیني عالم مولوی نعمت الله په دې اړه ازادي راډیو وویل: "ولور خالص او مسلم د ښځو حق دي. د اسلام مبارک دین غواړي چې د ټولنې ټولو وګړو ته د واده کولو فرصت برابر کړي او دغه فرصت هغه وخت برابرېدلي شي چې مهر باید دومر لوړ تعیین نه شي چې د ټولنې وګړي یې د پوره کولو توان ونه لري. لکه څنګه چې حضرت عايشه (رض) له حضرت پيغبر(ص) نه روايت کوي وايي، چې ډيرې برکت ناکې ښځې هغه دي چې د آسانه ولور لرونکې وي."


د تخار د ښځو چارو رئیسه ګوهرشاد باور هم وايي، چې په ټولنه کې د زیات ولور اخیستلو ستونزه د کمېدو پر ځای همغسي پاته ده.


باور وویل: "واقعاً چي لوړ ولور اخیستل په ټولنې کې په جدې ستونزې بدله شوي ده. که څه هم موږ په دې برخه کې خلکو ته پوهاوې ورکړي چې له بې ځایه سیالیو او له ناوړه دودو څخه ډډه وکړي. خو له بده مرغه لاهم دغه ستونزه موجود ده."


د تخار ولایت د اوسېدونکو په وینا په دې ولایت کې ولور لږ تر لږه ۵ لکه افغانۍ دی ،چې د نورو مصارفو تر څنګ د واده لګښت له یو میلیون افغانیو هم اوړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus