Число ДТП с автомобилями каршеринга в столице снизилось на 27%

Мать-и-мачеха и пролески зацвели в Москве

Завершается монтаж фасадов нового корпуса ДГКБ святого Владимира

Онлайн-квиз ко дню основания Большого театра опубликовали на портале «Узнай Москву»



World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2021

Новости за 18.01.2021

Mashaalradio.com 

د قبایلو زده کوونکي په پوهنتونونو او کالجونو کې ځانګړې څوکۍ غواړي

د قبایلي سیمو زده کوونکو د جنورۍ پر ۱۸مه په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وویل، حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې په خیبر پښتونخوا تر ورګډېدو وروسته به ورته د پاکستان په پوهنتونونو او کالجونو کې پر ځانګړو څوکیو داخلو ورکولو ته دوام ورکوي خو دا وعده یې نه ده پوره کړې. قبایلي سیمې د ۲۰۱۸ز په مې کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. د واکمن تحریک انصاف یو سیاستوال او د پارلېمان غړی اقبال اپرېدی وايي، حکومتي چارواکو وار له مخه پر دې موضوع وار خبرې کړې دي او ژر به د قبایلو د زده کوونکو دا ستونزه هواره شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فلسطیني زده کوونکې: د برېښنا او انټرنېټ نشتوالي ګڼو ستونزو سره مخ کړي یو

په فلسطین کې د برېښنا او انټرنېټ نشتوالي زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.   دیارلس کلنه وعد بشارت په غزه تړانګه کې د غره په لمن کې رمه هم پيايي او په ورته وخت کې نه شي کولای له انلاین صنف سره وصل شي.   برق ته د نه لاسرسی او د ټيکنالوجۍ له لارې له لیرې واټنه زده کړې د دې لویې ستونزه دي. هغې وویل: "ما ونه کړای شول چې د انټرنېټ د نشتوالي له کبله له ټولګي سره وصل شم او ما رمې ته پام کاوه. زه وروسته له صنف سره وصل شوم خو درس ختم شوی وو. زه له ستونزو سره مخامخ یم ځکه انټرنېټ نه شته او خور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ناوالني د راستنېدو پرمهال د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو

د روسیې د حکومت د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني د یکشنبې په ورځ له جرمني د راستنېدو پرمهال په مسکو کې ونیول شو. هغه له مسمومېدو وروسته چې په نتیجه کې یې مرګ ته نژدې شوی و، شاوخوا شپر میاشتې د علاج لپاره په برلین کې تېرې کړې.

Pa.azadiradio.com 

"په هرات کې ۲۳۰ وړې او لوې ډلې د امنیتي وضعیت د خرابېدو هڅې کوي"

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، په هرات کې ولایت کې ۲۳۰ وړې او لوې ډلې په دې هڅه کې دي چې د دغه ولایت امنیت خراب کړي. له هغې وروسته چې په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازو د دې ولایت له نا امنیو څخه جدي اندښنې څرګنده کړه. جرګې د حالاتو د څېړنو په هدف د ستار حسیني په مشرۍ دې ولایت ته یو څلور کسیزه پلاوی واستوه. دغه پلاوی له څېړنو وروسته وايي، د هرات ولایت د ناامنۍ لپاره ۲۳۰ ډلې چې د ځینو مالي ملاتړ یې د بهرنیو هېوادونو له لوري کېږي کار کوي. ستار حسیني وايي، له ۲۳۰ ډلو څخه ۲۲ یې د ایرا ن په مالي ملاتړ فعالیت لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سټولټنبرګ: په افغانستان کې د ناټو حضور شرایطو پورې تړلی

د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې د سولې د پروسې په اړه خبرې کړې او هغه ته یې ویلي چې د ناتو دریځ نه دی بدل شوی او په افغانستان کې یې حضورپه شرایطو پورې تړلی دی. ښاغلي سټولټنبرګ دا خبره نن په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې ناتو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي تر څو افغانستان بیا هیڅکله هم د نړیوال تروریزم په خوندې ځای بدل نه شي. په عین حال کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه ټویټ کې ویلي، چې په دې ماموریت کې د شاملو ۳۸ هېوادونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پوځ په جنوبي وزیرستان کې دوه طالبان وژلي

د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو په ترڅ کې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. پوځ نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغو عملیاتو کې چې وخت او مشخصه سیمه یې نه ده یاده کړې او یوازې دومره یې ویلي چې  استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره کړي، په وژل شویو کې هغه مشکوک کس هم شامل دی چې د پوځ پر سرتېرو د اکتوبر د میاشتې په برید کې یې لاس درلود. په دغه برید کې شپږ سرتېري وژل شوي وو.  پوځ د دغو عملیاتو په پایله کې د دریم مشکوک کس د نیولو خبره هم کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

لاریون کوونکو په ميدان وردګ کې د برېښنايي پېژندپاڼو دفتر وتاړه

میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې سلګونو لاریونوالو د برېښنایي پېژندپاڼو دفتر وتاړه. د دغه ولایت لسګونه کسانو ځکه لاریون کړي او د برېیښنايي پېژند پاڼو دفتر يې ځکه تړلى چې په یادو پېژندپاڼو کې دې د وردګ پرځای میدان وردګ ولیکل شي. په داړه اړه نور جزييات په راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

کندز کې د زهري موادو په وسیله د مرغانو ښکار کېږي

کندز کې ښکاریان د زهري موادو په وسیله د مرغیو ښکار کوي، چې ورسره د ځېنو  مرغیو نسل په  کمېدو او یا هم ورکېدو دى.  هغه مرغان چې د ژمي په سړه هوا کې کندز  او شا او خوا ولایتونو ته راکډه کېږي، ښايي په دې نه وي خبر چې دا سیمه د جګړو له کبله یوازې د  انسانانو لپاره نه، بلکې ناقانونه ښکار د مرغانو لپاره هم خطرناکه کړې. د کندز دښتې دا مهال د مرغانو له هغو ښکاریانو ډکي دي، چې د ښکار لپاره د زهري موادو په شمول له بېلابېلو وسایلو کار اخلي. د ښکار دې بڼې  د افغانستان په شمال ختېځ کې د ځینو مرغانو د نسل د کمېدو اندېښنې پیدا کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيه کې سياسي منتقد "الکسي ناوالني" محکمې ته بيول شوى

د کریملن منتقد الکسې ناوالني، چې پرون له جرمني مسکو ته له رسېدو سره سم نیول شوی، نن د یوې محکمې پر وړاندې ودرول شو. د هغه ویاندې کیرا یرمیش نن یوه ویډیو خپره کړې چې په کې ظاهراً ناوالني د محکمې په جریان کې خبرې کوي. د ناوالني د فساد پر ضد ادارې مدیر ایوان ژدانوف او د ناوالني ویاند کیرا یارمیش نن سهار وویل، چې دی په خیمکي ښار کې ساتل شوی دی. یرميش زیاته کړه، چې چارواکي ناوالني ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو مدافع وکیلانو سره وویني. ۴۴ کلن ناوالني چې له تېرې اګست میاشتې راهیسې په جرمني کې تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امرالله صالح: نيول کېدونکي بندي ترهګر باید اعدام شي

د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلې یوې تازه پریکړه کې د هغو ترهګرو د اعدام غوښتنه کړې چې له افغان حکومت سره بندیانېږي.  د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح د دوشنبې د سهار په شپږنیمو بجو غونډه کې ویلي، هغه ترهګر چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د ناوړه اعمالو په تور نیول کېږي، په داسې حال کې چې په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړي وي تمه لري چې یوه ورځ وبښل شي. د ښاغلي صالح په خبره، هغه کسان چې نیول کېږي باید اعدام شي تر څو د نورو لپاره د عبرت درس وي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ لمریز مالي کال د بودیجې د بيا ردېدو خبرداری ورکړ

د افغانستان ولسي جرګه خبرداری ورکوي، که د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې سند اصلاح نه‌شي، بیا به یې هم رد کړي. که څه هم د نوي مالي کال له پیل څخه نږدې یوه میاشت تېرېږي، خو لا هم حکومت او ولسي جرګه د ۱۴۰۰مالي کال بودجې د تصویب په اړه یوې هوکړې ته نه دي رسېدلي.  د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د نوي مالي کال په بودجې کې ۱۷ اختلافي موارد شته چې له امله یې دوه ځلې دا بودجه د خلکو استازو رد کړې ده. د ولسي جرګې رییس د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل، ولسمشر دې د جرګې واکونو ته په کتو د بودجې په ترتیب کې د برابرۍ اصل ته پام وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

‎په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو. ‎د خوست ولایت د صبرۍ ولسوالۍ اوسېدونکی ولایت خان وایي ، ۱۴ میاشتنۍ خورزه یې عالیه چې د مور او پلار یوازینی اولاد دی تازه ګوزڼ وهلې ده. ‎ولایت خان ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، د کوچنۍ عالیه یوپښه فلج ده او له دې امله ټوله کورنۍ ورته اندېښمنه ده. هغه زياتوي: "ډېر ورته خفه یو، ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو یوازې پېښه ثبت کړه خو بل اقدام یې نه دی کړی، دا راته وایي چې درمل به درکړو خو ګټه نه کوي." ‎ولایت خان وایي، چې په ګڼو ‌‌ډاکترانو او روغتونونو يې خپله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جوبایډن د لوړې مراسمو پرمهال د ځينو احتمالي بریدونو په تړاو اندېښنې

امریکایي چارواکي د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې د مراسمو پرمهال د عسکرو له لیکو د ځينو احتمالي بریدونو په تړاو اندېښمن دي. د امریکا متحده ایالتونو امنیتي ادارې د ملي ګارډ ټول هغه عسکر څاري چې په واشنګتن کې د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې د مراسمو د امنیت نیولو لپاره ځای پر ځای کېږي. منتخب ولسمشر جوبایډن داسې وخت د جنورۍ په شلمه د لوړې مراسم پرځایوي چې د ځینو بریدونو ویره ځي. چارواکي وایي، د ملي ګارډ ۲۵ زره غړي د داخلي بریدونو د اندېښنو په سبب واشنګتن ته په رسېدو د فدرال قانون پلي کوونکي اجنسیو له خوا څارل کېږي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پر تحریک انصاف د بهرنیو چندو اخیستو تور څه معنا لري؟

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ګډون د تحریک انصاف مشرتابه ویلي، له هېڅ ناقانونه لار یې پیسې نه دي ترلاسه کړي او یوازې بهرمېشتو پاکستانیانو ورته د سیاسي هلو ځلو او انتخاباتي کیمپېنونو لپاره پیسې ورکړې دي.

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې ښوونځي بیا پرانیستل شول

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په شاوخوا ټولو برخو کې د تعلیمي ادارو د بیا پرانیستو لړۍ پیل شوې. سکولونه په نومبر کې د کورونا وایرس د زیاتېدونکو پېښو مخنیوي په موخه تړل شوي ول. د پاکستان د تعلیمي چارو وزیر شفقت محمود له اعلان سره سم، د جنورۍ پر ۱۸مه له نهمه تر ۱۲م ټولګي پورې ښوونځي او کالجونه بیا پرانیستل شول او نورې تعلیمي ادارې به په فبرورۍ کې پرانیستل کېږي. د سکولونو استادان وايي، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ مخنیوي پر ټولو احتیاطي لارښوونو عمل کوي. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

استرالیا کې د تېنس لږترلږه ۷۲ لوبغاړي قرنطین شول

په استرالیا کې د تېنس د لوی تورنمنت د پیلېدو په درشل کې لږترلږه ۷۲ لوبغاړي وروسته تر هغې سخت قرنطین شوي چې دې تورنمنت ته د لوبغاړو، روزونکو او چارواکو د لېږدولو په چارټر الوتکو کې د یو شمېر سپرلیو د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې ثبت شوې دي.  د دغو لوبو تنظیموونکو پرون یکشنبه تایید کړه چې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه ملبورن ته په تللې الوتکه کې د یو مسافر د کرونا مثبته پېښه ثبت شوې ده.  که څه هم دغه مسافر د دغه ورزشي ټیم غړی نه‌دی، خو د ۲۵ لوبغاړو په ګډون د دې الوتکې ټولې ۵۸ سپرلۍ اجازه نه‌لري چې په هوټل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان دولت مرکچي پلاوي یو غړی: زموږ اجنډا ترتیب او طالبانو ته وسپارل شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي يو غړی وايي، د اجنډا د جوړېدو په اړه د دوی کار بشپړ شوی او طالبانو ته‌یې سپارلې ده. د مرکچي پلاوي دغه غړي د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم او غږ د نه‌خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دوی په اجنډا کې د سولې خبرو د دوام لپاره خپل لومړیتوبونه هم مشخص کړي دي. سرچینه زیاتوي، خو طالبانو لا تر اوسه خپله اجنډا دوی ته نه‌ده سپارلې او په خبره‌یې، دوی د دې کار یو دلیل، خپل‌منځي بحثونه او د مشورو دوام بولي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: تخار او کندهار کې د طالبانو د بریدونو مخه ونیول شوه

په تخار او کندهار کې چارواکي د طالبانو د حملو د په شا تمبولو او دې ډلې ته د زیانونو د اړولو خبر ورکوي. د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو د یوې حملې مخه ونیوله. نوموړي طالبانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه وویل: "د صادق په نوم چې د لایزري قطعې مرستیال دی، په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او څو تنه هم ټپیان دي." ښاغلي اسیر په دغو نښتو کې خپل لور ته د یوه سرتېري د ټپي کېدو خبره وکړه. په عین حال کې د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا یوې محکمې د سامسونګ کمپنۍ مرستیال مشر په بند محکوم کړ

د جنوبي کوریا یوې محکمې د الکترونیکي وسایلو د سترې کمپنۍ سامسونګ مرستیال مشر د فساد په تور په دوه‌نیم کلونو بند محکوم کړی دی. ۵۲ کلن لیي جای یونګ مخکې د جنوبي کوریا د ولسمشرې پارک ګیون هي یو همکار ته د رشوت ورکولو په تور په ۲۰۱۷ کال کې په پنځو کلونو بند محکوم شوی و. هغه ویلي چې کوم غلط کار یې نه‌دی کړی چې وروسته‌یې سزا کمه شوه او د استېناف غوښتنې په نتیجه کې په زندان کې د یوه کال بند له تېرولو وروسته خوشې شوی و.    سترې محکمې د هغه دوسیه بېرته د سئول عالي محکمې ته استولې وه چې نن‌یې دغه نوی حکم صادر کړ. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د نقیب الله مسید درېیم تلین، کورنۍ یې انصاف غواړي

د جنورۍ پر ۱۷مه (اتوار پرورځ) په کراچۍ پریس کلب کې د نقیب د درېم تلین پر مهال د هغه ورور عالم شېر مسید مشال رېډیو ته وویل چې د پوځ مشر او نورو چارواکو ورسره د انصاف ژمنې کړې وې خو هغه یې نه دې پوره کړې.

Mashaalradio.com 

د سیوري ښکالو او د انقلاب ترانه

د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې دا ځل د خوږ ژبي شاعر ساجد بهار سره د هغه په نوې شعري ټولګې « د سیوري ښکالو » او د ځوان هنرمند نجیب همدرد سره د هغه په نوې ثبتې کړې ترانې غږېدلي یو. دواړه با استعداده ځوانان دي او د شعر او هنر پوهان ترې د لا نور ځلېدو هیله لري. خپرونه دلته اورېدلی شئ:

Mashaalradio.com 

ګلشن مسود په یوه پښه وزن پورته کوي

د جنوبي وزیرستان د ګلشن مسود یوه پښه په ماین چاودنه کې پرې شوې، خو وایي حوصله یې و نه بایلله او لوړ همت یې نن د وزن پورته کولو او ټېبل ټېنس چیمپین جوړه کړې ده. نوموړې د لوبو ترڅنګ په یوه ښونځي کې دوکان هم چلوي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

پولیسو د کابل ښار د ګذر یو وکیل له مهماتو او پوځي تجهیزاتو سره ونیوه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو یې د کابل ښار د ګذر یو وکیل له دوو کلاشینکوفونو او یوې اندازې مهماتو او پوځي تجهیزاتو سره نیولی دی. د وزارت ویاند طارق ارین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه مهمات په ۱۳ حوزه کې د ګذر له وکیل څخه ترلاسه شوي دي.  ارین وایي، په دې اړه د پولیسو پلټنه روانه ده. دا په داسې حال کې ده چې پلازمېنه کابل کې نا امنیو او هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي دي. همدا نن سهار هم د ملي شورا سړک ته نږدې او د ۱۱مې حوزې په مربوطاتو کې پر دوو موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې د کابل امنیه قومانداني وایي، مرګ‌ژوبله نه‌لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسیر: د افغانستان جګړه یو نوي او پېچلي پړاو ته ورننوځي

د کابل چاپ د نن ورځې په ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو مقالې او تبصرې خپرې شوې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاویو ترمنځ د خبرو ځنډ ته اشاره کړې او لیکلي دي داسې ښکاري چې دواړو لورو په ۲۰ ورځنيو رخصتیو کې خپله کورنۍ دنده په سمه توګه نه‌ده ترسره کړې. وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د دواړو لورو د مرکچي پلاویو یو شمېر غړي په ځنډ دوحې ته ورسېدل ځکه نو د خبرو دوهم پړاو لا هم نه‌دی پیل شوی. خو د سرمقالې لیکوال ټینګار کړی چې هر... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Ограничение движения на участке М-5 в Самарской области вновь продлили из-за погоды

Нигерия закупит у США 7 млн барр. нефти

Более 50 школьников в Воскресенске поучаствовали в интеллектуальной игре по финансовой грамотности

На северо-востоке Москвы задержаны трое сибиряков, подозреваемых в мошенничестве

Музыкальные новости

Благотворительный фонд «Свет в руках» проведет Всероссийскую акцию «Росток памяти»

На ЧЭРЗ приступили к реорганизации производственной площадки

Удалось спасти: Москва не потеряла в больницах ни одного человека после теракта, сообщил Собянин

Отставка Кудашова и уход Гусева и Уила: кого «Динамо» рискует потерять после вылета из Кубка Гагарина

Новости России

Застрявшего на дереве кота спасли в Орехово-Зуеве

Русские пограничники мешают Пашиняну встретить турок с распростертыми объятиями. Чем чреват для России уход с армянской границы.

Бубнов дал прогноз на матч «Динамо» - «Ростов»

Москва возглавила 33 национальных рейтинга городов и регионов РФ в 2023 году

Экология в России и мире

Консультации, Составление Договоров, Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.

Весна идёт, весне дорогу, уже расстаяли снега????

"Яндекс.Маркет" начнет выпускать одежду под своими брендами

«Радио Зенит» – информационный партнер форума «Мы вместе. Спорт»

Спорт в России и мире

Виктория Азаренко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Майами

Азаренко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Майами

Российская теннисистка Калинская покинула WTA-1000 из-за проблем со здоровьем

Теннисистка Александрова оказалась сильнее полячки Швентек на турнире WTA в США

Moscow.media

Российская компания ЭНКОСТ выходит на рынок Казахстана

Что за криповые видео с Пи Дидди и Бибером. Кадры всплыли после обвинений рэпера в торговле людьми

Минфин Челябинской области и БФТ-Холдинг произвели миграцию информационных систем на отечественное ПО

Выпуск ЦФА на платформе «Атомайз» поможет снизить нагрузку на экологию











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Названа дата, когда можно будет переобувать зимнюю резину

Советский госдеятель Лаврентий Берия родился 125 лет назад

Родные рассказали про решение погибшей свердловчанки о поездке в «Крокус»

Делегация КНДР во главе с министром Юн Чжон Хо посетила мавзолей Ленина