Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

روسيه کې سياسي منتقد "الکسي ناوالني" محکمې ته بيول شوى

د کریملن منتقد الکسې ناوالني، چې پرون له جرمني مسکو ته له رسېدو سره سم نیول شوی، نن د یوې محکمې پر وړاندې ودرول شو.


د هغه ویاندې کیرا یرمیش نن یوه ویډیو خپره کړې چې په کې ظاهراً ناوالني د محکمې په جریان کې خبرې کوي.


د ناوالني د فساد پر ضد ادارې مدیر ایوان ژدانوف او د ناوالني ویاند کیرا یارمیش نن سهار وویل، چې دی په خیمکي ښار کې ساتل شوی دی.


یرميش زیاته کړه، چې چارواکي ناوالني ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو مدافع وکیلانو سره وویني.


۴۴ کلن ناوالني چې له تېرې اګست میاشتې راهیسې په جرمني کې تر درملنې لاندې و، پرون د مسکو هوایي ډګرته له رسېدو سره سم پولیسو ونیو او هغه یې د خیمکي ښارګوټي کې د پولیسو یوه مرکز ته انتقال کړ.




د ناوالني مدافع وکیلانو ویلي چې اجازه نه ورکړل شوې، چې له خپل موکل سره و ویني او نه پوهېږي چې هغه په څه ډول وضعیت کې دی.


امریکا، جرمني، اروپايي ټولنې، کاناډا، د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن او د بشري حقونو مدافع ډلو پرون ماخوستن د ناوالني د نیول کېدو اقدام غندلی دی. 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه بیان کې د ناوالني د " بې قید او شرطه" خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. 




پامپیو د ناوالني د نیولو په اړه د امریکا اندیښنه په ډاګه کړې او دا ګام یې د روسیې له خوا د ناوالني او نورو هغو څېرو د غږونو غلي کول بللي چې د روسیې منتقدین دي. 


د جرمني د بهرنیو چارو وزیرهایکو ماس هم د ناوالني په نیولو انتقاد کړی او د هغه د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده. 


د روسیې د حکومت منتقد الکسي ناوالني چې پرون مسکو ته پر رسېدو ونیول شو، تر اوسه په زندان کې دی او مدافع وکیل ته یې له ده سره د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې. 


د کرملین د مخالف الکسي ناوالني مدافع وکیلانو ویلي، پولیسو پرون ماخوستن ناوالني وروسته له هغه ونیوه چې له برلین څخه د مسکو هوايي ډګر ته ورسېد. 


د دوی په وینا ناوالني اوس هم په زندان کې دی او هېڅ څوک له ده سره تماس نه شي نیولای. 


د ناوالني مدافع وکیلان همداراز وايي، وروسته له هغه چې ناوالني هوايي ډګر ته نیږدې د پولیسو یوه مرکز ته انتقال شو، له ده سره یې د اړیکې نیولو اجازه نه درلوده او د ده روغتیايي وضعیت هم ناڅرګند دی.


ناوالني په روسیه کې د اداري فساد پر ضد یوه اداره جوړه کړې. 


د روسیې پولیسو ناوالني پرون ماخوستن په هوايي ډګر کې د پاسپورت د کنترول په غرفه کې ونیوه. 


د روسیې د زندانونو ادارې ویلي، ناوالني د فساد له تور سره په تړاو د خپل تعلیقي محکومیت څخه د یو شمېر سرغړونو په خاطر نیول شوی دی.


پر ناوالني دا تورونه په ۲۰۱۴م کال کې پورې شوي وو.


ناوالني وايي، دا تورونه سیاسي انګېزه لري. 


د روسیې د زندانونو ادارې په اعلامیه کې راغلي، چې ناوالني به په دې اړه د محکمې تر فرمان پورې تر څار لاندې وي. 


الکسي ناوالني د تعلیقي حبس له شرایطو د سرغړونې په خاطر تر درې نیمو کلونو په بند محکومېدای شي.


د روسیې پولیسو پرون ماخوستن ناوالني له برلین څخه تر رسېدو یو ساعت وروسته ونیوه.


دی په برلین کې تر درملنې لاندې و.


ناوالني ادعا کوي، چې دی د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر په زهرو مسموم کړای شوی وو. 


ناوالني له ۲۰۱۱م کال راهيسې لس ځلې بندي شوی او تر سلو زیاتې ورځې يې په توقیف کې تېرې کړي دي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus