Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

"په هرات کې ۲۳۰ وړې او لوې ډلې د امنیتي وضعیت د خرابېدو هڅې کوي"

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، په هرات کې ولایت کې ۲۳۰ وړې او لوې ډلې په دې هڅه کې دي چې د دغه ولایت امنیت خراب کړي.


له هغې وروسته چې په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازو د دې ولایت له نا امنیو څخه جدي اندښنې څرګنده کړه.


جرګې د حالاتو د څېړنو په هدف د ستار حسیني په مشرۍ دې ولایت ته یو څلور کسیزه پلاوی واستوه.


دغه پلاوی له څېړنو وروسته وايي، د هرات ولایت د ناامنۍ لپاره ۲۳۰ ډلې چې د ځینو مالي ملاتړ یې د بهرنیو هېوادونو له لوري کېږي کار کوي.


ستار حسیني وايي، له ۲۳۰ ډلو څخه ۲۲ یې د ایرا ن په مالي ملاتړ فعالیت لري.


حسيني زياته کړه: "د هرات ولایت او ولسوالیو د نا امنه کولو لپاره ۲۳۰ ډلې فعالیت لري چې ۶۳ یې خطرناکه فعالیتونه کوي، ۲۲هغه ډلې دي چې د ایران لخوا یې مالي ملاتړ کېږي او دغه ۲۲ ډلې په ترور، اختطاف او نور نا امنیو که لاس لري."


دغه پلاوی وايي، له کافي اسنادو سره به دغه موضوع راتلونکي اونۍ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې مطرح کړي.


ایران سفارت او په هرات کې د دې سفارت استازولۍ تر اوسه د دې ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.


په ورته وخت کې دغه پلاوی د هرات ولایت په نا امنیو کې د دې ولایت ځیني چاروکي هم ښکېل ګڼي خو د هرات والي بیا دغه ادعاوې ردوي او وايي، چې په دې هرات کې د امنیتي ځواکونو د تشکیل کمښت دغه ستونزه ډېره کړې.


د هرات والي عبالوحید قتالي، که څه هم د د دې ولایت په نا امنیو کې د ګاونډیو هېوادونو لاس لرل نه ردوي خو وايي، چې یوازې ۱۹۵ ډلې د طالبانو په ملاتړ د دې ولایت د ولسوالیو او مرکز په نا امنیو کې لاس لري.




قتالي زياتوي: "د افغانستان د جګړه ملاتړ بهرنیان کوي، ۱۹۵ ډلې په هرات ولایت کې زموږ پر وړاندې مبارزه کوي، ۱۱ ترهګریزې ډلې د هرات ولایت په مرکز کې فعالیت لري، ۳ ډلې مو په مرکز کې لمنځه وړي، که هر څوک لاس وهنه وکړي زموږ دښمن دی."


هرات د افغانستان یو له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه دی خو په دې ولایت کې نا امني او په دې نا امنیو کې د بهرنیو هېواد لاس لرل هغه مسئله ده چې تل یې یادونه شوې.


په هرات کې سړي تښتونې او د طالبانو له لوري د دې ولایت په ولسواليو او مرکز کې بریدونه هغه څه دي چې هرات والي يې د امنیتي ځواکونو د تشکیل په زیاتېدو سره د کابو کولو خبره کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus