Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د جوبایډن د لوړې مراسمو پرمهال د ځينو احتمالي بریدونو په تړاو اندېښنې

امریکایي چارواکي د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې د مراسمو پرمهال د عسکرو له لیکو د ځينو احتمالي بریدونو په تړاو اندېښمن دي.


د امریکا متحده ایالتونو امنیتي ادارې د ملي ګارډ ټول هغه عسکر څاري چې په واشنګتن کې د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې د مراسمو د امنیت نیولو لپاره ځای پر ځای کېږي.


منتخب ولسمشر جوبایډن داسې وخت د جنورۍ په شلمه د لوړې مراسم پرځایوي چې د ځینو بریدونو ویره ځي.




چارواکي وایي، د ملي ګارډ ۲۵ زره غړي د داخلي بریدونو د اندېښنو په سبب واشنګتن ته په رسېدو د فدرال قانون پلي کوونکي اجنسیو له خوا څارل کېږي.


د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړی ملکي مشر راین مک کارټي وايي، چارواکي د یوه داخلي برید له احتمالي ګواښ خبر دي.


مک کارټي د اسوشیټيډ پریس خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې دی څنګه د یوې احتمالي داخلي حملې په اړه اندېښمن دی وویل: "معلومه نه ده. د جنورۍ په شپږمه اول سر کله چې لاریون پیل او مخ په کانګرس ورغی د ټولو ادارو استازي وو. پوښتنه دلته ده چې ایا دا یې ټول دي؟ نور هم شته که څنګه؟ نو واضح ده چې موږ باید د هغو ټولو نارینه او ښځینه وو له تشکیله خبر و اوسو چې دلته د کاپيټول یا کانګرس ودانۍ دننه د دغو عملیاتو لپاره ګمارل شوي دي. موږ هغوی د اف بي ای له لارې معاینه یا ارزوو. نو موږ دا پروسه مخته وړو او هر یو چې د دې عملیاتو لپاره ګمارل شوی دوه– درې واره له نظره تېروو."


هغه وویل قومندانان باید د خپلو عسکرو په لیکو کې له هر ډول ستونزو راپور ورکړي.


مک کارټي ډاډ هم ورکړ، چې تر اوسه پورې د کوم ګواښ نښه یا ثبوت نه دی لیدل شوی.


د ملي ګارډ رییس جنرال ډانیل هوکانسون هم له سي بي اس ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د دفاع وزارت د لوړپوړي ملکي مشر راین مک کارټي څرګندونې پر ځای وبللې.


جنرال هوکانسون وویل، چې څارنه یا د عسکرو معاینه د اف بي یا د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې او خفیه ادارې یا سکریټ سرویس په همغږۍ مخته ځي.


تر څېړنو وروسته معلومه شوې چې د جنورۍ د شپږمې یو شمېر بلواګر یا اوس یا پخوا له پوځ سره تړلي دي.


امریکايي چارواکو وروسته تر هغه په پلازمېنه واشنګتن او ځینو نورو ایالتونو کې امنیتي تدابیر زیات کړل چې د جنورۍ په شپږمه د تلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پلوۍ مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې.


مظاهره چیان چې وروسته بلواګر وبلل شول د کانګرس ودانۍ ته ننوتل.


له پولیسو سره په نښته کې د پنځو کسانو د وژل کېدو او د ګڼو نورو د ژوبلېدو راپورونه ورکړل شول.


په وژل شویو کې یو تن پولیس هم شامل دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus