د ازادي راډیو د مخکښې ښځې پروګرام په دې برخه کې دوې مېلمنې لرو. لومړۍ مېلمنه مو زینب افغان ده چې په خوست ولایت کې د نجونو د زده کړو په برخه کې فعالیت کوي. دوهمه مېلمنه مرضیه رستمي ده چې په کندز ولایت کې د ښځو دفتر د ښځو لپاره په نوم موسسې رئیسه ده. په دې خپرونه کې د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشیر له دوی سره خبرې کړي. بشپړه پروګرام دلته واورئ:
د ازادي راډیو اوونیز 'نور بس دی! یا شکست سکوت' پروګرام په دې برخه کې له سُمن سادات سره خبرې کوو چې په فاریاب ولایت کې د څلورو ولسوالیو لپاره د ښځو د شبکې رئیسه ده. د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشير دا خپرونه پر مخ وړي. بشپړه پروګرام په دې لینک کې واورئ:
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې د کندهار ولایت د خلکو په غوښتنه به د دغه ولایت د امنیت د خوندیتوب لپاره اقدامات ترسره شي. ښاغلی محب وایي چې د کندهار ولایت قومي مشران او اوسېدونکي دوه اوونۍ وړاندې په دغه ولایت کې له ولسمشره غوښتنه کړې چې د دغه ولایت د رهبرۍ او امنیت برخه کې دې بدلونونه او اصلاحات رامنځته کړي. حمدالله محب د کندهار ولایت د نوي والي د معرفۍ په مراسمو کې زیاته کړې چې تجهیزات او اسانتیاوې به د امنیتي برخو په واک کې ورکړي. دی وايي: "انشاءالله له دې... Читать дальше...
د افغان ژورنالېستانو د دفاع کمېټې مشر د امنیتي ځواکونو مننه کړې چې په خوست کې یې پر یوه خبریال د احتمالي حملې مخه نیولې ده. عبدالمعيد هاشمي نن یکشنه(د مرغومي ۱۴مه) رسنیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې ویلي، امنیتي ځواکونه توانېدلي د غرغښت ټلوېزیون خبریال وژغوري او د حملې پلانوونکي ونیسي. تردې مخکې د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي وو، هغه دوه کسان یې نیولي چې پر دغه خبریال د حملې لپاره د حقاني شبکې له خوا ګمارل شوي وو. د خبریال نوم نه و اخېستل شوی. د دولت کومې مخالفې ډلې د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې.
د ژمي سړه هوا، بې کوري او بې وزلي، په کندز کې کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو ته دا درې واړه ستونزې سره یوځای شوي. دا کډوال وايي، تر اوسه د هېڅ چا د مرستې لاس نه دی ورغځولی چې ستونزې یې ورهوارې کړي. د دې کډوالو څخه یو شمېر یې ازادي راډیو ته وویل، دوی د جګړې له دواړو خواوو غواړي چې د دوی په سیمو کې دې اوربند وکړي، څو دوی وکولی شي خپلو اصلي کورونو ته ستانه شي. ۴۰ کلن حبیب الرحمان چې د کندز خان اباد ولسوالۍ څخه د جګړو له کبله را بې ځایه شوی وايي، د ژمي په را رسېدو سره پر بې ځايه شوېو کورنیو د ژوند فضا تنګه شوې... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو ځینو جمهوريپالو سناتورانو چې ټېډ کروز یې رهبري کوي وایي، دا اوونۍ به په کانګرس کې د الکتورال کالجونو د رایو د تایید پرمهال به د جوبایډن بریا چلنج کړي. دا اقدام بیا هم نه شي کولای چې جوبایډن ته د قدرت د انتقال مخه ونیسي. په کانګرس کې ډیموکراتانو او ځینو جمهوریپالو دا د رایه ورکوونکو د انتخاب د ارادې د تخریب هڅه ګڼلې او ورباندې انتقاد یې کړی دی. په کانګرس کې د جمهوري ریاست د رایو تایید تشریفاتي بڼه لري او د جوبایډن پر بریا کوم تاثیر نه لري. په پام کې ده بایډن دوه اوونۍ وروسته د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
د ازادي راډیو د اوونیز 'نور بس دی! یا شکست سکوت' پروګرام په دې برخه کې له مرضیه رستمي سره خبرې کوو. نوموړې په کندز ولایت کې د ښځو دفتر د ښځو لپاره د مرکز رئیسه ده. د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشير دا خپرونه پر مخ وړي، بشپړه پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغانستان د سولې پروسه پېچلې ده. دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، د دولت مذاکره کوونکی پلاوي نن یکشنبه(د مرغومي ۱۴مه) له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د مذاکرو پر نورو پړاوونو بحث کوي. د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیې انوري نن رسنیو ته وویل: "د افغانستان د سولې پروسه پېچلې ده. مګر دولت او د افغان دولت مذاکراتي پلاوی د خلکو د غوښتنو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره د دې پروسې د بریا لپاره پوره هوډ لري." د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي... Читать дальше...
د مخکښې ښځې پروګرام په دې برخه کې دوه مېلمنې لرو. لومړۍ مېلمنه مو زینب افغان ده چې په خوست ولایت کې د نجونو د زده کړو په برخه کې فعالیت کوي. په دې خپرونه کې د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشیر له دوی سره خبرې کړي. بشپړه پروګرام دلته واورئ:
د ارزګان والي وايي، ۷ تنه دولتي کارکوونکي د اداري فساد په تور نیول شوي دي. محمد عمر شېرزاد نن یکشنبه(د مرغومي ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان په ښځو چارو ریاست کې نیول شوي دي. دی وايي: "دغه کسان د اختلاس په تور نیول شوي دي. موضوع تر څېړنې لاندې ده. تر څېړنو وروسته به تورن کسان عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کېږي. زموږ دا مبارزه به دوام کوي." ځینو سرچینو په ترینکوټ کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، په اوو تنو نیول شویو کسانو کې د ښځو چارو ریاست سرپرست رئیس او درې کارکوونکي هم شامل دي.
په کاپیسا کې د یوې چاودنې په نتیجه کې پنځه کسان ووژل شول، د عالمانو شورا د رئیس میرویس کریمي، په ګډون ځینې نور ټپیان هم شول. امنیتي سرچینو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، چاودنه نن یکشنبه (د مرغومي ۱۴مه) ماسپښین د کاپیسا د مرکز په صیاد سیمه کې شوې ده. د کاپیسا د ولایتي شورا رئیس محمد حسین سنجني ازادي راډیو ته وویل، مقناطیسي ماین د عالمانو شورا د رئیس په موټر کې ځای پر ځای شوی و. د عالمانو شورا د رئیس روغتیايي وضعیت خراب بلل شوی دی. د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی. تېره... Читать дальше...
وروسته له هغې چې په غور ولایت کې د غور غږ راډیو مسوول مدیر بسم عادل ايماق ووژل شو، د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې شوې. د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ عمومي ناسته کې له امنیتي بنسټونه وغوښتل چې د خبریالانو وژونکي پیدا او سزا ورکړي. د مشرانو جرګې د رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې له حکومته په ټینګار غوښتنه شوې چې د دغو وژنو او پېښو مبهم او ګونګ اړخونه وڅېړي او پایلې دې له ولس سره شریکې شي. د مشرانو جرګې دوهم نایب محمد اکبر ستانکزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د... Читать дальше...
پيپلز پارټۍ له اسمبيلو څخه د استعفاګانو په حق کې نه ده او مسلم ليګ نواز او جمیعت علما اسلام بيا غواړي چې له اسمبليو مستعفي شي.
د مسلم لیګ نواز مرستیاله مشره مریم نواز وايي، خواجه اصف یې د مسلم لیګ له مشرتابه د نه جلاکېدو په جرم نیولی دی.
د مخکښې ښځې پروګرام لومړۍ مېلمنه فرحناز الکوزۍ ده. دا د نجونو د زده کړو فعاله، خبریاله او شاعره ده. دا په کابل کې د کندهار د ځوان کهول ټولنې استازې هم ده. د دې خپرونې دوهمه مېلمنه فریده کوچۍ ده. فریده کوچۍ پخوانۍ سناتوره ده چې اوس د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې زیاتولو لپاره فعالیت کوي. د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشير دا خپرونه پر مخ وړي، بشپړ پروګرام یې په لانديني لېنک کې واورئ:
تېرکال د جنورۍ په دریېمه د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ځواک مهم قوماندان جنرال قاسم سلیماني وواژه. له نوموړي سره د حشد الشعبي په نوم د یوې عراقي ملېشې ډلې مرستیال عبدالمهدي المهندس او څو نور وسله وال هم ووژل شول. د یکشنبې په ورځ بغداد کې ګڼو مظاهره چیانو د سلیماني او المهندس عکسونه پورته کړي وو او ځینو یې له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله. د شنبې په ماښام زرګونو ماتم کوونکو د سلیماني، المهندس او ورسره د وژل شویو نورو اتو کسانو... Читать дальше...
د ازادي راډيو په اوونيز'مخکښې ښځې' پروګرام د دې اوونۍ مېلمنه مهرناز انوري ده. مهرناز انوري په کندهار ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې عامه پوهاوي کوي او د نجونو د زده کړو د حق مدافع ده. په کندهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پرضد عامه پوهاوي څومره نتیجه ورکړې؟ د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشير پر دې موضوع له مهرناز انوري سره خبرې کړي. بشپړه خپرونه په لاندې لینک کې واورئ:
شکریه جلالزۍ په کابل پوهنتون کې له اقتصاد پوهنځي څخه فارغه شوې. په مالي برخه کې یې په کابل پوهنتون کې ماسټري کړې ده. دا شاعري هم کوي. د چک جمهوریت څخه یې د زړورتیا یا شجاعت د سرو زرو مډال هم اخېستی. اغلې جلالزۍ د ښځو د حقونو فعاله ده او د افغان مېرمنو د همغږۍ او پرمختیا موسسې رئیسه ده. دا موسسه ښځو ته حرفوي زده کړې ورکوي او له بې وزلو سره مرستې هم کوي. د خپرونې دوهمه مېلمنه نجیبه ارین ده چې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم څخه فارغه شوې ده. اوس مهال د پوهنې وزارت ویانده ده. مخکې يې په بانو ټلوېزیون،... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د ځوانانو د کټګورۍ د ووشو ژمنۍ سیالۍ سبا دوشنبه (د مرغومي ۱۵مه) په کابل کې پیل شي. د افغانستان د ووشو فدراسیون رئیس سيد رحمن یورس نن یکشنبه (د مرغومي ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ به د دوو ورځو لپاره د کابل د ۶۷ کلپونو ترمنځ ترسره شي. ښاغلی یورش وایي، په دې سیالیو کې د ١٥ تر ١٨ کټهګوریو پورې ځوانانو ګډون کوي. هغه زیاته کړه چې د دې سیالیو د ترسره کولو هدف د ځوانانو د استعدادونو لوړول او ملي لوبډلې ته د غوره ځوانانو ټاکل په ګوته شوي. د یادونې وړ ده چې راتلونکي سې شنبې به د لویانو سیالۍ هم پيل شي.
د 'پومسه' په نوم د تکواندو یو ډول سیالیو روزنیز سيمينار نن یکشنبه(د مرغومي ۱۴مه) په کابل کې پیل شو. د المپیک ملي کمېټې مطبوعاتي غړي مجیب قاریزاده نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه سیمینار هدف د تکواندو د 'پومسه' برخې معیاري کول یاد شوي. په دغه درې ورځني سیمینار کې ٥٠ روزونکو ګډون کړی دی. ښاغلی قاریزاده وایي، روزونکي له سیمینار وروسته کولای شي چې خپلې تجربې له نورو سره شرېکې کړي جې دا به د 'پومسه' برخې لوبغاړو سره د پام وړ مرسته وکړي.
د پاکستان کرکټ بورډ یو شمېر لوبغاړو ته د کال د غوره کرکټرانو جایزې ورکړې. دا هغه لوبغاړي دي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په اوږدو کې ښه ځلیدلی دي. محمد رضوان چې تازه د پاکستان ټېسټ لوبو کې لوبېدلي د پاکستان د کال د غوره ټېسټ کرکټ لوبغاړي جایزه واخېسته. فواد عالم بیا غوره کرکټر یاد شوی دی، هغه د نیوزلېنډ خلاف لومړۍ ټېسټ لوبه کې ۱۰۲ منډې وکړې او ښه مقاومت یې وکړ. عالیه ریاض بيا په ښځينه کرکټ لوبغاړو کې د کال غوره کرکټره یاده شوې او جایزه یې ترلاسه کړه.
د دولت مذاکره کوونکی هیئت به نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د مذاکرو پر نورو پړاوونو بحث وکړي. جمهوري ریاست وايي، په دې کتنه کې به د مذاکرو پر راروانو پړاوونو، له خلکو سره د کتنو او نورو مسایلو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل شي. د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینهپال په همدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي چې لومړی پړاو مذاکرات پای ته ورسول، کابل ته راغلل او له ولسمشر غني سرهیې وکتل. ولسمشر هغوی ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان له مختلفو اقشارو... Читать дальше...
په نایجر کې د مشکوکو افراطي وسلهوالو په حملو کې د وژل شویو شمېر ۷۰ ته زیات شو. د کورنیو چارو وزارت پرون وویل، حمله پر هغو دوو کلیو شوې چې د مالي پر پوله پراته دي. تر اوسه د دغو حملو مسؤلیت کومې ډلې نهدی منلی. د لوېدیځې افریقا په دغه هېواد کې امنیتي سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي، د وژل شویو شمېر ښايي ۷۰ ته زیات شوی وي.
شېخ رشید احمد ویلي، هر څوک چې د پاکستان د ادارو او د پوځ پرضد نامناسبه خبرې کوي نو د هغوی پرضد به مقدمه درجوي.
پر کابل پوهنتون د برید یو شمېر قربانیان په عام محضر کې د محمد عادل د اعدام غوښتنه کوي، هغه مور چې لور یې د کابل پوهنتون په برید کې ځوانیمرګه شوه وايي، ۲۱ کلنه حسینه د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د درېیم کال محصله و. د حسینې مور زیاتوي، د لور یوازینی ارمان یې دا و چې خپلې لوړې زده کړې بشپړې او هېواد ته د خدمت جوګه شي. ازادي راډیو د حسینې له موره د کابل پوهنتون د برید په تړاو د نیول شوي کس د اعدام په اړه پوښتنه وکړه، ځواب یې دا و: "قانون شته او شکر چې قانون هغه ده عملي هم شو، ما هم واورېدل چې... Читать дальше...