Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پرکابل پوهنتون د برید قربانیان: طراح محمدعادل دې عام محضر کې اعدام شي

پر کابل پوهنتون د برید یو شمېر قربانیان په عام محضر کې د محمد عادل د اعدام غوښتنه کوي، هغه مور چې لور یې د کابل پوهنتون په برید کې ځوانیمرګه شوه وايي، ۲۱ کلنه حسینه د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د درېیم کال محصله و.


د حسینې مور زیاتوي، د لور یوازینی ارمان یې دا و چې خپلې لوړې زده کړې بشپړې او هېواد ته د خدمت جوګه شي. 


ازادي راډیو د حسینې له موره د کابل پوهنتون د برید په تړاو د نیول شوي کس د اعدام په اړه پوښتنه وکړه، ځواب یې دا و: "قانون شته او شکر چې قانون هغه ده عملي هم شو، ما هم واورېدل چې یو کس یې د عادل په نوم نیولی، زما غوښتنه دا ده چې دغه کسان باید ژوندي پاتې نه شي. د دې لپاره چې نن یې زموږ اولادونه راووژل سبا د نورو کسانو اولادونه وژني، هغه څه چې د خدای قانون او شرعیت ویلي باید پرې تطبیق شي."




دغه مور له له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د بې ګناه انسانانو وژنه باید نوره ودرول شي. 


دا یوازې د حسینې مور نه ده چې د خپلې لور د قاتل د اعدام خبرې خوښه کړې، بلکې اسحق چې د ده هم ۲۳ کلن زوی په دې برید کې وژل شوی د قانونو د پلي کېدو غوښتنه کوي. 


هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، حکومت د دې توان لري چې دغه کس اعدام کړي: "دغه کسان باید په عام محضر کې اعدام شي، داسې نه شي چې تورې خلطتې په سر ورته واچوي او پټ یې اعدام کړي، زما غوښتنه دا ده چې دغه خلک اعدام شي، څو نورو ته عبرت شي، زما زوی خو بېرته نه راځي، خو باید له دې کسانو نور خلک په امان کې پاتې شي."


د افغانستان سترې محکمې تېره ورځ په کابل پوهنتون د برید په تړاو نیول شوی کس محمد عادل په اعدام محکوم کړ. 


سترې محکمې په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې محمد عادل د کابل پوهنتون د برید له طرحانو څخه و. 


په اعلاميه کې دا هم راغلي چې د دغه برید یو بل تورن عبیدالله، داعش ډله کې د غړیتوب، ماین خښونې، د چاودیدونکو توکو لېږد او سړي تښتونکي په تور په ۲۵ کاله بند محکوم شوی دی.




دغه شان عبدالکبار او خدا بخش د ملي خیانت، داعش ډله کې د غړیتوب او سړي تښتونې په جرم هر یو په ۱۲ کاله بند محکوم شوي دي.


په ورته وخت کې د افغانتستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د سترې محکمې دغه ګام ستایلی او ویلي دي چې دغه کړنه د عدالت پلي کولو لپاره ښه زیری دی.


پر کابل پوهنتون د نوومبر ۲۲مه د درېیو کسانو برید کې ۲۲ کسان ووژل او ۴۰ ټپیان شول چې ډېری یې محصلان وو.


د داعش یا اسلامي دولت "خراسان څانګې" د دې برید مسوولیت ومانه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus