Почти 10 домов по реновации строят и проектируют в Щукине

Сергунина: Уже более 1,5 тыс. человек подали заявки на соискание премии мэра «Новатор Москвы»

Зоны отдыха обустроят на кровле делового здания в Савеловском районе

Москвичи еженедельно оставляют в сервисе «Вывоз ненужных вещей» более 650 заявок



World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2021

Новости за 17.01.2021

Mashaalradio.com 

د پښتانه مترقي لیکوال نوې کابینه او د لونګین اپریدي مرکه

د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د پښتانه مترقي لیکوال د نوې کابینې د جوړېدو په اړه تفصیلي راپور او بیا د خیبر ضلعې د یو خوږ ژبي شاعر نیازجان لونګین اپریدي سره مرکه درته وړاندې کوو. د پښتو ادب په وده کې ادبي جرګو خپل رول لوبولی دی. په افغانستان او پاکستان کې دا مهال ګڼې ادبي جرګې فعالې دي چې وخت په وخت غونډې کوي او د ادیبانو د هنر په ځلولو کې فعاله ونډه اخلي. پښتانه مترقي لیکوال په نوم ادبي تنظیم شپږ کاله وړاندې تاسیس شو چې تر اوسه یې ګڼې غونډې کړي، کتابونه او مجلې یې چاپ کړي او نوي ادیبان او شاعران یې مخې ته راوستي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د 'پي.ټي.اېم'مخکښه ثنا اعجاز: له بلوچستانه په زوره و ایستل شوم

د پښتون ژغورنې غورځنګ 'PTM'  مخکښه ثنا اعجاز وايي‌ چې د بلوچستان حکومت په زوره له دې ایالته ایستلې ده.  ثنا اعجاز د جنورۍ پر ۱۷مه د ازادې اروپا مشال راډيو ته وويل چې دا بلوچستان د پښتون مېشتې ولسوالۍ ژوب ته د یوه کتابتون پرانېستې ته ورغلې، خو پولیسو پرېنه ښوده.  نوموړې وویل: "دلته دومره ډير امنيتي کسان راغلي چې پاکستان کې ښايي په يو ترهګر پسې هم شايد ورنه شي. پولیسو او ټولو امنیتي کسانو راته ویلي چې یوه دقیقه خبرې به هم نه کوې او موږ یې را روان کړو او وايي چې د بلوچستان له حدودو به وځئ."  ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکمنستان د هلیکوپټرې د سقوط پېښه ۳ پوله ساتي وژل شوي

د ترکمنستان درې پوله ساتي ځواکونه د یوې هیليکوپټرې د سقوط په پېښه کې وژل شوي دي.  د پېښې عیني شاهدانو ویلي هليکوپټره د برېښنا له لوړ ولتاژ یوې ستنې سره ولګېده او په ځمکه ولوېده.   پېښه د پلازمېنې عشق آباد ۶۰ کیلومترۍ کې د یاشلیک کلي کې چې له ایران سره پولې ته نږدې پروت دی، څو ورځې مخکې شوې او خبر ځکه په ځنډ خپور شوی چې د ترکمنستان چارواکي اکثر د پوځیانو د مرګ ژوبلو اعلان نه کوي.  یوه پوله ساتي افسر د نوم د نه ښودلو په شرط د ازادې اروپا راډیو ترکمن سرویس ته ویلي چې پېښه کې د پیلوټ په شمول درې واړه پوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای وژل شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیلېږي

سبا په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد یا پولیو واکسین پیلېږي. د عامې روغتیا وزارت وايي، دا کمپاین به پنځه ورځې دوام وکړي چې په کې به نږدې لس میلیونه ماشومان واکسین شي.  د دې وزارت مرستیال ویاندې معصومه جعفري وویل، د کرونا په خاطر د واکسین لړۍ درېدلې وه: "په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا د ناورین په خاطر او د دې لپاره چې د کرونا ویروس د خورېدو مخه ونیول شي د پولیو د واکسین کمپاین د پنځو میاشتو لپاره ودرېد. دا کار د دې لامل شو چې ټول هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شي." تېر ۲۰۲۰ میلادي کال افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه قاضیانو وژنو ته غبرګونونه؛ ویلسن ویلي طالبان دې داسې کړنې ودروي

کابل نن بیا د هدفي وژنو شاهد و.دا وار دوه ښځینه قاضیانې د کابل په تایمني سیمه کې د وسله وال بریدګر په ډزو ووژل شوې. د وژل شوېو قاضیانو مړي کورنیو ته وسپارل شول، هغه کورنۍ چې له ژړا پرته بل هېڅ څه د ویلو لپاره نه لري. د وژل شوې قاضي ګاونډي ګل احمد رویټرز ته ویلي، سخت ويرجن دی: "د کوڅې سر کې یې وویل چې قاضي صاحب شهیده شوې. راغلو چې ګورو ټول ځای وینو نیولی. څه ووایم نور صاحبه؟ چېرته لاړ شو" د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم ازادي راډیو ته پرته له دې چې د قاضیانو نومونه واخلي تایید کړه چې دوه قاضیانې یې وژل شوي او یو موټرچلوونکی یې ټپی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز کې معلولین: حکومت دې یا زموږ غوښتنې ومني یا مو دې پر سیند لاهو کړي

په کندز ولایت کې سلګونو تنو معلولین او معیوبین د اعتراض په توګه د ولایتي شورا مخې ته راټول شوي او وايي چې حکومت د دوی ستونزو او غوښتونو ته هېڅ پام نه کوي. دوی خبرداری ورکوي، که سیمه ییز چارواکي د دوی مشروع وړاندیزونو او غوښتونو ته پاملرنه ونه کړي، دوی به د کندز – کابل لویه لاره د ترافیکو پرمخ وتړي. دوی وايي، حکومت یې معاشونه پر وخت نه ورکوي او د دوی غوښتنې او ستونزې یې له پامه غورځولې دي. د دغو معترضو معلولینو او معیوبینو په استازیتوب داد محمد ازادي راډيو ته وویل، حکومت باید هغه شمېر معلولینو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دکابل په برید کې دوه ښځینه قاضیانې ووژل شوې

دکابل په تایمني کې په ننني برید کې دوه قاضیانې ووژل شوې . دوه کسه نور ټپيان سول. دافغانستان ولسمشر او د امریکا سفارت شارژدافیر طالبان مسئول ګڼي. خو طالبانو په دغه ډول بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي

Mashaalradio.com 

د لوړو زده کړو پخواني مرستيال وزیر ډاکټر وليزي مړی خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پخواني مرستيال وزیر ګل حسن وليزي مړی خاورو ته وسپارل شو. هغه په جرمني کې د ورپېښې ناوروغۍ له امله وفات شوی وو. ډاکټر وليزي ګڼ کتابونه ليکلي او د خوست پوهنتون مشر هم پاتې شوی دی. نجيب الله الوخېل یې په ژوند او کار راپور جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د ښځینه قاضیانو وژل کېدل او پر وړاندې یې نړیوال غبرګونونه

افغان چارواکو، په افغانستان کې مېشت بهرنیو ډیپلوماټانو او د بشري حقونو فعالانو په کابل کې د دوه ښځینه قاضیانو وژل غندلي دي.  په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په ټوېټر لیکلي چې په کابل کې د سترې محکمې د ښځینه قاضیانو وژنه غندي او د پېښې د سمدستي پلټنې غږ کوي.   راس ویلسن ویلي، طالبان باید پوه شي، دا ډول کړنې چې مسوولیت یې ور ګرځي نړۍ په غوصه کوي او باید ودریږي.  د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوه قاضیانې د کابل په تایمني کې د یوه وسله وال کس له خوا په ډزو وژل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پنځوس افغان دیني عالمانو د مصر د الازهر پوهنتون له دیني علماوو زده وکړه

د افغانستان د حج اوقافو وزارت د هوکړې له مخې د مصر د الازهر پوهنتون دیني عالمان د افغانستان شااوخوا ۸۰۰ عالمانو ته د ظرفیت لوړنې په برخه کې سیمنارونه ورکوي. د دې سیمنارونو لومړۍ درې اوونيز پروګرام د یکشنبې (د مرغومي ۲۸مه) په ورځ د ۵۰ دیني عالمانو په فراغت سره پای ته ورسېده. د سیمنار همغږی کونکي رحیم الله حنیفي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیمنار کې د مصر د الازهر پوهنتون عالمانو اشتهادي، د بېلابېلو مذهبونو له پيروانو سره د ژوند کولو، د جهاد په اړه د اختلافاتو د حل او د سولې فضا کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کوترې اوږد مزل؛ له امریکا یې تر اسټرالیا ۱۳زره کیلو متره واټن وهلی

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، د اسټرالیا د مېلبورن ښار یوه اوسیدونکي کیوین چلي برد د دسمبر په ۲۶مه له الوته دغه ستړې کوتره د خپل کور په بڼ کې هغه مهال ولېده چې اوبه یې څښلې.  دغه وګړی وروسته پوه شو چې دغه کوتره په امریکا کې له یوې سیالۍ تښتېدلې او اسټرالیا ته کډواله شوې ده، ځکه پښه کې یې د سیالۍ ځانګړې کړۍ بنده وه.  هغه د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له کبله پر دغې کوترې د جو نوم کېښود.  کارپوهان په دې باور دي چې جو له یوې بار وړونکې بیړۍ نه په استفادې توانیدلې چې د ارام سمندر له لارې ځان له امریکا تر اسټرالیا ورسوي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د افغانستان زعفران د اروپایي ټولنې له‌خوا لومړی مقام ګټلی

۲۴ کاله وړاندې هغه مهال چې لا پر افغانستان د طالبانو رژیم حاکم و، د دغه هېواد په لویدیځ، د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې ۳ کروندګرو د زعفرانو په نوم یو بوټی وکاره. د افغانستان د زعفرانو د بابا په نوم مشهور محمد اکبر، موسی خان او عبدالرزاق هغه کسانو وو چې د یوه روښانه راتلونکي په هیله يې زعفران د ډاکار مؤسسې په مالي مرسته په ۳۰۰مټره مربع ځمکه کې وکرل. دا ۳ تنه په افغانستان کې له لومړیو هغه کسانو شمېرل کېږي چې زعفران یې په دې خاوره کرلي. محمد اکبر د روان کال په وږي میاشت کې ومړ او موسی خان هم څو کاله وړاندې له نړۍ وکوچېد. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا د فوټبال سوپرکپ نیمه پایلوبو ته ۴ لوبډلو لاره پیدا کړه

د اسپانیا د فوټبال سوپرکپ نیمه پایلوبو ته بارسلونا، ریال ماډرېډ، ریال سوسیداد او اتلاتیک بلباوو فوټبال لوبډلو لاره پيدا کړه. د راپوونو له مخې لومړۍ نیمه پایلوبه د تېرې چهارشنبې په ماخستن د بارسلونا او ریال سوسیداد لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې یو ـ یو ګول مساوي شوه، خو وروسته بارسلونا په پینتلتيو کې درې پر دوه بریا خپله کړه. دوهمه نیمه پایلوبه تېره پنجشنبه ماسختن د ریال ماډرېډ او اتلاتیک بلباوو لوبډولو ترمنځ وه چې اتلاتیک بلباوو۲ د۱پر  وړاندې بریا خپله کړه. په دې سره اوس د اسپانیا سوپر کپ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بامیان کې د باسکټبال سیالۍ'ریحانه ازادي' لوبډلې وګټلې

په بامیان ولایت کې د ژمي جام په نامه د باسکټبال سیالۍ د ریحانه ازادي لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د مطبوعاتو غړي مجیب قاریزاده نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د روانې مرغومي میاشتې په ۲۴ پيل شوې وې  چې ۶ لوبډلو په کې ګډون کړی و. د ښاغلي قاریزاده په خبره نن سهار وروستۍ لوبه ترسره شوه چې د ښځو برخه کې  ریحانه ازادي لوبډلې او د نارینه وو په برخه کې د اميد د تنکیو ځوانانو لوبډلې اتلوالي خپلې کړې.

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکو او د بشري حقونو ډلو پر ښځينه قاضیانو برید وغانده

افغان چارواکو او د بشري حقونو ځینو نړیوالو ډلو په کابل کې د ښځينه قاضیانه وژنه غندلې ده.  د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوه قاضیانې د کابل په تایمني کې د یوه وسله وال کس له خوا په ډزو وژل شوې دي.   د راپورونو له مخې په پېښه کې دوه نورې قاضیانې ټپیانې شوي دي.   د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د څانګې سرپرستې هیدر بار لیکلي، د افغانستان د ښځینه قاضیانه یوه سلنه ووژل شوه.  هغې په خپل ټوېټ کې زیاته کړې چې د سولې خبرو تاوتریخوالی زیات کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې فوټبال سیالۍ: پروان- بامیان او لوګر-پنجشېر به سره ولوبېږي

د افغانستان د فوټبال فدارسیون وايي چې سبا به د مرکزي زون د ۱۵ کلنو فوټبال لوبې پيل شي. د دغه فدارسیون ویاند فیروز مشعوف نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دغو لوبو کې به د مرکزي زون "کابل، بامیان، لوګر، کاپیسا، پروان او پنجشیر" ولایتونو شپږ لوبدلې برخه ولري. ښاغلی مشعوف زیاتوي چې د دغو لوبو پچه اچونه تېره ورځ ناوخته د فوټبال فدارسیون چارواکو او د لوبډلو د استازو په شتون کې وشوه. دغه سیالۍ سبا په غازي سټډیوم کې پیلېږي چې د لوبې په لومړۍ ورځ به پروان لوبډله له بامیان لوبډلې سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د فوټبال فدراسیون ندیم امیري ته د سپکاوي قضیه څېړي  

د جرمني د فوټبال فدراسیون ویلي، ندیم امیري ته د سپکاوي قضیه په جدي توګه څېړي.   ندیم امیري چې په خټه افغان دی د جرمني د فوټبال په ملي ټيم او بایرن لورکوزن کې لوبېږي.  بایرن لورکوزن د جمعې په ورځ له یونین برلین سره لوبه درلوده چې په پای کې یې د ندیم امیري او د یونین برلین د لوبغاړي فلوریان هوبنر تر منځ لفظي شخړه وشوه.  جرمني رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، شکایت شوی چې ګواکې ندیم امیري ته د "چټل افغان" خطاب شوی دی.  امیري وروسته ویلي، هوبنر ترې بښنه غوښتې ده.   د فلوریان هوبنر مدافع بیا امیري ته د سپکو الفاظو کارول رد کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کورنیو چارو وزیر: که طالبان اوربند و نه کړي، ځپلو ته یې نورې لارې هم شته

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، که طالبان سوله و نه کړي او جګړه روانه وساتي، دوی یې د ځپلو لپاره نورې لارې هم لري. دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، مسعود اندرابي دا څرګندونې د افغانستان له یو شمېر متقاعدو جنرالانو او سیاسي شنونکو سره لیدنه کې کړي. ښاغلي اندرابي زیاته کړې، طالبان لا هم سولې ته ژمن نه دي او غواړي له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو له وتو سره سم، جګړه زیاته کړي. د دې وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې لیدنه کې پر امنیتي وضعیت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسه: امریکا او ایران باید بېرته د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته ور وګرځي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-ایو لو دریان وایي، په فوردو تاسیساتو کې د ایران له خوا د یورانیمو شل فیصده پخول دا ښيي چې ایران د اټمي وسلې د ترلاسه کولو هڅه کوي.   ژان-ایو لو دریان په یوه مرکه کې چې پرون شنبه 'Journal du Dimanche' ورځپاڼې خپره کړه ویلي، د نړۍ له قدرتونو سره له شوي تړونه د ایران پرله پسې سرغړونې دا اړینوي چې واشنګټن او تهران بېرته دغې موافقې ته ور وګرځي.  نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک څو ورځې پاتې دي، ټرمپ ۲۰۱۸ میلادي کال کې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د هدفي وژنو دوام؛ دا ځل یې دوه قاضیانې ووژلې

په کابل ښار کې د هدفي وژنو دوام، خو دا ځل د حملې قربانیانې دوه ښځینه قاضیانې وې. نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) سهار شااوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د تايمني سيمې پر لسم سړک د ښځینه قاضیانو پر موټر ډزې وشوې. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښه کې یو تن ټپی شوی هم دی: "نن د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړندو سیمو کې د سترې محکمې دوه تنه کار کوونکي د یوه نامعلوم وسله وال کس په ډزو کې وژل شوي او یو تن بل ټپی دی. پېښه په جدي ډول د امنیتي ځواکونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار وادي کانال شرکت ۵۴ زره بې روزګارو کار پیدا کړ

د ننګرهار وادي کانال شرکت ۵۴ زره بې روزګارو خلکو ته د کاري زمینې برابرولو خبر ورکوي. د ننګرهار د کانال شرکت ویاند همایون غریبمل ازادي راډیو ته وویل چې د دغه شرکت د زیتونو په څلورګونو فارمونو کې یې د ښاخونو پرېکولو او ویالو جوړولو شپږ میاشتني پروګرام پیل کړی چې په کې به ۵۴ زره بې روزګاره خلک په کار بوخت وي. د غریبمل په خبره، په دغو کسانو  چې په یاد پروګرام کې په کار بوخت دي، ۴زره ټنه غنم هم وېشل کېږي. غریبمل وایي، له دې پروګرامه یې هدف د زیتونو د فارمونو سمه پالنه او بې روزګارو خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان زعفرانو لومړی مقام خپل کړ

د افغانستان زعفرانو د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ له لوري لومړی مقام خپل کړ. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت فواد احمدي ازادي راډیو ته وویل چې  د دغه انسټیټیوټ له لوري د افغانستان زعفرانو ته د ښه خوند له امله د سرو زرو درې ستوریز مډال ورکړل شوی. د ذايقې نړیوال انسټیټیوټ چې یو معتبر انسټیټیوټ دی، په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په بلجیم کې جوړ او تر اوسه یې په نړۍ کې بېلابېل خوراکي توکي د خوند يا ذایقې له پلوه ارزولي دي. دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان زعفران په نړیواله کچه لومړی مقام خپلوي،  بلکې له... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Три школьницы из Жуковского выиграли на всероссийской олимпиаде по МХК

Итоги мини-конференции «Инвест-дизайн»

Ким Чен Ын - наш: Россия заблокировала в СБ ООН резолюцию США о работе комитета по КНДР

Еще одному ребенку из числа детей-сирот вручили сертификат на квартиру в Клину

Музыкальные новости

Федеральный девелопер: ЦФА позволят легко и просто накопить квадратные метры и "обернуть" их в квартиру

Самые популярные туристические маршруты России: на автомобиле

Зампред Мосгордумы Андрей Медведев призвал привлечь к ответственности азербайджанского миллиардера, владельца «Крокуса» Араза Агаларова

Выпуск ЦФА на платформе «Атомайз» поможет снизить нагрузку на экологию

Новости России

Россия заблокировала в Совбезе ООН резолюцию США о работе комитета по КНДР

Четверых фигурантов дела о теракте в «Крокус Сити Холле» внесли в список террористов и экстремистов

Итоги мини-конференции «Инвест-дизайн»

Калининградского журналиста Михаила Фельдмана приговорили к двум годам колонии за публикацию и репост в соцсетях

Экология в России и мире

Врач дерматолог-косметолог Мадина Байрамукова: когда от чистки лица лучше отказаться

ООО «РСХБ-Страхование жизни» приняло участие в конференции InsurSelling-2024

Туроператор Анекс-тур сделал заявление по турам на лето-2024, дав полный расклад

Грязная азербайджанская пропаганда на трагедии россиян

Спорт в России и мире

Россиянка покинула WTA-1000 из-за проблем со здоровьем

Теннисистка Александрова оказалась сильнее полячки Швентек на турнире WTA в США

Россиянка Александрова обыграла первую ракетку мира Свентек

Российская теннисистка Калинская покинула WTA-1000 из-за проблем со здоровьем

Moscow.media

Минфин Челябинской области и БФТ-Холдинг произвели миграцию информационных систем на отечественное ПО

Что за криповые видео с Пи Дидди и Бибером. Кадры всплыли после обвинений рэпера в торговле людьми

Летний Петербург. Исаакиевский собор

BelkaCar запускает уникальный партнерский сервис корпоративного каршеринга в Набережных Челнах











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Три школьницы из Жуковского выиграли на всероссийской олимпиаде по МХК

В Ярославле будут судить капитана врезавшегося в пирс теплохода

Мэр Москвы открыл путепровод через МЦД-3 рядом с аэропортом Шереметьево

Адвокат Шакро Молодого сообщил, что его выпустят через 2-3 дня