Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کورنیو چارو وزیر: که طالبان اوربند و نه کړي، ځپلو ته یې نورې لارې هم شته

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، که طالبان سوله و نه کړي او جګړه روانه وساتي، دوی یې د ځپلو لپاره نورې لارې هم لري.


دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، مسعود اندرابي دا څرګندونې د افغانستان له یو شمېر متقاعدو جنرالانو او سیاسي شنونکو سره لیدنه کې کړي.


ښاغلي اندرابي زیاته کړې، طالبان لا هم سولې ته ژمن نه دي او غواړي له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو له وتو سره سم، جګړه زیاته کړي.




د دې وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې لیدنه کې پر امنیتي وضعیت او دغه شان په کورنیو چارو وزارت کې د راغلو اصلاحاتو په اړه هم بحثونه شوي.

ښاغلي ارین زیاته کړه: "دوی کورنیو چارو وزارت کې د راغلیو اصلاحاتو هرکلی وکړ او دا ډاډ یې هم ورکړ چې چمتو دي، د امنیتي وضعیت د ښه کېدو برخه له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي. د کورنیو چارو وزارت رهبري هم د ټولو په ځانګړي ډول د متقاعدو جنرالانو او سیاسي شنونکو د مشورو د اخېستلو په اړه ډاډ ورکړ."




عبدالباري عارض چې د کورنیو چارو وزیر سره د لیدنې ګډونوال و، ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي اندرابي راتلونکی لمریزکال د جګړې د شدت یا زیاتېدو خبره هم کړې.


ښاغلي عارض زیاته کړه: "ده په راتلونکي کال کې د سختې جګړې وړاندوینه وکړه او ویې ویل، طالبان چمتووالی نیسي چې په نوي کال کې پراخه بریدونه وکړي، خو ډاډ یې ورکړ چې د دوی ځمکنۍ او هوايي قواوې هم چمتو دي."




خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو سره خبرو کې جګړه د سولې د مذاکراتو د ناکامېدو بدیل بولي.


ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوحه کې د سولې پیل شوې خبرې د شخړې د حل ښه لار ده، خو په خبره يې که د دې خبرو پر وړاندې خنډ جوړ شي، جګړه به يې نظامي حل لار وي.


پر طالبانو سولې ته د نه ژمنتیا تور داسې مهال پورې کېږي چې قطر کې د افغانستان دولت او طالبان مرکچي پلاویو له تېرو څلور ورځو راهیسې هېڅ غونډه نه ده کړې.


دواړو لوریو ازادي راډیو ته ومنله چې پرون هم د اجنډا د ترتیب او توحید لپاره هېڅ غونډه نه ده شوې.


دا په داسې حال کې ده چې جګړه، مرموزي او هدفي وژنې بیا ورځ تر بله زور اخلي او تر ډېره په کې مطرحې څېرې، سیاسي او مدني فعالان او خبریالان په نښه کېږي. هغه څه چې د ډېرو اندېښنه یې را پورته کړې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus