Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

فرانسه: امریکا او ایران باید بېرته د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته ور وګرځي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-ایو لو دریان وایي، په فوردو تاسیساتو کې د ایران له خوا د یورانیمو شل فیصده پخول دا ښيي چې ایران د اټمي وسلې د ترلاسه کولو هڅه کوي.  


ژان-ایو لو دریان په یوه مرکه کې چې پرون شنبه 'Journal du Dimanche' ورځپاڼې خپره کړه ویلي، د نړۍ له قدرتونو سره له شوي تړونه د ایران پرله پسې سرغړونې دا اړینوي چې واشنګټن او تهران بېرته دغې موافقې ته ور وګرځي. 


نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک څو ورځې پاتې دي، ټرمپ ۲۰۱۸ میلادي کال کې په یو اړخیز ډول د ایران له اټمي تړونه ووت او بېرته یې پر دغه هېواد بندیزونه ولګول. 


له دې سره پر ایران فشارونه سخت شول او دې کار د تهران او واشنګټن اړیکې بېرته خړې پړې کړې. 


ژان-ایو لو دریان ویلي، په راتلونکې جون میاشت کې د ایران له ولسمشریزو ټاکنو مخکې ایرانیانو ته وایي چې اټمي فعالیتونه چې د ده په ټکو ډېر پر مخ تللي ودروي او اټمي تړون کې شوېو ژمنو ته ور وګرځي. 




د فوردو تر ځمکې لاندې تاسیساتو کې د یورانیمو شل فیصده پخول که څه هم د اټمي وسلو یا بمونو د جوړولو په معنا نه دي، خو دا کار د دې ډول بمونو او وسلو جوړولو ته وخت لنډوي. 


د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه ویلي چې د ایران دا هڅې باید ودریږي، ځکه دا د اټمي وسلو د ظرفیت جوړولو د پروسې یوه برخه ده. 


ایران بیا له دې وړاندې تل ویلي چې اټمي وسلې نه جوړوي او ټینګار یې کړی چې اټمي پروګرام یې سوله ییز او ملکي اهداف لري. 


د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ویلي، که ایران بېرته د اټمي تړون ژمنو ته ور ستون شي، دی چمتو دی چې امریکا بېرته دغه تړون کې شامله کړي. 


د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، یوازې دا بسنه نه کوي چې واشنګټن او تهران بېرته تړون ته ستانه شي، ده ټینګار کړی چې سختو بحثونو ته اړتیا ده چې ایران د اټمي وسلو پراختیا او د خپلو ګاونډیو د بې ثباتۍ هڅې ودروي. 


پردې سربېره پرون د جنورۍ په ۱۶مه اروپایي قدرتونو هم ایران ته د یورانیمو د یوه ري اکټور د څېړنې پر سر خبرداری ورکړ او ويې ویل، دا کار له اټمي تړونه سرغړونه ده. 


بریتانیا، فرانسې او جرمني په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: "موږ په کلکه له ایرانه غواړو چې دا ډول فعالیتونه پای ته ورسوي او په بشپړه توګه هغو ژمنو ته وګرځي چې اټمي تړون کې یې کړي دي." 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus