د خېبر پښتونخوا د سوات د بريکوټ په نجي ګرام کلی کې د اباصيب چيني پيمانه لرغوني اثارو په لومړی ځل کار پیل شوی چې پکې لویې ودانۍ او نوي لرغونې اثار موندل شوي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن به په سپینه ماڼۍ کې د خپل کار په لومړیو ورځو کې ځیني اجرايي اقدامات وکړي. د متحده ایالاتو لوی درستیز ران کلاین پرون (شنبه) وویل، د لوړې له مراسمو وروسته به د منتخب ولسمشر یو مهم کار دا وي چې د اسلامي هېوادونو اتباعو ته په سفر کې اسانتیا راولي. په امریکا کې د ولسمشر اجرايي فرمان د کانګرس پرېکړې ته اړتیا لري. کلاین ویلي چې د بایډن د لومړیو ورځو په پروګرامونو کې د پاریس اقلیمي تړون ته د امریکا ورګرځېدا او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په فدرالي ادارو کې د ماسک تړل هم شامل دي.
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د نامعلومو وسلهوالو په حمله کې په کابل کې دوه ښځینه قاضیانې ووژل شوې. د راپورونو له مخې، دا پېښه نن سهار اته نیمې بجې په قلعه فتحالله کې وشوه. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې دواړو قاضیانو په ستره محکمه کې کار کاوه. راپورونه وايي چې په دې برید کې دوه نورې ښځینه قاضیانې ژوبلې شوې دي. په وروستیو کې په کابل او نورو ښارونو کې دې ته ورته هدفي بریدونه ډېر شوي او اکثره افغانانیې اندېښمن کړي دي. عموماً د دې ډول بریدونو مسؤلیت... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي. دا تدابیر وروسته له دې ډېر شول چې تېره اوونۍ د ډونالد ټرمپ پلویان په زوره د کانګرس ودانۍ ته ننوتل او له بلې خوا د نوي ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسم په رانږدې کېدو دي. د جو بایډن د لوړې د مراسمو په درشل کې چې ټاکل شوې ده د روانې اوونۍ په ۲۰مه ترسره شي، د امریکا پوځ وايي چې په واشنګټن ښار کې به د ملي ګارډ ۲۵ زره ځواکونه ځای پر ځای کړي. په همدې حال کې یوه چارواکي له سي بي اېس شبکې سره په مرکه کې تأیید کړه چې د کورني... Читать дальше...
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالېسۍ ویاند د بوسنیا هرزګوېنا په کمپونو کې د پناه غوښتونکو پر وضعیت اندېښنه ښکاره کړه، ویېویل چې دا حالت د منلو نهدی او باید د پناه غوښتونکو ستونزه هواره شي. د بوسنیا په کمپونو کې زرګونه پناه غوښتونکي مېشت دي، خو د تېر کال د ډسمبر په ۲۲مه په لیپا کمپ کې له اور لګېدو وروسته ۹۰۰ پناه غوښتونکي په منفي صفر درجه هوا او تر باران او واورو لاندې بېسرپناه پاتې دي. د لیپا کمپ له سوځېدو وروسته بوسنیايي چارواکو ویلي چې پناه غوښتونکي به بل ځای ته ولېږدوي، خو د سیمې د اوسېدونکو... Читать дальше...
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران له لوري د اټمي تړون بیا بیا سرغړونې دا ضروري کړې چې تهران او واشنګټن بېرته دې موافقې ته راوګرځي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان دا څرګندونې د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې له پای ته رسېدو څو ورځې مخکې په هغه مرکه کې وکړې چې پرون (شنبه) خپره شوه. ایران په وروستیو کې وویل چې په فردو کې یې تر ۲۰ فیصدو پورې د یورانیمو تولید بیا پیل کړی او پرمختللي سنتریفیوژنونهیې نصب کړي دي. ژان ایو لودریان ویلي، باید دا کار نهوی شوی ځکه ښيي چې ایران د اټمي وسلې د ترلاسه کولو هڅه کوي.
د انرژۍ نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي، په نړۍ کې د ګلتوني ګازونو تولید کم شوی دی. د کرونا ویروس له خپرېدو او د نړۍ په ګڼو سیمو کې پر تګ راتګ له بندیزونو او ټولبندیو وروسته، له فوسیلي سونګ موادو لکه تېلو څخه استفاده خورا کمه شوې او په نتیجه کې یې د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کې ګلتوني ګازونه په سلو کې کابو ۷ کم شوي دي. د انرژۍ نړیوالې ادارې دې حد ته د ګلتوني ګازونو کمېدل یو تاریخي ریکارډ بللی دی. ګلتوني ګازونه د ځمکې د تودېدا یو تر ټولو مهم سبب بلل کېږي.
د افغانستان مالیې وزارت وایي، د ۱۴۰۰م مالي کال د بودجې په تصویب کې ځنډ دوی په اوږدمهال کې له ستونزو سره مخامخ کوي. د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي دا خبرې پرون شنبه داسې مهال ازادي راډیو ته وکړې چې ولسي جرګې د دوهم ځل لپاره د دغې بودجې طرحه رد کړه. ښاغلی مسجدي زیاتوي: "تر څو چې بودجه پاس شوې نهوي، موږ هېڅ پروژه شروع کولای نهشو او نه هم د پروژې قرارداد او مطالعه کېږي، هر څومره چې وخت ځنډېږي، هماغومره د پروژو تطبیق وروسته کېږي، یعنې په وخت او زمان سره نهتطبیقېږي، که چېرته وخت زیات تېرېږي، بیا... Читать дальше...
د افغانستان زعفرانو د اروپایي ټولنې د ذایقې نړیوال انسټیټوټ د ۲۰۲۱ کال لومړنۍ جایزه ترلاسه کړه. دغه خبره د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې وکړه او ویېویل، د (درې ستورو) دغه جایزه نړیوال اعتبار لري. د اروپایي ټولنې د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې فعالیت لري او په نړیواله کچه د ذایقې په ټاکلو او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت په تعیینولو کې رول لري. په افغانستان کې د کیهان په نوم د یوه شرکت لهخوا تولید شویو زعفرانو دغه جایزه ګټلې او د سوداګرۍ... Читать дальше...
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون کې خپله ستره مرکچي ویندي شرمن په بهرنیو چارو وزارت کې د دوهم لوړپوړي کس په توګه وګمارله. مېرمن شرمن د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په سیاسي چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وه او له ایران سرهیې په اټمي تړون کې د خپل هېواد د مرکچیانو مشري کوله. بایډن دغهراز تجربه کاره او متقاعده ډیپلوماته ویکتوریا نیولنډ د بهرنیو چارو وزارت د درېیم لوړپوړي پوست لپاره ټاکلې ده. نیولنډ هغه مېرمن ده چې ۲۰۱۴ کال کې یې په اوکراین کې د خلکو له هغو... Читать дальше...
د اروپا د شورا رئیسې د روسیې پر هغه اقدام جدي اندېښنه وښوده چې د دغې شورا د سیاسي مطالعاتو د مکتبونو ټولنهیې د نامطلوبه سازمانونو په ډله کې شامله کړه. د اروپا شورا د جنورۍ په ۱۴مه یوه لیک کې چې یوه کاپي یې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ته رارسېدلې، له مسکو نه غوښتنه وکړه چې د دغې پرېکړې د دلایلو په اړه وضاحت ورکړي. لیک د اروپایي شورا د سکرتر جنرالې ماریجا پیچینووېچ (Marija Pejcinovic) لهخوا لیکل شوی او نوموړې د مسکو دغه پرېکړه د نهمنلو وړ یاده کړې ده. د روسیې لویې څارنوالۍ تېره ډسمبر میاشت... Читать дальше...
هند پرون د کرونا واکسین په پیل سره له هغو پياوړو هېوادونو سره یوځای شو چې مخکې پهکې دغه واکسین پيل شوی او تطبیقیې دوام لري. د هند چارواکي تمه ښيي چې لومړي ګام کې به ۳۰۰ ملیونه کسانو ته دا واکسین ورکړل شي. دوی کې ۲۷۰ میلیونه هغه کسان دي چې له ۵۰ کلونو پورته عمرونه او نورې ناروغۍ لري. پر دې سربېره ۳۰ ملیونه هغه روغتیایي کارکوونکي هم پهکې شاملېږي چې له کرونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې فعالیت لري. د هند صدراعظم نرېندرا مودي خپلو اتباعو ته د دغه واکسین د پيل مبارکي ورکړې ده. ښاغلي مودي تېره ورځ په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل... Читать дальше...
مېل د بریتانیا مېل ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د طالبانو نظر خپور کړی دی. دې ورځپاڼې کښلي، سره له دې چې په افغانستان کې جنګ کم شوی نه دی د طالبانو ویندوی ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر کمېدا ښه پرمختګ دی. د امریکا دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل چې په افغانستان کې یې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی چې دا په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لږ شمېر دی. د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی محمدنعیم د امریکايي پوځیانو وتلو ته په اشارې ویلي، بې له شکه دا د... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وایي، پوځیې د نږدې سل په سلو کې ځمکنیو او هوایي عملیاتو مشري پر غاړه لري. دغه وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې امریکا افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر تر ټولو ټیټې کچې، یعنې دوه نیم زرو ته راټیټ کړی دی. یاد وزارت که څه هم دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمولو پر اغېزو څه نهوایي، خو ډاډ څرګندوي چې ځواکونهیې دغه تشه ډکولای شي. د دغه وزارت ویاند روحالله احمدزی وایي، اوسیې دفاعي او امنیتي ځواکونه په خپلواک ډول ټول عملیات ترسره کوي. ښاغلي احمدزي د شنبې... Читать дальше...
اتلانتیک کونسل څېړنیز انسټیټیوټ اتلانتیک کونسل څېړنیز انسټیټیوټ په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د افغانستان بېلابېلو ستونزو او ګواښونو لکه د سولې پروسې، د برېښنا کموالي، د جګړې په لړ کې د شویو جنایتونو لپاره انتقالي عدالت، د نوي نسل او ځوانانو رول، د افغان ملي امنیتي ځواکونو راتلونکی او د چاپېریال ستونزو ته تر جلا جلا عنوانونو لاندې کتنه کړې ده. په دې مقاله کې یې یوازې د هوا د ککړتیا موضوع ته اشاره کوو. د اتلانتیک شورا وايي چې د چاپېریال ککړتیا د افغانستان د ښارونو د اوسېدونکو چوپه یا خاموشه وژونکې ده. Читать дальше...
په ننګرهار ولایت کې د ښځو د حقونو د وژل شوې فعالې ملالې میوند کورنۍ عدالت غواړي. هغه د تلویزون د ګوتو په شمېر ښځینه ویندویانو او ژورنالیستانو څخه وه. ملاله میوند د ډیسمبر په لسمه نیټه جلال اباد ښار کې ووژل شوه. د ملالې میوند خور فاطمه هلال په دې راپور کې د خپل ژوند د" تر ټولو ترخې ورځې" کېسه کوي.