مېل
د بریتانیا مېل ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د طالبانو نظر خپور کړی دی.
دې ورځپاڼې کښلي، سره له دې چې په افغانستان کې جنګ کم شوی نه دی د طالبانو ویندوی ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر کمېدا ښه پرمختګ دی.
د امریکا دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل چې په افغانستان کې یې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی چې دا په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لږ شمېر دی.
د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی محمدنعیم د امریکايي پوځیانو وتلو ته په اشارې ویلي، بې له شکه دا د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې د تطبیق په لور ګام دی او د ټولو په ګټه دی.
خو د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، د امریکايي پوځیانو له وتلو سره سره طالبانو تاوتریخوالی کم کړی نه دی.
طالبانو پرون د کندهار ولایت په دامان ولسوالي کې د ملي امنیت د موټرو پر ورکشاپ ډله ییز برید وکړ.
تر دې یوه ورځ وړاندې په هرات کې د طالبانو یوه نفوذي ۱۳ سیمه ییز پولیس ووژل.
مېل ورځپاڼه زیاتوي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ، چې د واک دوره یې په پای ته رسېدو ده، ژمنه کړې وه چې له افغانستانه به خپل پوځیان باسي خو اوس، هم د افغانستان حکومت او هم طالبان دې ته ځیر دي چې د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن به د افغانستان په اړه څه پالیسي غوره کوي.
څو ورځپاڼو او خپرونو د افغانستان او ایرلنډ د مسابقې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.
ټاکل شوې ده، چې راتلونکې پنجشنبه د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام ته د غوراوي په لړ کې درې یو ورځنۍ مسابقې وکړي.
د آیرلنډ ټیم، چې له وړاندې لا د مسابقو ځای یعني متحده عربي اماراتو ته رسېدلی، د اماراتو له ملي لوبډلې سره څو مسابقې پلان کړي دي خو تراوسه یې یوازې یوه سیالي کړې ده.
د دوی دوهمه سیالي څو ځلې په دې خاطر ځنډول شوې چې د کوربه ټیم د درو لوبغاړو کورونا تایید شوه.
بلفاست ټيلګراف
د بلفاست ټیلګراف ورځپاڼه وايي، آیرلنډي لوبغاړي په دې خاطر چې د افغانستان په وړاندې مسابقې ته یې چمتووالی ښه شي، له دغه ټیم سره تر مخامخېدو مخکې هیله لري چې د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره یوه بله سیالي وکړای شي.