В городской гимназии № 7 Брянска состоялась акция «Сдаём вместе.День сдачи ЕГЭ родителями»

ВС Польши: авиацию подняли в небо из-за интенсивной активности России

В Александровском районе "черный лесоруб" нарубил дров на 1,6 млн рублей

Реставрацию мозаик Нади Леже в Дубне завершат через 2 месяца

World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2021

Новости за 06.01.2021

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې د دوو تنو د وژلو په اړه د افغان حکومت او خلکو غبرګونونه

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ اړوند د غاړک د ځنډي خېلو کلي اوسیدونکو د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د یوه لاریون په ترڅ کې چې دوه جسدونه یې هم له ځان سره انتقالول، د خوست او کابل لویه لاره د څو ساعتونو لپاره وتړله.  دوی ویل، یادو وژل شوېو کسانو هېڅ ګنا نه درلوده او افغان ځواکونو یې تېره شپه په کور عملیات کړي او وژلي یې دي.  د لاریون یوه ګډونوال عبدالواحد ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو باید یاد کسان د وژلو پرځای عدلي او قضایي ادارو ته سپارلې وای او د دې پېښې لپاره انصاف غواړي.  له بلې خوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلوچستان کې د هزاره ګانو پرلت څلورمې ورځې ته وغځېد

په سلګونو کسانو د بلوچستان د مرکز کوټې په جنوب لویدیځ کې د څلورمې ورځې په مخه پرلت وهلی دی. دوی د یولسو هزاره  کان ایستونکو د وژلو په خاطر اعتراض پیل کړی دی.  اعتراض کوونکو د چارواکو دا غوښتنه رد کړې ده چې مړي ور وسپاري او وایي چې هغه وخت به جسدونه خاورو ته سپاري چې برید کوونکي ونیول شي او په خپله صدراعظم عمران خان ورشي او دوی ته د امنیت په برخه کې ډاډ ورکړي.  وسله والو د سکرو د کان ۱۱ کارګر چې اووه یې د افغانستان دي، د یکشنبې په سهار د مچ په سیمه کې ووژل.  د دې برید مسوولیت داعش منلی دی.

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت د پکتیا د والي یو سلاکار نیولی

د ملي امنیت ځواکونو د پکتیا د والي یو سلاکار نیولی دی.  د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ازادي راډیو ته وویل چې د عطا محمد فېروز په نوم د ده یو سلاکار د ملي امنیت هغې ډلې نیولی چې له مرکز کابله د ده په نیولو پسې دې ولایت ته راغلی وو.  ښاغلی فدایي وایي، عطا محمد فېروز دوه اوونۍ وړاندې د ولایت مقام لپاره د زېربنا په برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې له خوا د سلاکار په توګه ټاکل شوی و.  د پکتیا والي و نه ویل چې د نوموړي مشاور د نیولو انګېزه څه ده او نه هم ملي امنیت تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه ویلي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان:د دیني عالمانو، سیاسي څېرو او خبریالانو په وژلو کې لاس نه لرو

دوه ورځې وروسته تر دې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سني لګت وویل چې طالبان دې له هدفي وژنو لاس واخلي، طالبانو اعلامیه خپره کړه. په دې اعلامیې کې نن دوی ویلي دي چې په بېلابېلو سیمو کې له یوې مودې راهیسې د دیني عالمانو، خبریالانو او سیاسي څېرو په وژلو کې لاس نه لري. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دي چې دوی تل د خپلو کړنو مسوولیت په غاړه اخېستی دی.  د افغانستان حکومت هم طالبان په دې بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.  په وروستیو شااوخوا دوو میاشتو کې په افغانستان کې د ازادي راډیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"پکتیا کې د مېرمنو مرموزې وژنې زیاتې شوي جسدونه یې غرونو او دښتو کې پراته وي"

په پکتیا کې د ښځو د حقونو مدافع ټولنو چارواکي وایي، دې ولایت کې د ښځو د مرموزو وژنو قضیې زیاتې شوي چې له امله یې په مرکز او ولسوالیو کې نجونې او مېرمنې د اوسني وضعیت په اړه زیاتې اندېښمنې دي.   د پکتیا ولایت د ښځو شبکې مشره زرغونه همت وایي، په ډېری مواردو کې نجونې او ښځې د ناموس په نوم وژل کېږي چې دا ډول قضيې وروسته له تحقیقاتو پاتېږي او عاملین یې نه مجازاتېږي.   مېرمن همت دې برخه کې ځایي چارواکي ګرم بولي: "موږ د دې شاهدان یو چې د مېرمنې وژنه زیاته شوې، د ناموسي وژنو په نوم د ښځو قتلونه هم زیات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غور کې سیمه ییزو رسنیو خپلې خپرونې بېرته پیل کړې

په غور ولایت کې سیمه ییزو رسنیو له درې ورځې توقف وروسته خپلې خپرونې بېرته پیل کړې.  درې ورځې مخکې د رسنیو مسوولینو د غور غږ راډیو د مشر بسم الله عادل د وژلو په اعتراض خپلې خپرونې بندې کړې وې.  بسم الله عادل د مرغومي په دولسمه د ناپېژاندو وسله والو له لوري په مرکز فېروز کوه کې ووژل شو.

Pa.azadiradio.com 

تمه د امریکا کانګرس د ټاکنو د الکترول کالج رایي تایید کړي

تمه ده چې کانګرس نن یوه غونډه وکړي او د متحد ایالتونو د نومبر د درېیمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د الکترول کالج رایي تایید کړي.  په دې ټاکنو کې د ډیموکراتانو کاندید جوبایډن د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ ته ماتې وکړې ده.  د دې نتیجې تایید، د بایډن له خوا د جنوري په شلمه د لوړې تر مراسمو مخکې وروستی رسمي ګام دی او پخوا په معمول ډول دا غونډه ترسره کیده، خو سږکال د دې لپاره لانجمنه شوې ده چې ټرمپ نتیجه رد کړې ده. همدا راز د جمهوري غوښتونکو لږ تر لږه ۱۴ سناتورانو او د دې ګوند د استازیو جرګې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ناګورنو قره باغ ته د ارمني چارواکي پرسفر د اذربایجان اعتراض

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت، ناګورنو قره باغ سیمې ته د ارمنستان د بهرنیو چارو د وزیر ارا ایوازیان پر سفر اعتراض کړی دی او ویلي یې دي چې دا یوه پاروونکې او د کړکېچ پیدا کېدو هڅه ده.  ایوازیان پرون سې شنبه (د مرغومي ۱۶مه) ناګورنو قره باغ ته تللی و، هلته یې د بیلتون غوښتونکو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر ډیوېډ بابایان سره ولیدل او د سلامشورو یو پروګرام یې ورسره لاسلیک کړ.  د اذربایجان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې لیلا ابو لاییوا په یوه بیان کې ویلي دي چې له ناګورنو قره باغ څخه د ایوازیان غیرقانوني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوحه کې د سولې دوهم پړاو خبرو ته چمتوالی؛ "تمه ده ژر به پیل شي"

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې دوهم پړاو خبرو پېلېدو ته چمتوالی روان دی. د افغانستان دولت مرکچي پلاوی تېره ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېد او ټاکل شوې چې ډېر ژر به دوهم پړاو بین الافغاني خبرې پيل شي. د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغانستان د دولت پلاوي خبرو ته د چمتوالي لپاره خپل منځي ناستې پيل کړي. ددې وزارت ویاندې ناجیې انوري زیاته کړه: "د افغانستان د دولت مذاکراتي پلاوي نن خپل منځي بحثونه پيل کړي، زموږ ټیم د مجلسونو په پلان او طرحه باندې کار کوي، څو هر څه ژر د دواړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن د اوباما د وخت ۲ چارواکي بهرنیو چارو وزارت ته معرفي کړي

د متحده ایالتونو د یو شمېر رسنیو د راپور له مخې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د واک د لېږد ډلې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د وخت دوه چارواکي چې د ایران او اوکراین د قضیو په اړه یې کارکاوه د بهرنیو چارو په وزارت کې د دوهم او درېیم مقام لپاره معرفي کړي دي.  وینډي شرمن چې له ایران سره یې د امریکا په استازیتوب په دوه زره پنځلسم کال کې د اټمي تړون خبرې مخته وړې او له ۲۰۱۱مه تر دوه زره پنځلسمه د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله وه د راتلونکي بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د مرستیالې په توګه غوره شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جورجیا کې د سنا جرګې د ۲ څوکیو لپاره د ټاکنو پایله پر پالیسیو اغېز لري

د امریکا په جورجیا ایالت کې د سنا جرګې د دوو څوکیو لپاره منځپړاوه انتخابات پرون (سې شنبه، د مرغومي ۱۷مه) وشول.  د جورجیا د دغو انتخاباتو پایله په سنا جرګه کې اکثریت د ډیموکراټ یا جمهوریپال ګوند په ګټه بدلولی شي.   اوس په دې جرګه کې چې د ټولو څوکیو شمېر یې ۱۰۰ دی، جمهوریپال ۵۰ او دیموکراتان ۴۸ څوکۍ لري.   د دې انتخاباتو نتیجه به د امریکا د دولت پر راتلونکو پالیسیو مهم اغېز ولري.  که جمهوریپال ګوند ډېرې رایې وګټلې، په سنا جرګه کې د دغه ګوند دوه سناتوران ډیوېد پردو او کیلي لوفلر به پر خپلو څوکیو پاتې شي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

ولسي جرګه: څو چې د ۱۴۰۰ بودیجه نه وي راغلې د ژمي رخصتي نه پیلوو

د افغانستان د ولسې جرګې غړي وایي، تر هغو چې د راتلونکي ۱۴ سوه کال بودیجه ولسې جرګې ته نه وي استول شوې، دوی به د ژمي رخصتي پیل نه کړي.  د ولسې جرګې رئیس میررحمان رحماني نن چهارشنبه(د مرغومي ۱۷مه) د جرګې عمومي غونډې ته وویل: "تر هغو پورې چې ملي بودیجه د ټولو ولایتونو په کچه، له متوازن انکشاف او ټولنیز عدالت سره سمه تنظیم نه شي، موږ د ژمې په رخصتیو نه ځو."  ولسې جرګې تېره اوونۍ د څوارلس سوه کال بودیجه رد کړه او ویې ویل چې متوازنه نه ده،دا بودیجه نژدې څلور سوه درې پنځوس میلیارده افغانۍ ده.  د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تمه ده راتلونکې اوونۍ درې پروژې پرانیستل شي

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د اقینه- اندخوی ریلګاډی، د کرکي، اندخوی، پلخمري د برېښنا د لېږدېدو پروژه او د فایبر اپټیک لاین چې د ترکمنستان انټرنیټ له افغانستان سره نښلوي، پرانېستل شي.  د دې درېیو پروژو د پرانېستې پر موضوع د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف د ټیلیفونې مکالمې پر مهال خبرې وشوې.  د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلي دي چې ښاغلي مردوف به په لنډې راتلونکې کې افغانستان ته راشي.  د خبرپاڼې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کوټې هزارګان ولې په نښه کېږي؟

د بلوچستان په مچ ښار کې د هزاره کان کېدونکيو د وژونو پرضد په کوټه کې درنا دوام لري. له تېرو شاوخوا ۱۷ کالونو راهيسې پر هزاره ګانو بريدونو کېږي. پوښتنه دا ده چې دوی ولې په نښه کېږي؟ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا او نورې پوښتنې څېړل شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

د ژمي سړه هوا د کورنيو بې ځایه شویو لپاره یوه بله هېولا

په افغانستان کې د ناامنیو ډیریدو په زرګونه کورنۍ دې ته اړې کړي چې خپل کورونه پریږدي. بې ځایه شوي ډیری د ژمي سړې شپې او ورځې خیمو یا نیم ویجاړو ودانیو کې تیروي. ازادي راډیو په دې ویډیويي راپور کې د شبرغان په یوه پنډغالي کې د دغو بې ځایه شویو د ژوند ستونزو ته کتنه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په تېر کال کې د اداري فساد نږدې دوه زره قضیې ثبت او څېړل شوي

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، په تېر یو کال کې یې د اداري فساد نږدې دوه زره قضیې ثبت او څېړلې دي. په افغانستان کې فساد او ورسره مبارزه هغه څه دي چې حکومت یې له نیوکو سره مخ کړی دی. خو لویه څارنوالۍ وایي، د فساد سره  د مبارزې برخه کې جدي دي نو له همدې  امله یې تېر یو کال کې د فساد ۱۸۰۳ قضیې ثبت او څېړلي دي. د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د فساد ۱۸۰۳ قضیو له ډلې ۲۷۸ یې د لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ،۴۰۳ د کابل او ۱۱۲۲ د ولایتونو په څارنوالیانو کې ثبت او څېړل شوي دي. د لویې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل ښار کې به پرمختللې امنیتي کمرې ولګول شي

په کابل ښار کې د امنیتي او جنايي پېښو زیاتوالي حکومت اړ کړ چې په ښار کې امنیتي کمرې ډېرې کړي. د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي چې دا کمرې به پرمختللې وي او ټول کابل ښار به تر پوښښ لاندې راولي. د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د ستراتیژیکو او عامه اړیکو دفتر مشر رضوان مراد د چهارشنبې (د مرغومي ۱۷مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا کمرې به د کابل ښار د امنیت لپاره ګټورې تمامې شي: "دا کمرې د جنایتونو د کنټرول او د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي، د غلو او هغه کسانو لپاره چې د ښار امنیت او نظم خرابوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځينې کابل ښاریان: د نړیوالو له زیاتو مرستو سره سره لا د برېښنا په برخه کې ستونزې لرو

یو شمېر کابل ښاریان نیوکې کوي چې د نړیوالو له زیاتو مرستو سره -سره لا د برېښنا په برخه کې ستونزې لري او تیارې شپې سبا کوي. که څه هم د برښنا پرې کېدل نوې ستونزه نه ده خو دا ځل د ژمي په سړو کې خلک ورسره مخ دي چې ستونزې يې ور ډېرې کړي. ‎د کابل ښار اوسېدونکی عبدالله احمدزی وایي: "دا ستونزه دې ته راجع کېږي چې موږ اکثره پانګونه له هېواده بهر کړې، که چېرې د بهرنو هېوادونو پر ځای دلته په کور دننه په زېربنایي سرچینو پانګونه شوې وای اوس به مو دا ستونزه حل وه."  ‎په کابل کې چې دا مهال لوړ پوړېزې ودانۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د "فاطمې خليل" په نوم د معلولو ماشومانو لپاره ښوونځی جوړ شوی

په کابل کې د فاطمې خلیل په نوم د معلولو ماشومانو لپاره ښوونځی جوړ شوی. فاطمه خلیل چې د بشر حقونو کارکونکي وه د تېر زېږديز کال په جون مياشت کې په یو مقناطيسي ماین چاودنه کې له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای ووژل شوه. د وژل شوې فاطمې خلیل یو ارمان پوره شو. د هنر سالار ډلې مشر امید شریفي چې د فاطمې همکار پاتې شوی وایي، د معلولو ماشومانو لپاره د ښوونځې جوړول د فاطمې يو ارمان و، نو ځکه یې د دې قشر لپاره ښوونځی جوړ کړى. د ښاغلي شریفي په وینا، اوس به یوازې یاد ښوونځي کې شل معلول ماشومان روزي خو راتلونکي کې به دا لړۍ تر ولایتونو وغځوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تخار اوسېدونکي: د نامسئوله وسله والو ډلو ظلمونو تنګ کړي يو

د تخار د بنګي ولسوالۍ او دغه راز دتالقان اړوند د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وايي، نا مسئولو وسله والو ډلو یې ژوند تریخ کړی دی. وسله والې غلاوې، انسان تښتونه، مرموزې وژنې او په بېلابېلو پلمو د خلکو ځورونه هغه شکایتونه دي چې د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو او سېمو اوسېدونکي یې له دې وسله والو لري. د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ د یو شمېر سیمو اوسېدونکي او دغه راز د تخار ولایت مرکز د تالقان د اړوند د څين زیو، شینوارو، جبارخیلو او د یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي د خپل سرو وسله والو له بې ځایه ځورونو څخه په تنګ راغلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شریفه زرمتۍ: خبرې به سختې وي، ناهیلي نه یوو

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړې شریفه زرمتۍ وايي، له طالبانو سره د خبرو نوی پړاو به سخته وي خو مرکچي پلاوی ناهیلی نه دی. مېرمن زرمتۍ په هغه ویدیو کې چې د سې شنبې په ورځ یې قطر ته له رسېدو وروسته رسنیو ته لېږلې ، ویلي چې پلاوی به یې د «دایمي اوربند د ټینګېدو» هڅه وکړي.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د څړځايونو زرګونه جریبه ځمکه سروې شوه

په کابل کې څه باندې ٧٧ زره جريبه څړځايونه سروې شول. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وزارت ویاند حشمت الله ناصري نن ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د هېواد په کچه ټول څړځايونه د ملي پانګې په توګه د معقولې استفادې، د مالدارۍ د ودې، اقتصادي بسياينې، او خلکو ته د کار د زمينو د برابرولو په مقصد د دولتي او عامه ځمکو په بانک کې ثبت او سروې کوي. نوموړي وويل، چې په دې لړ کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څرځايونو د سروې، نښه کولواو ثبتولو د تطبيق په دوام تراوسه په کابل کې ٧٧٩٨١جريبه څړځايونه د کابل په مربوطاتو کې سروې اوثبت کړي دي. Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Москве четыре работника салона сотовой связи оформили на абонентов 280 кредитов

Юрист Феттер объяснила, как взыскать алименты, если бывший муж ушел на СВО

Заполярье станет площадкой для съемок короткометражных фильмов

В Александровском районе "черный лесоруб" нарубил дров на 1,6 млн рублей

Музыкальные новости

Раньше срока. Собянин: новая развязка улучшит движение для 600 тыс. человек

Я – фартовая! Слушательница ENERGY отправилась в Мексику на выступление Джареда Лето

Актриса Яна Поплавская станет одним из почетных гостей Национальной премии «СВОИМ» в Нижнем Новгороде

Грязная азербайджанская пропаганда на трагедии россиян

Новости России

Брутальный Tank 400 добрался до России. Он оказался на 500 тыс. рублей дешевле Tank 500 2024

В Александровском районе "черный лесоруб" нарубил дров на 1,6 млн рублей

В городской гимназии № 7 Брянска состоялась акция «Сдаём вместе.День сдачи ЕГЭ родителями»

ВС Польши: авиацию подняли в небо из-за интенсивной активности России

Экология в России и мире

Признаки интернет-зависимости

Весна идёт, весне дорогу, уже расстаяли снега????

Творческая встреча с искателем приключений состоится в Симферополе

Узкое горлышко: зачем даже маленькой компании регламенты

Спорт в России и мире

Александрова обыграла первую ракетку мира на турнире WTA

Виктория Азаренко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Майами

Азаренко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Майами

Янник Синнер поделился впечатлениями от общения с игроками сборной Италии по футболу

Moscow.media

BelkaCar запускает уникальный партнерский сервис корпоративного каршеринга в Набережных Челнах

Utrace выходит на рынок цифровой маркировки консервной продукции

В Москве начали тестировать самокаты с номерами, а в Саратове ввели запрет на передвижение

Система управления доступом RooX UIDM совместима с ОС Astra Linux











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Издание об истории Севастополя передали в главную библиотеку в Хабароаске

В городской гимназии № 7 Брянска состоялась акция «Сдаём вместе.День сдачи ЕГЭ родителями»

Мебельное предприятие в Электростали нарастило производство благодаря нацпроекту

Вице-президент «Тинькофф» рассказал о деталях строительства альтернативной платежной системы