Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د تخار اوسېدونکي: د نامسئوله وسله والو ډلو ظلمونو تنګ کړي يو

د تخار د بنګي ولسوالۍ او دغه راز دتالقان اړوند د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وايي، نا مسئولو وسله والو ډلو یې ژوند تریخ کړی دی.


وسله والې غلاوې، انسان تښتونه، مرموزې وژنې او په بېلابېلو پلمو د خلکو ځورونه هغه شکایتونه دي چې د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو او سېمو اوسېدونکي یې له دې وسله والو لري.


د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ د یو شمېر سیمو اوسېدونکي او دغه راز د تخار ولایت مرکز د تالقان د اړوند د څين زیو، شینوارو، جبارخیلو او د یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي د خپل سرو وسله والو له بې ځایه ځورونو څخه په تنګ راغلي دي.


دوی وايي، له سیمو یې د غیر مسئوله وسله والو د خپلسریو له کبله سلګونه کورنۍ کډه کېدو ته اړ شوي دي.


د تخار د څين زیو د سیمې یو اوسېدونکي صبغت الله صمیم ازادي راډیو ته ادعا وکړه، چې د نا مسؤله وسله والې ډلې د حکومت د ملاتړ په نوم فعالې دي.


هغه وویل: "دوی شخصي محبسونه لري او په هرې سیمې کې چې دوی پېدا شي د هغې سیمې خلک د سر، مال او د ناموس د ساتنې په خاطر هغه سېمه پرېږدي. د بېلګې په توګه د تخار د بنګي ولسوالۍ د چینې د کلي او د څين زیو د سیمې خلک د تالقان ښار او کندز ته کډه شوي دي."


د دغو خلکو د خبرو له مخې چې په دغه ولایت کې یو شمېر لوړپوړي حکومتي چارواکي د خپلو شخصي ګټو په خاطر غیر مسئول وسله وال پالي.


د تالقان اړوند د څین زیو د سیمې یو بل اوسېدونکي ۴۰ کلن عصمت الله هوتک وايي: "موږ ته څوک پام لرنه نه کوي. هر ورځ له یوې پېښې نه یوې پېښې سره موږ مخامخ کېږو. زموږ غوښتنه له تاسو څخه دغه ده چې دا زموږ مشکلات د مرکز له چارواکو شریک کړئ چې پر موږ باندې دغه ظلم روان دي. موږ دلته ۳ زره قوم هوتک مېشت یو."




دغه خلک ادعا کوي، چې د دوی سیمو ته ورغلي خپل‌سري وسله‌وال د خلکو د وهلو ډبولو برسېره په وچ زور له کلیوال باج هم اخلي.


د نوموړې ولایت د بنګي ولسوالۍ د اخندزاده د کلي یو اوسېدونکي عزت الله کاکړ په دې اړه وویل: "دغه اربکیان چي کومو سیمو ته راغلي دي. دوی له خلکو نه په وچ زور پیسې اخلي او د دوی له نورو ناروا کارونو او د ظلم او ستم له کبله د سیمې اوسېدونکي اړ شوي دي، چې له خپلو کلیو او مېنو څخه کډه وکړي."


که څه هم د سیمې خلک وايي، چې ولایتي ادارې ته‌یې په وار ـ وار خپل شکایتونه کړي دي خو د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، په دې سیمو کې د خپلسریو وسله والو له خوا د خلکو د ځورونې هېڅ شکایت دوی ته نه دی رسېدلی.


د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وايي: "د څين زیو په ساحه کې طالبان کله ناکله هلته وسله وال خوځښت کوي. دا چې خلک د غير مسئول وسله والو د ځورونو په اړه شکایت کوي، خو تراوسه پورې په دې اړه امنیې قوماندانۍ ته کوم رسمي شکایت نه دي راغلي. که چېرې دوی رسمي شکایت وکړي، موږ په دې اړه اقدامات کوو."


په تخار ولایت کې د غیرمسئوله وسله والو فعالیت کومه تازه خبره نه ده، بلکې له څوکلونو راهیسې ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې خلک ترې ځورېږي.


خلک وايي، د شکایت لپاره هم په ولایت او هم کابل کې د چارواکو دروازې ټکولي، خو تر اوسه تر ډېره د دوی پر ستونزو غوږونه کاڼه شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus