د جرمني د فوټبال فدراسیون ویلي، ندیم امیري ته د سپکاوي قضیه په جدي توګه څېړي.
ندیم امیري چې په خټه افغان دی د جرمني د فوټبال په ملي ټيم او بایرن لورکوزن کې لوبېږي.
بایرن لورکوزن د جمعې په ورځ له یونین برلین سره لوبه درلوده چې په پای کې یې د ندیم امیري او د یونین برلین د لوبغاړي فلوریان هوبنر تر منځ لفظي شخړه وشوه.
جرمني رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، شکایت شوی چې ګواکې ندیم امیري ته د "چټل افغان" خطاب شوی دی.
امیري وروسته ویلي، هوبنر ترې بښنه غوښتې ده.
د فلوریان هوبنر مدافع بیا امیري ته د سپکو الفاظو کارول رد کړي.
د جرمني د فوټبال فدراسیون د کنټرول کمېټې مشر انتون ناخراینر ویلي، توکمپالنه او تبعیض د زغملو نه دی او همدا اوونۍ څېړنې پیلېږي چې که رښتیا سپکاوی شوی وي، عامل به یې خپله سزا وویني.