Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کندز کې معلولین: حکومت دې یا زموږ غوښتنې ومني یا مو دې پر سیند لاهو کړي

په کندز ولایت کې سلګونو تنو معلولین او معیوبین د اعتراض په توګه د ولایتي شورا مخې ته راټول شوي او وايي چې حکومت د دوی ستونزو او غوښتونو ته هېڅ پام نه کوي.


دوی خبرداری ورکوي، که سیمه ییز چارواکي د دوی مشروع وړاندیزونو او غوښتونو ته پاملرنه ونه کړي، دوی به د کندز – کابل لویه لاره د ترافیکو پرمخ وتړي.


دوی وايي، حکومت یې معاشونه پر وخت نه ورکوي او د دوی غوښتنې او ستونزې یې له پامه غورځولې دي.


د دغو معترضو معلولینو او معیوبینو په استازیتوب داد محمد ازادي راډيو ته وویل، حکومت باید هغه شمېر معلولینو او معیوبینو ته دولتي ادارو کې د کار  زمېنه برابره کړي.


دی وايي :"په دې ۲۵۰۰ افغانیو باندې زموږ د معیوبې پښې جرابې هم نه کېږي، موږ له ستونزو سره مخ یو او کله چې دولتي ادارو ته د مرستو لپاره ځو، موږ ته وايي چې تاسې معاش لرئ. که زموږ ستونزې هوارې نه شي موږ خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکوو."




 له دغو معترضینو څخه یو هم ۴۰ کلن عبدالاحمد دی وايي چې ملي اردو کې سرتېري و، خو لس کاله وړاندې یې د ماین چاودنه کې یې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي: "زه ژوبل یم، زما کتابچه یې قید کړې، زه در په در یم او لس تنه ډوډۍ خواره هم لرم، زه اوس څه وکړم؟ زموږ لاس او پښې دې وتړي او سیند کې مې دې خوشې کړي او یا دې زموږ غوښتنې ومني."


په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا رئيس محمد یوسف ایوبي هم د دغو معترضینو ستونزې مني او پر اړوند چارواکو غږ کوي چې ژر تر ژره د معلولینو او معیوبینو ستونزو ته پاملرنه وکړي.




دی وايي: ​ دوی مستحق دي له دوی سره باید مرستې وشي، ځکه دوی له سختو ستونزو سره مخ دي. اړوند چارواکي باید ژر تر ژره د معلولینو او معیوبینو ستونزو ته پام وکړي او پرته له هغه موږ د دوی ترڅنګ دریږو او د دوی غږ تر نړیوالو رسوو."


په کندز کې د شهیدانو او د معلولینو د امریت چارواکي بیا وايي چې دوی د شهیدانو او معلولینو معاشونه پر وخت ورکړي او ټېنګار کوي چې د دوی قانوني غوښتونو ته به هم پاملرنه وکړي.


د دغې ادارې امر امان الله مرادي ازادي راډیو ته وویل:  د ولسمشر له لوري حکم شوی چې باید د ټولو معلولینو او معیوبینو ارزونه وشي، څو اصلاحات راشي او د دې اصلاحاتو له مخې یو شمېر معلولین چې له روغتیا برخمن دي، د هغوی معاشونه بند شوي، د نورو معاشونه د مهال وېش پر اساس په وخت اجرا  شوي دي."


په کندز کې د معلولینو او معیوبینو شمېر زرګونو تنو ته رسېږي، خو کندز کې د شهیدانو او معلولینو چارو امریت چارواکي بیا وايي چې دغې ادارې کې د معلولینو، معیوبینو او د شهیدانو د وارثینو په شمول ۱۰ زره کسان ثبت دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus