Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

مشرانو جرګه: حکومت دې د خبریالانو د وژنو مبهم او ګونګ اړخونه وڅېړي

وروسته له هغې چې په غور ولایت کې د غور غږ راډیو مسوول مدیر بسم عادل ايماق ووژل شو، د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې شوې.


د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ عمومي ناسته کې له امنیتي بنسټونه وغوښتل چې د خبریالانو وژونکي پیدا او سزا ورکړي.


د مشرانو جرګې د رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې له حکومته په ټینګار غوښتنه شوې چې د دغو وژنو او پېښو مبهم او ګونګ اړخونه وڅېړي او پایلې دې له ولس سره شریکې شي.




د مشرانو جرګې دوهم نایب محمد اکبر ستانکزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د مشرانو جرګې نننۍ غونډه د خبریالانو د وژنو په اړه وه، په ځانګړي توګه دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې خبریالان شهیدانېږي، موږ له حکومت او طالبانو غواړو چې بې ګناه او ملکي کسان ونه وژني، په حکومت دې فشار راوستل شي چې دې برخه کې اقدام وکړي. "




تېره ورځ له رسنیو د ملاتړ بنسټونو په یوه ناسته کې حکومت د خبریالانو د امنیت په خوندیتوب کې ناکام بللي وو او له رسنیو يې غوښتي وو چې د درې ورځو لپاره حکومتي خبرونه خپاره نه کړي.




د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رئیس صدیق الله توحیدي د مشرانو جرګې له اعلامېې د هرکلي ترڅنګ وايي، حکومت او نړیواله ټولنه باید د خبریالانو د وژنو د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.


دی وايي: "هیله لرم، حکومت، نړیواله ټولنه او مرستندویه هېوادونه په یو لوی مشارکت کې وکولای شي، د دې وینو توئېدو مخه ونیسي، تمه لرم چې په یو تفاهم سره اوسنی وضعیت بشپړ بدلون وکړي او خبریالان په یوه ارامه فضا کې اطلاع رسونه وکړي. "




په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د خبریالانو او مدني فعالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره په یو مېکانېزم کار روان دی.


د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي:" له خبریالانو او د رسنیو له بنسټونو سره په نږدې اړیکه کې یو، هغه خبریالان چې مستقیم تر ګواښ لاندې دي، ورته ویل شوي، د امنیت د خوندیتوب لپاره یې ټولې هڅې کېږي، ځیني ګواښونه تر صفر درجې راښکته شوي، په لوړه کچه د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره هڅې کوو. "


په وروستیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې پنځه خبریالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي، د دغو هدفي وژنو عاملین تر اوسه مشخص شوي نه دي.


په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، په غزني کې د الجزیزې خبریال رحمت الله نېکزاد، دغه شان ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزيون ويانده ملاله ميوند او طلوع نيوز پخوانی وياند يما سياوش او وړمه ورځ په غور کې د غور غږ راډيو مسوول مدير بسم الله عادل ايماق په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus