Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پر کابل پوهنتون برید کې د وژل شوي يوه محصل په نوم کتاب پلورنځى جوړ شو

په کابل پوهنتون کې د وژل شوي محصل محمد راهد په نوم یو کتاب پلورنځی جوړ شوى دى.


‎د محمد راهد امین هیله نن د هغه د مور له لوري پوره او د ده په نوم يې یو کتاب پلورنځي پرانيست.


‎محمد راهد د کابل پوهنتون هغه محصل وه چې سږکال د عقرب میاشتې په 12 په دغه پوهنتون باندې حمله کې له اولسو نورو محصلینو سره ووژل شو.




‎محمد راهد غوښتل، چې یوه کتابتون او کتاب پلورنځی جوړ کړي ، هغه تازه همدا چارې پیل کړې وې چې ووژل شو او خپل دا هیله یې له ځان سره خاورو ته یوړه.


‎خو د محمد راهد مور وحیدې شېزاد د جمعې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې د زوی له وژل کېدو وروسته یې د هغه د هیلو د پوره کولو لپاره دا کتاب پلورنځی پرانيسته.


هغې وویل: "شهید راهد جان غوښتل چې یوه کتابخانه او کتاب پلورنځی ولري، دا کتاب پلورنځی مو چې غوره کړی رنګ او ‌‌‌‌‌‌ډیزاین یې په خپله راهد جوړ کړى و، خو خدای مې زوی ته زیات وخت نه وه ورکړی او کتابخانه او کتاب پلورنځی یې نیمګړي پاتې شول او راهد جان ووژل شو، ما وغوښتل چې هماغه هیله یې پوره کړم او دا کتاب پلورنځی مې پرانیسته."


‎د راهد مور وایي، چې دا کتاب پلورنځی یې په خپل کم لګښت جوړ کړی او په خبره یې د دغه کتاب پلورنځی ‌‌‌‌‌‌ډېرى کتابونه یې د عمده خرڅوونکې یوې مغازې په پور اخیستي او له کتاب پلورلو وروسته به یې پیسې ورکړي.


‎مېرمن شېزاد وایي، د محمد راهد په کتاب پلورنځي کې شاوخوا دوه زره جلده د تفسیر شریف، قرانکریم، بغدادي قاعدې، طبي کتابونه، د ښوونځیو درسي کتابونه او د انګلیسي ژبې کتابونه شته.


‎له دې سره د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین د محمد راهد په نوم د مور له لوري د دغه کتاب پلورنځي پرانیستل یو نېک اقدام بولي.


‎محمد ناصر او نیلاب د کابل پوهنتون د دغو محصلینو له ‌‌‌‌‌‌ډلې دي.


محمد ناصر وویل: "د محمد راهد د مور له لوري یې د دغه شان کتاب پلورنځي جوړول د ځوانانو لپاره ‌‌‌‌‌‌ډېر ګټور دي، له دې سره به د راهد نوم تل پاتې شي."


دغه راز نيلاب وويل:" د دغه شان کتابتون جوړول ډېر نېک کار دی ځونان باید له دغه کتابتون نه ګټه واخلي او ځوانان هم د محمد راهد په شان له ځان څخه دا شان ښه ارمانونه او چارې پرېږدي."




‎د روان کال د عقرب په 12 مه پر کابل پوهنتون د حملې په پایله کې 21کلن محمد راهد له خپلو 17تنو نورو ټولګیوالو سره ووژل شو.


‎په دې حمله کې له 40 زیات نور محصلین ټپیان شول، خو د وژل شویو محصلینو یوازې 16تنه یې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي محصلین وو.


‎د دغې حملې پړه داعش یا اسلامي دولت نومې ‌‌‌‌‌‌ډلې منلې وه، خو افغان حکومت د دغه برید کار وباله، خو طالبانو دا تور رد کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus