شمالي کوریا په یوه پوځي پرېډ کې هغه څه نندارې ته وړاندې کړي چې له اوبتل څخه د بالستیک میزایل توغوونکې وسیلې ته ورته ښکارېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنوري په شلمه نېټه د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسمو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.
په څو تصویرونو کې چې دولتي رسنیو خپاره کړي دي د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون په هغو مراسمو کې ښکاري چې موسېږي او خپل لاسونه خوځوي.
دا مراسم پرون ناوخته د پلازمېنې پیونګ یانګ په کېم ایل سونګ چوک کې جوړ شوي وو.
په پرېډ کې د سرتېرو، ټانکونو او د هغو میزایلونو لیکې د تېرو په حال کې لیدل کېږي چې د کارپوهانو په اند د منځني واټن ویشتونکو توغندیو نوې بڼه به وي.
د شمالي کوریا رسنیو دا د نړۍ تر ټولو ځواکمنې وسلې بللې دي.