Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

‌‌‌‌‌‌ډونالد ټرمپ: په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر راکم شوى

د امریکا ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډونالد ټرمپ چې لنډو ورځو کې به یې کار پای ورسېږي وایي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر راکم کړی.


‎ولسمشر ټرمپ د سپټمبر میاشت کې ویلي و چې تر نننه (د جنورۍ 15)نېټې پورې به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر 2500 ته راکم کړی، نن یې د سپینې ماڼۍ په وېب پاڼه په ټینګار لیکلي چې د دوامداره جګړې دې پای ته ورسېږي. 


‎د امریکا تلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د امریکا پوځ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کمولو هدف پوره کړی او په دې برخه کې د ده ژمنه عملي شوې ده




ښاغلي ټرمپ پرون په یو بیان کې دا خبره داسې مهال کړې چې د ولسمشرۍ د دورې پای ته یې یوازې پنځه ورځې پاتې دي.


نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې بې پای جګړې دې پای ته ورسېږي. 


‎‌‌‌‌‌‌تر دې مخکې ډونالد ټرمپ په سپټمبر میاشت کې ویلي وو، چې د جنورۍ تر 15 مې نېټې پورې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر کې د پام وړ کموالی راولي.


‎د امریکا کانګرس هم روانه میاشت د دفاعي لایحې تصویبولو پر مهال ویلي و، تر هغه به افغانستان کې له څلور زرو د امریکايي سرتېرو کمولو لپاره د مالي سرچینو کارول بند کړي څو چې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر د دې بهیر د اغېزو په اړه کانګرس ته هر اړخیزه اروزنه نه وي وړاندې کړي.


‎د امریکا او طالبانو تر منځ د تېر کال په فبرورۍکې د دوحې د تړون له څلورو مهمو مواردو یو له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو بشپړ وتل دي.




‎د دې تړون له مخې امریکايي ځواکونه باید د طالبانو د امنیتي ضمانتونو په بدل کې د 2021 کال د مې تر میاشتې له افغانستان نه په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول ووځي.


په بدل کې یې طالبانو هم د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کول، د بین الافغاني خبرو پیلول او د تاوتریخوالي کمول منلي دي.


‎که څه هم افغان چاروکو د امریکا د ولسمشر ټرمپ د تازه څرګندونو په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو اونۍ وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي وو، چې امریکا که له افغانستان څخه سرتېري وباسي باید د وړاندوینې وړ وي او همدارنګه باید د سرتېرو دا وتل له افغانستان سره د دوه اړخیز تفاهم په صورت کې د یوې مشخصې تګلارې له مخې وي.




ازادي راډیو خبریال په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر د کمېدو په اړه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو له ویاند سوني لاګېټ وپوښتل، هغه د ولسمشر ټرمپ د تازه څرګندونو په اړه وویل، چې دوی په دې اړه تر اوسه څه ویلو ته نه لري او په دې اړه د نن ورځې په پای کې له پینټاګون د یو څه ( معلوماتو) تمه لري.


‎خو وړاندې د امریکا او طالبانو د سولې د تفاهم د لاسلیک په ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په کابل کې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ویلي و، چې له امریکایي چارواکو سره به په تفاهم په مسئولانه توګه له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus