Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په نړۍ کې د نوي میلادي کال د مراسمو لمانځل پيکه و

د نړۍ په اکثرو ښارونو کې د نوي میلادي کال مراسم د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په محدوده پیمانه ولمانځل شول.


نړیوالو نوي میلادي کال ته بې له دې، چې د تېرو کلونو په شان یې په شاندارو مراسمو ولمانځي، هرکلی ووایه او ورسره په یو وخت یې د کرونا پر ضد د واکسین د جوړېدو په خاطر هیلې وغوړولې.


د شپې له دوولس بجو څخه، د معمول په شان د نوي کال مراسم په تېره بیا اورلوبې له استرالیا پیل شوې او په تدریج اسیا، منځني ختیځ، اروپا، افریقا او امریکا ته ورسېدې.


په نیویارک کې روغتیايي چارواکو له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس د نه خپرېدو په خاطر په کورونو کې پاتې شي او د دې لپاره چې په داسې مناسبتونو او غونډو کې د کرونا وبا ډېره خپرېږي، له رایوځای کېدو ډډه وکړي.




نیویارک یو له هغو سترو ښارونو څخه دی، چې هر کال د نوي کال مراسم په کې خورا برمناک جوړېږي.


د استرالیا سیډني هم چې د نوي کال مراسم یې په نړۍ کې ډېر شهرت لري، د دغه ښار د اوپرا د ودانۍ پر سر اورلوبې وشوې خو د معمول خلاف د خلکو لویې غونډې نه وې ځکه چې استرالیايي چارواکو پر راغونډېدو بندیزونه لګولي وو نو ډېرو خلکو دا مراسم په تلویزیونو کې ولیدل.


نیوزیلنډ، چې تر سیډني دوه ساعته مخکې په کې د نوي کال مراسم پیلېږي، حاضردمه د کرونا هیڅ مثبته پېښه نه لري، نو د معمول په شان یې د نوي کال مراسم ترسره کړل.


په جنوبي کوریا کې، چې د ټولنیز واټن د رعایتولو کلک مقررات په کې عملي کېږي، د نوي کال مراسم غلي ترسره شول.


اکثریت جاپانیان هم په کورونو کې پاتې شول او د تېرو کلونو خلاف یې سفرونه ونه کړل ځکه چې حکومت بندیزونه لګولي دي.


په چین کې، چې د کرونا ویروس لومړی پلا د دغه هېواد په ووهان ښار کې پیدا شوي وو، د نوي کال مراسم جوړ نه شول او هسې هم چینایان خپل نوی کال چې په فبرورۍ کې پیلېږي، ډېر لمانځي.


په هند کې هم د نوي کال مراسم محدود وو خو د متحده عربي اماراتو په برج خلیفه کې، چې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ ده، د نوي کال د اورلوبو نندارې وشوې چې زرګونه خلک یې د لیدو لپاره واټونو ته راووتل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus